سپین بولدک - چمن تاوتریخوالی؛ طالبان وايي، له چمنه راغلي پلاوي سره یې خبرې کړې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، کندهار کې د دوی یوه پلاوي له ډېورنډ کرښې هاخوا چمن ښاره راغلي پلاوي سره لیدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی پلاوي له چمنه راغلي پلاوي سره چې د ده په خبره دیني علما، قومي مخور او ځايي سوداګر په کې شامل وو، لیدلي دي او د سپین بولدک او چمن تر منځ د وروستیو پېښو تکرار مخنیوي په هکله خبرې شوې دي.

د یادونې ده، چې تېره اونۍ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د سپین بولدک او چمن تر منځ د تاوتریخوالي او ډزو پېښې رامنځته شوې، چې وروسته یې پاکستاني چارواکو او طالبانو پړه پر یوه بل واچوله. د طالبانو په اعلامیه کې اوس ویل شوي، چې د دوی پلاوي له چمنه راغلي پلاوي سره خبرو کې ویلي: "موږ همېشه د خبرو د لاري د مشکل د حل غوښتونکي یو او افغان ځواکونو د خاوري څخه ددفاع په خاطر اقدامات ترسره کړي دي. "

له دې مخکې د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې وه، چې پاکستاني لوري ډزې پيل شوې او له هغه وروسته نښته شوې، خو پاکستاني لوري بیا ادعا وکړه، چې لومړی د افغانستان له لوري په چمن کې پر ولسي خلکو ډزې شوې چې مرګژوبله یې هم اړولې ده.

په چمن کې روغتیایي چارواکو بي بي سي ته د دسمبر پر ۱۵ مه ویلي و چې د چمن روغتون ته له دغې نښتې ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي. بل لور په کندهار کې هم ځايي خبریالانو ویلي و چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته کسان ټپیان شوي دي. څو ورځو وړاندې هم د دواړو غاړو تر منځ جګړه شوې چې مرګژوبله یې هم لرله.

په هغه نښته کې د دواړو غاړو لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي وو او ګڼ نور ټپیان وو. د هغې پېښې په غبرګون کې د پاکستان لومړي‌ وزیر شهباز شریف د طالبانو له حکومته غوښتي‌ و چې د سپین بولدک-چمن پر کرښه 'د بریدونو د تکرار مخنیوی دې وکړي.'

وړاندې هم څو ځله پر ډيورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې شوې چې د مالي زيان تر څنګ يې مرګژوبله هم اړولې.