تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان وچې مېوې؛ صادرات يې لوړ شوي
طالبان وایي تېر کال د وړم کال پرتله د افغانستان صادرات ۶۳ سلنه ډېر شوي و. افغانستان په تېر کال کې د چارواکو په وینا د څه کم دوو میلیاردو ډالرو صادرات لرل.
د پاکستان اقتصادي ستونزو ته په پام اوس پاکستاني سوداګر وايي چې د افغانستان د وچو مېوو سوداګري کمه شوې ده.
د یوه سوداګر له خولې یې اورو.