تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ازبکستان د افغانستان برېښنا او ټیکنالوجۍ کې لېوالتیا ښودلې
د ازبکستان د سوداګرۍ یو پلاوی له طالبانو او خصوصي سکتور سره د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره کابل ته تللی دی.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د ازبکستان دغه جګپوړي سوداګریز پلاوي کې ۳۰ کسان دي چې مشري یې د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت لومړی مرستیال ناظم جان خالمرادوف کوي.
یاد پلاوی د شنبې په ورځ د افغانستان پر وخت ماسپښین کابل ته رسېدلی او دوه ورځې به افغانستان کې پاتې کېږي.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ مرستیال وزیر قدرت الله جمال د ازبکستاني پلاوي د هرکلي لپاره د کابل هوايي ډګر ته ورغلی و.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر اېکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي، چې ازبکستان د برېښنا، ټیکنالوجۍ او خوراکي توکو په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې چې په دې دوه ورځني سفر کې به پرې هر اړخیزه خبرې وشي.
په وروستیو کې د طالبانو حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزې پراختیا په تړاو اړیکي او خبرې ډېرې کړې دي.
د روانې اګسټ میاشتې پر ۱۲مه هم کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار شادمانوف د طالبانو د سوداګرۍ له مرستیال وزیر قدت الله جمال سره لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو پر غوړېدو خبرې وکړې.
او د اګسټ لومړیو کې کابل ته له روسیې تللي سوداګریز پلاوي د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له چارواکو سره د برېښنا، کرنې او ټولګټو برخو کې پانګونې ته چمتووالی وښود.
د الګ کاندي یوویچ په مشرۍ روسي پلاوي ویلي وو چې روسان د افغانستان مېوو او تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي او د سووداګریزو اسانتیاوو رامنځ ته کېدو لپاره یې د یوې ګډې سوداګریزې استازولۍ د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د ځینو ګاونډیو هېوادونو سربېره، ځینو عربي هېوادونو هم له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره. لېوالتیا ښودلې ده.
څه موده وړاندې د اردن یو سوداګر افغانستان ته د سفر پرمهال په دې هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه او غوښتل یې چې د افغانستان وچې مېوې او معدني توکي اردن ته صادر کړي.