رانا ثناالله: د عمران خان نیول نه، بلکې محکمې ته حاضرېدو ته اړیستل غواړو

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان کورونیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي د دغه هېواد د حکومت ترجیح دا نه ده چې مخکینی لومړی وزیر عمران خان ونیسی، بلکې غواړي هغه محکمې ته حاضرېدو ته اړباسي.
هغه تېره شپه یوه ځايي تلویزیون جیو نیزو سره خبرو کې وویل "زموږ ترجیح د عمران خان نیول نه دي، بلکې د هغه اړیستل دي چې عدالت ته وړاندې شي."
نوموړي زیاته کړه "که وهم نیول شي، محکمې ته ورمخامخ کېږي... موږ له پیله دا لاره چاره خپله کړه چې هغه دومره مجبور کړو، چې محکمې ته حاضر شي... ډاډمن یو چې هغه به د مارچ پر ۱۸مه عدالت ته وړاندې شي."
د پاکستان کورنیو چارو وزیر همدا راز پنجشنبه د عمران خان لخوا دا ادعا هم رد کړه چې ګواکې د پوځ مشر یې د نیولو هڅو کې لاس لري.
رانا ثنا الله وویل "د هغه دا خبره بالکل غلطه ده."
هغه وايي د پوځ رینجرز ځواکونو پولیسو سره یوازې د عمران د اوسېدو د ځای تر دروازې رسېدو کې مرسته کړې، نور "ټول کار د پولیسو او سرپرست حکومت دی."
نوموړي وویل "محکمه کې به قضیه تعقیب شي، که ګرم وګڼل شو، سزا به وګوري، که ثابت نه شو، بري به شي."
تر دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان لاهور کې د خپل ګوند غړو ته وینا کې ویلي و چې په نیولو پسې یې پوځ ورغلی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
عمران خان وايي دی پوهېده چې د مارچ په ۱۸مه محکمې ته حاضرېږي، خو پولیس پسې ۳ ورځې مخکې یعنې د مارچ پر ۱۵مه ورغلي وو.
هغه دا ادعا هم کړې وه چې ګوندې واکمن حکومت غوښتل دی ونیسي او زندان ته یې واچوي او بیا یې غیاب کې ټاکنې وکړي.
نوموړي وویل "زه پوه وم چې دوی څه غوښتل... څه چې یې له اعظم سواتي او شهباز ګېل سره کړي وو.
بلخوا د پاکستان کې د اسلام اباد ځايي محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د پخواني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هغه غوښتنه رد کړې چې په يوه قضيه کې یې د نيول کېدو حکم لغوه شي.
ځايي رسينو د قاضي ظفر اقبال له خولي ويلي چې د عمران خان د نيول کېدو حکم بېرته نه اخيستل کېږي.
قاضي د مارچ پر اوومه نېټه د عمران خان د نيولو حکم کړی و او له پوليسو يې غوښتي وو چې ويې نيسي خو نوموړي د اسلام اباد له محکمې غوښتنه کړې وه چې د نيول کېدو حکم يې لغوه کړي. قاضي سپارښتنه وکړه چې د مارچ پر ۱۳ نېته محکمې ته حاضر شي خو ښاغلی خان محکمې ته ولاړ نشو.
وروسته بيا قاضي اقبال له ضمانت پرته د هغه د نيول کېدو حکم وکړ او له پوليسو يې وغوښتل چې محکمې ته يې حاضر کړي.
پولیس د تېرې سې شنبې په ورځ لاهور کې د عمران خان کور ته ورغلل خو د تحریک انصاف ګوند د غړو او پلويانو له مقاومت سره مخ شول.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان وايي راتلونکې شنبې (۱۸ مارچ) به محکمې ته حاضر شي.
لږ وړاندې ښاغلي خان لاهور کې خپلو پلويانو ته په خبرو کې وويل، "دوی غواړي ما زندان ته بوځي، هغه څوک چې په لندن کې دی وايي، زه هغه وخت درځم چې دی په زندان کې واچوئ، زه پوهېدم چې په ۱۸ نېټه محکمې ته حاضر شم خو پوليس پر ۱۵ نېټه راورسېدل."
عمران خان ادعا وکړه، "زه پوهېدم چې له ما سره څه کوي. هغه څه يې راسره کول چې اعظم سواتي او شهباز ګېل سره يې وکړل."
عمران خان خپلو پلويانو ته وويل، د ده پر ضد ډېرې دوسيې ثبت شوې دي او زياته يې کړه ما هېڅګله د دې هېواد قانون نه دی مات کړی، که يوه قضيه راباندې ثابته شوه زه به سياست پرېږدم. "
نوموړي په راتلونکو ټاکنو کې د خپل ګوند د کاري پلان په اړه وويل، چې دا ځل به د خپل ګوند استازي پخپله ټاکي او زياته يې کړه "پخوا ټاکنيز ټکټونه د بل چا لخوا ورکړل شوي وو. دا ځل به زه پخپله ټکټ ورکوم. که شک و زه به پخپله مرکه کوم. زه به د وړتیا پر اساس ټکټ ورکوم. "










