تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان لومړی وزیر؛ طالبان دې د سپین بولدک- چمن پر کرښه 'د بریدونو تکرار مخه ونیسي'
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالبانو له حکومته غوښتي چې د سپین بولدک- چمن پر کرښه 'د بریدونو د تکرار مخنیوی دې وکړي.'
ښاغلي شریف د ټوېټ په یوه پېغام کې دغه څرګندونې د سپین بولدک او چمن ترمنځ پر کرښه له پرونۍ "یکشنبې" نښتې وروسته کړي دي. ځینو عیني شاهدانو بي بي سي پښتو ته ویلي چې نن "دوشنبه" پر دغه کرښه د تګ راتګ لاره د تېر په څېر پرانیستې او حالت اوس عادي ښکاري.
د پاکستان لومړي وزیر لیکلي "په چمن کې د افغان سرحدي ځواکونو له خوا بې دلیله ډزو څو پاکستانیان شهیدان کړي او له لسو ډېر زخمیان دي، موږ یې په کلکو ټکو غندو. افغان چارسمبالی حکومت باید د دغه ډول پېښو د تکرار مخنیوی وکړي."
د کرښې هغې غاړې ته د چمن يوه روغتون ډاکټران وايي، دوی ته شپږ مړي وروړل شوي دي.
د پاکستان پوځ هم په یوه خپاره شوي بيان کې ویلي چې د طالبانو د "بې هدفه بریدونو" په پایله کې لږ تر لږه ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي.
د پاکستان پوځ عامه اړیکو په بیان کې ويلي، د طالبانو ځواکونو په چمن سیمه کې "د توپونو او هاوانونو په ګډون درنې وسلې" کارولې دي.
یوه طالب چارواکي بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي و چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو د سپین بولدک خوا ته د دوی یو امنیتي کس وژل شوی او د دریو ولسي وګړو په ګډون نهه تنه نور ژوبلېدلي دي.
پر ټولنيزو رسنيو خپرو شوو ويډيو ګانو کې يو شمېر ټپيان هم ليدل کېږي چې یوه روغتون ته رسول کېږي.
کندهار کې ځایي طالبانو بي بي سي ته ویلي، سرتېرو یې په سیمه کې امنیتي پوستې جوړولې چې پاکستاني سرتېرو يې مخالفت کړی دی او "ډزې پیل شوې"
وړاندې هم څو ځله پر ډيورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې چې د مالي زيان تر څنګ يې مرګژوبله هم اړولې وه.
تېره میاشت په سپین بولدک کې د یوه وسله وال کس له خوا پر پاکستاني ساتونکو د ډزو له امله د چمن دروازه د خلکو تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه چې د دواړو خواوو تر خبرو وروسته څه باندې یوه اوونۍ وروسته بېرته پرانیستل شوه.