پاکستان؛ عمران خان وايي، د ټاکنو تر اعلانه به احتجاجي تحریک روان ساتي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې د حکومت پر ضد یې د ستر لاریون په نامه احتجاج پیل کړی وايي، څوک دې فکر نه کوي چې پلازمېنې اسلام اباد ته به د دوی له رسېدو وروسته ''تحریک '' پای ته ورسېږي.
نوموړي وايي: ''دا تحریک به تر هغو پورې راتلونکې لس میاشتې روان وي، چې تر څو ټولټاکنې نه وي شوې. ''
د نوموړي لاریون چې د پنجاب ایالت له لاهور ښاره یې پیل کړی و، نن چهارشنبه د پنجاب ایالت ګهګړ منډيي سیمې ته ورسېد.
ښاغلي خان په همدې سیمه کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه او په خبره یې ده ته باید د شپږ پوښتنو ځوابونه ورکړل شي.
عمران خان وايي، لومړۍ پوښتنه یې دا ده چې کله دی لومړی وزیر و، امریکايي دیپلومات ډونلډ لو چا ته ویلي چې خپل لومړی وزیر له واکه لېرې کړئ. نوموړي دویمه پوښتنه کې د وژل شوي پاکستاني خبریال ارشد شریف په هکله وپوښتل چې چا ګواښونه ورته کړي وو او چا له هېواده شړلی و.

د عمران خان درېیمه پوښتنه دا وه چې څوک په پاکستان کې خبریالان ګواښي او څوک دي چې پاکستان کې د رسنیو غږ غلی کول غواړي. نوموړي څلورمه پوښتنه کې د دوو پاکستاني سیاستوالو اعظم خان سواتي او شهباز ګل په هکله پوښتنه وکړه، چې چا کالي ترې ایستلي وو او چا وهلي، ټکولي وو.
عمران خان وايي، پولیس وايي چې دوی داسې نه دي کړي، بلکې دوی ته امر شوی وو، په خبره یې بیا نو څوک دي چې دا امر یې کړی وو، چا د (پوښتنو - ګروېږنو ادارې) ایف ای اې ته امرونه کول. نوموړي د پنځمې پوښتنې په توګه وویل، څوک دی چې له نامعلومو شمېرو خلکو ته زنګونه وهي او له پاکستان تحریک انصاف ګونده د لېرې ګرځېدو ورته وايي.
د وروستۍ او شپږمې پوښتنې په توګه د پاکستان پخواني لومړي وزیر وویل: څوک دي چې دا غله یې پر موږ مسلط کړي دي؟ ایا پاکستان د دې لپاره جوړ شوی وو، چې د اصف علي زرداري او نواز شریف په څېر غله پر موږ حکومت وکړي. ایا قاید اعظم 'د پاکستان موسس محمد علي جناح ' د دې لپاره د پاکستان جوړولو ارمان درلود چې د رانا نثاالله په څېر کس زموږ د کورنیو چارو وزیر شي، چې خپله په څو جرمي قضیو کې ښکېل دی، یا اسحاق ډار باید زموږ د خزانې وزیر شي چې د تورو پیسو سپینولو قضیو کې یې لاس درلود؟
عمران خان د غونډې ګډونوالو ته وویل دوی له امر باالمعروف سره سم روان دي او په خبره یې زه د دې حکومت غلامي منلو ته چمتو نه یم.










