سپین بولدک - چمن تاوتریخوالی؛ طالبان وايي، له چمنه راغلي پلاوي سره یې خبرې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، کندهار کې د دوی یوه پلاوي له ډېورنډ کرښې هاخوا چمن ښاره راغلي پلاوي سره لیدلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی پلاوي له چمنه راغلي پلاوي سره چې د ده په خبره دیني علما، قومي مخور او ځايي سوداګر په کې شامل وو، لیدلي دي او د سپین بولدک او چمن تر منځ د وروستیو پېښو تکرار مخنیوي په هکله خبرې شوې دي.
د یادونې ده، چې تېره اونۍ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د سپین بولدک او چمن تر منځ د تاوتریخوالي او ډزو پېښې رامنځته شوې، چې وروسته یې پاکستاني چارواکو او طالبانو پړه پر یوه بل واچوله. د طالبانو په اعلامیه کې اوس ویل شوي، چې د دوی پلاوي له چمنه راغلي پلاوي سره خبرو کې ویلي: "موږ همېشه د خبرو د لاري د مشکل د حل غوښتونکي یو او افغان ځواکونو د خاوري څخه ددفاع په خاطر اقدامات ترسره کړي دي. "
له دې مخکې د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې وه، چې پاکستاني لوري ډزې پيل شوې او له هغه وروسته نښته شوې، خو پاکستاني لوري بیا ادعا وکړه، چې لومړی د افغانستان له لوري په چمن کې پر ولسي خلکو ډزې شوې چې مرګژوبله یې هم اړولې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په چمن کې روغتیایي چارواکو بي بي سي ته د دسمبر پر ۱۵ مه ویلي و چې د چمن روغتون ته له دغې نښتې ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي. بل لور په کندهار کې هم ځايي خبریالانو ویلي و چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته کسان ټپیان شوي دي. څو ورځو وړاندې هم د دواړو غاړو تر منځ جګړه شوې چې مرګژوبله یې هم لرله.
په هغه نښته کې د دواړو غاړو لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي وو او ګڼ نور ټپیان وو. د هغې پېښې په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالبانو له حکومته غوښتي و چې د سپین بولدک-چمن پر کرښه 'د بریدونو د تکرار مخنیوی دې وکړي.'
وړاندې هم څو ځله پر ډيورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې شوې چې د مالي زيان تر څنګ يې مرګژوبله هم اړولې.


















