د سپین بولدک چمن لاره د پنځمې ورځې لپاره هم تړلې وه

د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ بوخته دروازه په داسې حال کې د پنځمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده چې د پرانیستل کېدو په تړاو يې د افغان طالبانو او پاکستاني حکومت د چارواکو لومړنیو خبرو پرمختګ نه دی کړی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغان طالبانو استازي چارشنبې دغې تړلې دروازې ته د پاکستان د حکومت له لوري له ور استول شوي پلاوي سره غږېدلي خو خبرې یې بې پايلې پاتې شوې.

پاکستانۍ انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې ليکلي طالب استازو پاکستاني لوري ته د یکشنبې ورځې پېښه کې د پاکستاني عسکر په وژل کېدو خواشيني ښودلې او هغه يې د خپګان وړ پېښه بللې.

که څه هم طالب ویاندویان د خبرو او د دغې موضوع په تړاو له څه ویلو ډډه کوي. خو ډان ورځپاڼې ليکلي، چې ظاهرا پاکستاني لوری د یکشنبې د ورځې پېښه کې ښکېل کسان ورسپارل غواړي.

پر ډيورنډ کرښه د تګ راتګ دغه بیروبار دروازه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې وتړل شوه چې په یوه نښته کې یو پاکستانی عسکر ووژل شو.

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد دا نښته د یوه د نامعلوم کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو ډزې بللې وې او ویلي يې وو چې د پېښې د څېړلو او عاملینو پیدا کولو لپاره یوه لوړپوړي پلاوي پلټنې پیل کړې دي.

له دې پېښې راهیسې پاکستاني چارواکو د تګ راتګ دغه دروازه تړلې او وايي تر هغه به پر ډېورنډ کرښه د سپین بولدک لار تړلې وساتي چې د شوي برید خبره روښانه شوې نه وي.

د دروازې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته د ایسارو وګړو او سوداګرو له شکایتونو را وروسته په بلوچستان ایالت کې د پښتون ملتپال عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر او ایالتي وزیر اصغر خان اڅکزي هم د تګ راتګ د دغې دروازې پر تړلي پاتې کېدو تونده نیوکه کړې.

نوموړي ويلي، د پاکستان حکومت او طالبان ښې اړیکې سره لري او کولی شي د دې ستونزې د لا سترېدو مخه ونیسي او دروازه زر پرانیزي.

پاکستاني چارواکو ویلي ټول هغه پاکستاني وګړي چې د سپین بولدک خوا ته بند وو او قانوني اسناد یې لرل د چمن خوا ته یې ورپرې ايښي او پاتې دروازه نور د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.