د افغانستان پخوانی ولسمشر چې طالبانو یې له وژلو وروسته مړی په دار کړ

- Author, ریحان فضل
- دنده, بي بي سي - هندي
د افغانستان پخوانی ولسمشر نجیب الله د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۷مه ووژل شو. دا لیکنه د ښاغلي نجیب د وژل کېدو د ورځې په مناسبت بیا خپرېږي.
د ۱۹۹۲ کال د مارچ پر ۱۸مه، د افغانستان پخوانی ولسمشر نجیب الله اعلان وکړ چې که بدیل وموندل شي، له خپلې دندې به استعفا وکړي.
ده د خپلې استعفا لپاره مشخصه نېټه یاده نه کړه، خو ویې ویل چې له واکه د لېرې کېدو لپاره باید د استعفا اختیار موجود وي. له ۱۹۸۹ وروسته، چې شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، د نجیب الله واکمني ورځ تر بلې کمزوری کېده.
په تېرو څو کلونو کې شاوخوا ۱۵ بېلابېلو مجاهدینو ډلو کابل ته مخه کړې وه، د دوی ټولو هدف یو و او هغه له واکه د نجیب الله لېرې کول و. دوی ښاغلی نجیب نه یوازې د شوروي اتحاد لاسپوڅی باله، بلکې یو داسې کمونیست یې هم ګاڼه چې پر خداي ایمان نه لري خو نوموړي دا تور رد کړی و او د یو اسلامي هېواد مشر و.
په هند کې د سیاسي پناه اخیستلو هڅه

د ۱۹۹۲ اپریل تر ۱۷مې پورې، نجیب الله په خپل هېواد افغانستان کې نژدې یوازې پاتې شوی و. دوه اوونۍ وړاندې، د هغه مېرمن او لوڼې هند ته تللې وې. په همدې ورځ، هغه غوښتل چې د ملګرو ملتونو د استازي بینن سیوان سره یو ځای، په یوه پټه الوتنه کې هند ته لاړ شي.
د هند یوه پخواني دیپلومات ایم کې بهدر کمار د "د هندو" ورځپاڼې د ۲۰۱۱ کال د مې ۱۵مې ګڼه کې په خپله لیکنه"هغه افغان تګلاره چې تر منموهن سینګ پورې ورسېده" کې لیکلي:
"بینن سیوان له هند څخه د نجیب الله لپاره د سیاسي پناه له غوښتلو وړاندې، د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته هم همداسې وړاندیز کړی و. نواز شریف ته له مخکې نه دا خبره څرګنده شوې وه."
یوازې په یوه ساعت وخت کې، د هند هغه مهال لومړي وزیر نرسمها راؤ هم دا پیغام ورکړ چې هند به نجیب الله ته د یوه رسمي مېلمه په توګه هرکلی وکړي او له دې سره، نجیب الله د درېیو موټرو له قافلې سره د کابل هوایي ډګر پر لور وخوځېد.
د فلپ کورون یاداښتونه، د نجیب الله ناکامه تېښته
د ملګرو ملتونو یو بل چارواکی فلپ کورون په خپل کتاب "Doomed in Afghanistan – A UN Officer's Memoirs of the Fall of Kabul and Najibullah's Failed Escape" کې د ۱۹۹۲ کال د اپریل ۱۷مې شپې حال داسې بیانوي: د ۱۹۹۲ کال د اپریل پر ۱۷مه د نجیب الله استوګنځي ته ورسېدم. نجیب الله خړ رنګه دریشي اغوستې وه. له هغه سره د هغه د دفتر رییس جنرال توخي هم و، چې مېرمن او درې ماشومان یې هم ورسره وو. د نجیب الله ورور، یو ساتونکی او یو کارکوونکی هم ورسره و. په ټوله کې دا نهه کسان وو، چې نجیب الله هم پکې شامل و."
"د شپې یوه نیمه بجه مو ټول څیزونه په درېیو موټرو کې ځای پر ځای کړل. زه د ملګرو ملتونو د اداري افسر ډېن کویریک سره د لومړۍ موټر په مخکینۍ څوکۍ کېناستم. د نجیب ساتونکی او کارکوونکی د موټر شاته، له کلاشنکوفونو سره ناست وو. نجیب او د هغه ورور په منځنۍ موټر کې شاته ناست وو."
"درېیم تویوتا کوچنی بس ډوله موټر کې جنرال توخی او د هغه کورنۍ ناست وو. د کورني امنیت وزیر موږ ته یو رمز (د شپې نوم) راکړی و، چې له پوستو د تېرېدو لپاره به مو کاراوه. موږ په بریالیتوب سره له څو پوستو تېر شولو، خو کله چې وروستۍ پوستې ته ورسېدو، هلته ولاړو سرتېرو زموږ رمز ونه مانه."
"ډېن څو ځله رمز تکرار کړ، خو پوځیانو زموږ موټر ته د تېرېدو اجازه ور نه کړه."
موټرونه هوايي ډګر ته نږدې ودرېدل.
ناڅاپه د کویریک (ډېن کویریک) پام شو چې هلته ولاړو سرتېرو بل ډول یونیفورم اغوستي. کویریک او فلپ کورون دا اټکل وکړ چې د عبدالرشید دوستم اړوند وسله والو د شپې په نیمایي کې د کابل هوايي ډګر تر خپل کنټرول لاندې راوستی.
د نجیب الله یو ساتونکی هم له موټره له کلاشنکوف سره راکښته شو او له ولاړو سرتېرو سره یې بحث پیل کړ. په همدې وخت کې د موټر چلوونکي هڅه وکړه چې د هوايي ډګر له خوا له بینن سیوان سره اړیکه ونیسي، چې پر ځغاستلیکه د ملګرو ملتونو په الوتکه کې ناست و او د نجیب الله د ورتګ انتظار یې کاوه.
بینن سیوان وویل چې وسله والو الوتکه له هر لوري محاصره کړې ده. هغوی (ملګرو ملتونو کارکوونکو) الوتکه له دننه قلف کړې و، چې وسله وال دننه ور نه شي.
د نجیب الله د موټرو د قافلې بېرته ستنېدل

فلپ کورون وايي: "بیا نجیب د موټر له دننه وسله والو ته سپکې، سپورې ویلې، غږ یې لوړ و، خو د هغه ساتونکي ځواب ورکړ چې که دوی ته اجازه ورکړل شي چې مخ ته لاړ شي، نو ټول کسان به په هوايي ډګر کې ووژل شي، ځکه د دوستم سرتېري هېچا ته د هوایي ډګر دننه تګ یا له هغه د وتلو اجازه نه ورکوي."
"له څو دقیقو ناکامو هڅو وروسته چې خپله خبره روښانه کړي، نجیب الله پرېکړه وکړه چې موټرې بېرته ستنې شي. چلوونکي له هغه وپوښتل چې ایا کور ته یې باید ستون کړي، نجیب په لوړ غږ وویل: «نه، موږ د ملګرو ملتونو دفتر ځو.» هغه ښايي فکر کاوه چې که کور ته لاړ شي، نو هغه کسان چې کابل هوایي ډګر ته یې د ده د تګ مخه نیولې وه، ښايي دی ووژني. د شپې په دوو بجو د موټرو قافله د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر خوا ته روانه شوه."
له نجیب الله سره نژدې کسانو خیانت وکړ؟
هغه مهال نه یوازې عبدالرشید دوستم، بلکې د نجیب الله د خپل ګوند غړو هم هڅه کوله چې ځان ترې خلاص کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۱۹۹۲ کال د اپرېل ۱۸مې په ګڼه کې لیکلي وو:
"د نجیب الله د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل او د هغه د پوځ مشر جنرال محمد نبي عظیمي غوښتل چې د ځان سیاسي دفاع لپاره نجیب د مجاهدینو جنګیالیو ته د ډالۍ په توګه وسپاري."
همداراز: عبدالوکیل د کابل راډیو له لارې یو پیغام خپور کړ، او اعلان یې وکړ:
"پوځ د نجیب الله د هېواد پرېښودو هڅه ناکامه کړه."
یوازې څو ساعته وروسته، نجیب الله د عبدالوکیل له نظره یو "د کرکې وړ مستبد" وګرځېد.
بینن سیوان، چې له پیل څخه یې هڅه کوله نجیب الله له دې وضعیته وژغوري، د هغه د ژغورلو لپاره سخت اندېښمن و. د ملګرو ملتونو کارکوونکو د شپې ۳:۲۰ بجې د هند سفیر ستیش نمبیار ته خبر ورکړ چې: "نجیب الله د دوستم ځواکونو له خوا درول شوی دی."
د هند سفیر ستېش نمبیار، لومړنی بهرنی کس و، چې له نجیب الله سره یې ولیدل.
نمبیار د سهار ۴:۳۵ بجې د ملګرو ملتونو دفتر ته ورسېد. هغه ورځ لومړی بهرنی کس و، چې له نجیب الله سره یې ولیدل.
وروسته، نمبیار پخپله په یوه مرکې کې دا ومنله:
"هند او ملګري ملتونه دومره باوري وو چې ان د نجیب الله د ژغورنې لپاره یې پر بدیل پلان هېڅ غور نه و کړی.."
کله چې د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار وکړ، نمبیار بالاخره چمتو شو چې نجیب ته په هندۍ سفارت خانه کې پناه ورکړي، خو دا یې شرط کړ چې دا غوښتنه باید د ملګرو ملتونو له لوري په رسمي ډول وشي.
اوېناش پلییوال په خپل کتاب "زما د دښمن، دښمن" کې لیکلي دي:
"نمبیار زموږ سره ډیلي کې د مخابرې له لارې اړیکه ونیوله، وروستۍ پرمختګونه یې شریک کړل او د نجیب الله لپاره د سیاسي پناه غوښتنه یې له حکومت څخه وکړه."
دی زیاتوي: "د هند لپاره دا یوه خبره وه چې د نجیب کورنۍ ته یې پناه ورکړې وه او ساتنه یې کوله، خو دا بیخي بله موضوع وه چې نجیب الله پخپله د هند په سفارت کې وساتل شي. د سهار ۵:۱۵ بجې د هند حکومت پرېکړه وکړه، چې نجیب الله ته به د هند په سفارت کې سیاسي پناه نه ورکوو."
نمبیار د دې پرېکړې دفاع داسې وکړه:
"نجیب به د ملګرو ملتونو په دفتر کې ډېر خوندي وي. که مو هغه په سفارت خانه کې ساتلی وای، نو ډېرې ستونزې به رامنځته شوې وای او د هغه ساتنه به ډېره سخته شوې وای."

هند نجیب الله ناهیلی کړ. هندي چارواکو سره داسې اندېښنه پیدا شوې وې چې که د کابل خلکو ته معلومه شي چې نجیب الله د هند په سفارت کې پټ دی، ښایي هلته مېشت هندي الاصله خلک په نښه کړي. په هغه وخت کې، د سفارت د کارکوونکو په ګډون، څو سوه هنديان په کابل کې اوسېدل.
دغه راز، جې این ډکشټ چې له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۴ پورې د هند د بهرنیو چارو سکرتر و، اندېښنه لرله چې:
که هند نجیب ته پناه ورکړي، دا به د هند لپاره په سیاسي ډول خورا پېچلې مسله شي.
د ۱۹۹۲ کال د اپرېل ۲۲مه نېټه، د ملګرو ملتونو سرمنشي بطرس غالي ناڅاپه هند ته سفر وکړ. د دې سفر یوازینی هدف دا و، چې هند ته قناعت ورکړي چې نجیب الله له کابل څخه وباسي او په هند کې سیاسي پناه ورکړي. له شپږو ورځو مشورو وروسته، د هند د کورنیو چارو وزیر شنکرراؤ چاون اعلان وکړ: که نجیب الله وغواړي، نو هند چمتو دی چې هغه ته پناه ورکړي. د چاون له دې څرګندونو روښانه شوه چې، هند غوښتل دا موضوع ډېر په احتیاط او تدبیر سره پرمخ یوسي.
کله چې د نجیب الله د سیاسي پناه په اړه پوښتنه په پارلمان کې راپورته شوه، د بهرنیو چارو وزیر ایډوارډو فیلیرو وویل، چې دا یوه فرضي پوښتنه ده، ځکه موږ ته د نجیب الله له خوا په دې اړه هېڅ غوښتنه نه ده راغلې. کله چې د پارلمان غړو ټینګار وکړ چې که داسې غوښتنه وشوه، نو د حکومت غبرګون به څه وي، نو د هند لومړي وزیر نرسمها راو او فیلیرو دواړو د دې پوښتنې له ځواب ورکولو ډډه وکړه.
اوېناش پلییوال په خپل کتاب "میرې دشمن کا دشمن" کې لیکي:
"هند نه خو له کابله د الوتکې یا نورو لارو د نجیب الله ایستلو لپاره هیڅ لېوالتیا و نه ښوده، که څه هم بطرس غالي ته ویل شوي وو چې هند به خپله الوتکه کابل ته واستوي. ویل شوي وو چې دا الوتکه چمتو ده که ملګري ملتونه رسمي غوښتنه وکړي، خو مخکې له دې چې غوښتنه وکړي، باید ملګري ملتونه له پاکستان او مجاهدینو سره توافق وکړي. په دې توګه د نجیب الله د کورنۍ د ساتنې سره سره هند د ښاغلي نجیب د ژغورلو لپاره هېڅ ځانګړې مرسته و نه کړه."
یو لوړپوړي چارواکي چې غوښتنه یې وکړه نوم یې وانخیستل شي، اوېناش پلییوال ته وویل:
"ډکشت او د هغه همکارانو تل په دې خواشیني وو، چې نجیب الله یې و نه ژغوره. موږ ورته یقیناً الوتکه برابروله، سره له دې چې زموږ سره الوتکه نه وه. موږ فکر کاوه چې مجاهدین به هغه وتلو ته پرېږدي، خو داسې و نه شول. موږ نړیوالو ته ویل چې نجیب الله بهر ته باسو، خو موږ په دې موضوع کې له مهم کس رشید دوستم سره خبرې نه وې کړې."
په ۱۹۹۴ کال کې، سچن ایم بهدر کومار د پاکستان، افغانستان او ایران د چارو څانګې څخه کابل ته لاړ. هغه ته سپارښتنه وشوه، چې کابل کې د هند سفارت بیا پرانیزي او له احمدشاه مسعود څخه وغواړي چې نجیب الله ته اجازه ورکړي هند ته لاړ شي. خو احمدشاه مسعود د دې غوښتنې له منلو څخه ډډه وکړه او ویې ویل، دا به د مجاهدینو نورو مشرانو ته د منلو وړ نه وي."
د پاکستان له لوري نجیب الله ته د پناه وړاندیز

د اپريل پر ۱۷مه، چې نجیب الله د هند پر لور د تللو څخه منع شو، پاکستان هغه ته په خپل سفارت کې د سیاسي پناه وړاندیز وکړ. د دې موضوع پر سر د بحث لپاره د پاکستان او ایران استازي د ملګرو ملتونو دفتر ته راغلل. بینن سیوان هغوی د نجیب الله مخې ته وروستل.
فلپ کورون په خپل کتاب "Doomed in Afghanistan" کې لیکي:
"نجیب د ایران پر استازي چیغې وهلې. یوه شېبه داسې هم وه چې ما فکر وکړ نجیب به د ایران استازی له کړکۍ بهر وغورځوي."
نجیب هغوی ته وویل:
"زه پر تاسو هیڅ باور نه لرم. زه غوره بولم چې مړ شم خو له تاسو څخه به مرسته و نه منم. زه باور نه لرم چې تاسو رښتیا هم غواړئ زما ساتنه وکړئ."
طالبانو د افغانستان پخوانی ولسمشر نجیب الله وواژه او د هغه مړی یې په دار کړ

د عکس سرچینه، Satish_Nambir_twitter
نجیب الله نژدې څلور نیم کاله د ملګرو ملتونو په دفتر کې و. د ۱۹۹۶ کال د سپتمبر ۲۷مې پر ورځ، نجیب الله د ملګرو ملتونو په دفتر کې له خپلې خونې د وژونکو غږونه یې په څرګند ډول اورېدل. پر کابل د طالبانو ولکې ټینګښت او راکټونو غږونه د اعدام کوونکو د قدمونو غږونو ته ورته وو. بیا نو د طالبانو وسله وال په ۱۵ موټرونو کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته ورسېدل، چې په هر ګاډي کې اته یا لس تنه وسله وال ناست وو. سهار وختي، نژدې درې نیمې بجې نجیب الله پوه شو، چې د ملګرو ملتونو دفتر ساتونکي نه شته. نجیب الله د ملګرو ملتونو له یوه بل دفتره د مرستې غوښتنه وکړه، خو هلته یوازې چوپتیا وه او هېڅ ځواب ورنه کړل شو.
د ۱۹۹۷ په اپریل کې، د ایسکوائر میګزین لپاره خبریال ډینس جانسن د نجیب الله د وروستۍ ورځې له سرلیک داسې ولیکل:"په لنډ وخت کې د طالبانو وسله وال د ملګرو ملتونو دفتر ته ننوتل. یوه وسله واله پوښتنه وکړه: 'نجیب الله چېرې دی؟' کارکوونکو هڅه کوله چې یو څه پلمه وکړي، خو وسله وال سړي په زور ننوتل او د ودانۍ تلاشي یې پیل کړه. څو دقیقې وروسته، هغه نجیب الله د هغه ورور شاپور، ساتونکی جعفر او سکرتر توخی سره یو ځای وموندل. هغوی نجیب الله له خونې څخه راوایست او سخت تشدد یې پرې وکړ، همدغو وسله والو د هغه جنسي غړی پرې کړ او بیا یې سر ته په ډزو وویشت. لومړی یې د نجیب مړی په کرین پورې ځوړند کړ، وروسته یې ارګ ته نږدې په یوه ستنه پورې وځړاوه. د نجیب د مړي سترګې پړسېدلې وې او د هغه خوله کې په زور سګریټ ایښودل شوی وو، په جېب کې یې پرې شوي بانک نوټونه هم ښکارېدل.''
طالبان له نجیب الله دومره کرکه درلوده، چې ان د هغه جنازه یې هم و نه کړه. نجیب الله او د هغه د ورور مړي وروسته د سرې میاشتې ادارې ته وسپارل شول، چې هغوی بیا مړي پکتیا ته ولېږدول او هلته د احمدزیو قبیلې خلکو د هغوی مړي خاورو ته وسپارل.
د هند په اړه د افغانانو مننه او شکایت
په افغانستان کې لا هم ډېر خلک شته چې د نجیب الله مېرمن فتانه او د هغه لوڼو ته د پناه ورکولو له کبله د هند منندوی دي. خو دوی دا شکایت هم لري چې هند د خپلو نویو دوستیو جوړولو پر مهال خپل پخوانی دوست (نجیب الله) هېر کړ، هغه هم په داسې وخت کې چې هغه تر ټولو ډېر د ملاتړ مستحق و.








