ایران: 'د فارس خلیج تمساح' اعدام شو

ایران

د عکس سرچینه، TASNIM

د ایراني دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي په دغه هېواد کې د مخدره موادو یو لوی قاچاقبر چې د 'فارس خلیج تمساح ' په نامه هم مشهور و، اعدام کړی او د هغه اړوند شبکه یې ویجاړه کړې ده.

چارواکي وايي، 'تمساح ' په سمندر کې له نړیوالو اوبو داسې حال کې نیول شوی و، چې له ۱۰۰ ټنه ډېر مخدره مواد یې په قاچاقي توګه لېږدول.

دغه ۳۶ کلن سړی له خپل ملګري سره د نژدې یوه کال له څارګرو عملیاتو وروسته په دار شوی دی. ایران کې هر کال سلګونه زندانیان په دار ځړول کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل وايي، په دغه هېواد کې د ۲۰۱۸ کال اوږدو کې ۲۵۳ کسان اعدام شوي دي.

دغه شمېره د وړم کال پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي چې لامل یې د مخدره موادو مخنیوي په سخت قانون کې بدلون بلل کېږي.

خو په نړیواله کچه د مخدره موادو لېږد اوس هم په دغه هېواد کې د اعدام سزا لامل کېدای شي. د هرمزګان ولایت لوی څارنوال علي صالحي اسنا خبري اژانس ته ویلي:

''تمساح له بېلا بېلو نومونو او شکلونو سره فعالیت کاوه او په ایران او سیمه کې یې له ډېرو لویو او شریرو قاچاقي شبکو نه د یوې مشرې کوله. ''

ایران کې هر کال سلګونه زندانیان په دار ځړول کېږي.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ایران کې هر کال سلګونه زندانیان په دار ځړول کېږي.

څارنوال صالحي زیاتوي، د هغه د شبکې ځینې نورو غړو ته تر پنځو کلونو پورې د زندان سزا ورکړل شوې او یا پرې درنې جریمې لګول شوې دي.

ویل کېږي د دغې شبکې غړو به د مخدره موادو له لېږده تر لاسه شوې پېسې د جایدادونو په رانیولو سره سپینولې، چې اوس دغه ډول ځینې جایدادونه د حکومت له لوري ضبط شوي دي.

چارواکو د 'تمساح ' کره پېژندګلوي په تړاو له څه ویلو ډډه کړې او د شبکې مشر یې یوازې د ا - ز او د هغه اعدام شوی ملګری یې د م - ح په مخفف نومونو یاد کړي دي.