نادرکه استرالیایی کب نیوونکی د تمساح خېټه کې وموندل شو

تمساح

د عکس سرچینه، Getty Images

د یوه استرالیايي کب نیوونکي پاتې شوني د یوې تمساح خیټه کې موندل شوي دي.

۶۵ کلن کېوین دارمودي له خپلو ملګرو سره د کبانو ښکار کاوه چې پخپله د تمساح ښکار شو.

هغه دوه ورځې نادرکه وو.

کېوین په وروستي ځل تېره اونۍ شنبه د کوینزلنډ شمال کې د مالګینو اوبو 'کېنېډي بېنډ' سیمه کې کتل شوی و چې تمساحګانې پکې ډېرې دي.

پولیسو دغلته له دوه ورځو پرله پسې لټون وروسته دوه سترې تمساحګانې ووژلې او د هغه د بدن غړي یې وموندل.

دغه دوه تمساحګانې چې یوه یې ۴ اعشاریه ۱ او بله ۲ اعشاریه ۸ متره وه، دوشنبه د هغه د ورکېدو له ځایه یو نیم کیلومتر هاخوا په ډزو ووژل شوې.

که څه هم د انساني وجود غړي یوازې د یوې تمساح خېټه کې موندل شوي، خو د ځنګلي ژوند اړوند افسرانو وايي دوی باوري دي چې پېښه کې دواړه ښکېلې وې.

دوی دا پېښه خورا بوږنوونکې بللې.

د ښاغلي دارمودي په اړه ویل کېږي چې یو 'باتجربه' کب نیوونکی او د کېپ یارک ټولنې پېژندل شوی غړی و.

له ښاغلي دارمودي سره ملو کب نیوونکو ویلي چې د برید صحنه یې نه ده کتلې، خو یوه چیغه او د اوبو شړپا یې واورېده.

د هغه ملګري 'جان پیټي' کېپ یارک اوونیزې ته ویلي "ما لاندې ورمنډه کړه... خو د هغه څرک نه لګېده. یوازې د کب نیونې چنګک یې د اوبو پر غاړه ایښی و."

د استرالیا د شمال توده هوا کې تمساحګانې ډېرې وي، خو پر انسانانو یې بریدونه نادره دي.

تمساح

دا له ۱۹۸۵ کال راهیسې نږدې څلور لسیزې کوینزلنډ کې د تمساحګانو د مرګونو بریدونو یوازې ۱۳مه پېښه ده.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۱ کال د دغه ایالت هینچینبروک ټاپو کې یو کب نیوونکی د تمساح له خوا په ورته ډول وژل شوی و.

په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې هم د کوینزلنډ د شمال لېرې پرتو سیمو کې د تمساحګانو ورته مرګوني بریدونه ثبت شوي وو.

د استرالیا دغه ایالت کې په ۱۹۷۴ کال د تمساحګانو پر ښکار بندیز ولګېد.

هغه وخت دغلته یوازې ۵ زره تمساحګانې پاتې وې خو اوس یې شمېر ۳۰ زرو ته رسېږي.

په ۲۰۱۹ کال یوه رپوټ کې ویل شوي وو چې دغلته د سیند د اوبو هر یوه کیلومتر کې نږدې دوه بالغې تمساحګانې ژوند کوي.

کوینزلنډ کې د تمساحګانو د مدیریت پروګرام وايي، ستونزې جوړونکې تمساحګانې، چې عامه خوندیتوب ته خطر ترې پېښېدای شي، له دغو سیمو لېرې او په ډېرو نادره مواردو کې وژل کېږي.