له افغانستانه په بهرنیو بورسونو تلونکې نجونې: "طالبانو له هوايي ډګره راوګرځولو چې محرم نه لرئ"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
"موږ سهار له خپلو کورنیو سره خدای پاماني وکړه او هوايي ډګر ته لاړو. ډېرې خوشاله وو. ټرمېنل کې مو چې د سفر بیګونه وسپارل نو طالب چارواکي مو مخې ته ودرېدل، ویل یې چې تاسې ته له هېواده بهر د تګ اجازه نه شته"
دا له افغانستانه بهر د زدکړو لپاره د یوې تلونکې افغانې نجلۍ خبرې دي چې بي بي سي ته یې کړې دي او موږ یې د خوندیتوب لپاره د نتکۍ په مستعار نوم یادوو.
نتکۍ له دوولسم ټولګي فارغه او پوهنتون ته د رسېدو لپاره یې کانکور ازموینې ته چمتوالی نیوه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول.
هغه هله ناهیلې شوه چې د طالبانو حکومت زرګونه نجونې له ثانوي او لوړو زدکړو منع کړې. د همدې له کبله یې هڅه کوله چې له هېواده بهر په زدکړو پسې لاړه شي. د لسو میاشتو له زحمت وروسته یې یو بهرنی بورس پیدا کړی او وربریالۍ شوې وه.
دا د متحده عربي اماراتو د دوبۍ پوهنتون و چې سلو افغان نجونو ته یې په بېلابېلو برخو کې سکالرشېپونه اعلان کړي وو. نتکۍ له شاوخوا شپېتو نورو نجونو سره پرون چهارشنبې له کابل هوايي ډګر ور روانه وه چې الوت ته نه ده پرېښودل شوې.
یوازېنۍ هیله

د عکس سرچینه، Natkai
نتکۍ وايي، "کله چې طالبانو پوهنتونونه وتړل نو زما یوازېنۍ هیله همدا سکالرشېپ و. همدا بورسیه وه چې ما خپل د لوړو زدکړو ارمان پرې پوره کولای شو. زه او کورنۍ مې ټول خوشاله وو."
خو د نتکۍ او د کورنۍ دا خوشالي یې تر کابل هوايي ډګره وه. نتکۍ وايي، هلته طالب چارواکو ورته وویل چې "له محرم پرته" له افغانستانه بهر سفر نه شي کولای.
خو دا زیاتوي، چې دا هسې پلمه وه، "دوی[طالبانو] چې زموږ ټکټونه او تحصیلي ویزې ولیدې نو ویل یې چې نجونو ته په تحصیلي ویزو له افغانستانه د بهر تلو هېڅ اجازه نه شته. درې نجونې چې محرم یې هم درلود او الوتکې ته هم ختلې وې، د امر بالمعروف کسانو بېرته راکوزې کړې."
که څه هم دا محدودیت د طالبانو حکومت تېر کال اعلان کړی و چې ښځې پرته له "شرعي عزر" له محرم پرته سفر نه شي کولای خو نتکۍ فکر کاوه چې په تحصیلي ویزه به د داسې څه اړتیا نه وي.
د یوه ورور بې وسي
دغو بورسونو ته ټولټال سل افغان نجونې بریالۍ شوې دي چې ځينې له افغانستانه بهر په درېیمو هېوادونو کې وې او هغوی متحده عربي اماراتو ته رسېدلې دي.
خو له کابله د الوت کوونکو ټولټال شپېتو نجونو مخه نیول شوې ده.
له ډلې یې د یوې ورور بي بي سي ته خپله بې وسي بیان کړه، "خور مې په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو تر تړل کېدو وروسته همدغو سکالرشېپونو پورې خپل ارمانونه تړلي وو. خو نن یې په ژړا بېرته کور ته لېږلې دي. نور حقونه خو یې هسې هم پایمال دي، دا یې هم ترې واخیست"
دی وايي، د دغو نجونو له ډلې ځينو له ځانه سره د محرم بیولو لپاره په ډېره سختۍ پیسې پیدا او هغوی ته ویزې اخیستې وې خو ورته ویل شوي چې د تحصیل لپاره ښځو ته د بهر تګ مطلق اجازه نه شته.
دغه ورور زیاتوي، "په دغو نجونې کې ځینې دومره بې وسه دي چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د اسنادو تاییدۍ څلور سوه افغانۍ فیس یې هم نه درلود خو نن یې ټېکټ هم وسوځېد او بد بخته یې کړې. سبا که د تګ اجازه هم ورکړي، دوی نورې پیسې نه لري."
د طالبانو حکومت ناخبري او د عرب شېخ نیوکه

د عکس سرچینه، Khalaf Ahmad Al Habtoor
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې پېښې په اړه بشپړ ناخبري ښيي.
بي بي سي د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت وپوښت خو ویاند یې محمد صادق عاکف مهاجر وویل چې له داسې څه نه دی خبر.
وروسته مو د طالبانو حکومت مشر ویاند ذبیح الله مجاهد نه په همدې اړه پوښتنه وکړه، خو هغه هم وویل چې "زه پر یوه سفر یم او مالومات نه لرم"
خو یوازې افغان نجونې نه دي چې وايي، له دې سفره د طالبانو حکومت منع کړې دي، بلکې د دوبۍ پوهنتون او د دغو بورسونو مالي ملاتړی عرب شېخ خلف بن احمد الحبتور هم د دې خبرې خبرې پخلی کوي.
دغه پوهنتون پر ټوېټر یا اېکس د ښاغلي الحبتور هغه ويدیويي پیغام خپور کړی چې پر طالب چارواکو نیوکه کوي چې ګواکې نجونې یې له زدکړو منع کړې او له دوی یې "اسلامي حق" تروړلی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په دغه ویډيويي پیغام کې له کابله د یوې افغانې نجلۍ خبرې هم شته چې وايي، "موږ همدا شېبه په هوايي دګر کې یو خو له بده مرغه حکومت موږ نه پرېږدي چې دوبۍ ته لاړې شو. دوی حتی ځینې هغه نجونې هم پرې نه ښودلې چې محرم ورسره وو. زه نه پوهېږم خو موږ سره مرسته وکړئ. موږ دې پېښې ډېرې اندېښمنې کړې یو"
پر خواله رسنیو غبرګونونه
دا پېښه د افغانانو په ګډون د بشري او د ښځو حقونو فعالانو او بېلابېلو بنسټونو غندلې ده او د ښاغلي الحبتور پیغام په بدرګه یې مختلفې څرګندونې کړې دي چې تر ډېره پر طالبانو حکومت نیوکو باندې راڅرخي.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشرې هیدربار دا د "اندېښنې" وړ ګام او "ظلم" بللی او لیکلي یې دي، "طالبانو لا دمخه نجونې او ښځې له زدکړو منع کړې دي. دا د هغوی د داسې بندیانولو په مانا ده چې نور هم هغوی سره د زدکړې په برخه کې مرستې ته نه پرېږدي"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو پخوانۍ استازې ښکلا ځدراڼ لیکلي، "ستاسې هڅو او پانګونې نه مننه. هیله ده د دغو نجونو په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموئ او دوبۍ ته د هغوی تګ حتمي کړئ"
د ښځو حقونو فعالې نیلفور ایوبي لیکلي، "مننه چې د تاریخ د سم/ریښتیني اړخ ننګه کوئ"
ځينو بیا ترې غوښتي چې پر اسلامي نړۍ فشار راوړي چې طالبان د نجونو د زدکړو په برخه کې له خپلو پرېکړو په شا شي او د ملي حکومتولۍ کارپوه اورځلا نعمت بیا د هغه د "مهربانۍ او سخاوت" د مننې تر څنګ ترې غوښتي چې د طالبانو حکومت سفیر دې له اماراتو وباسي چې ښايي د اسلامي نړۍ غږ یو څه اغېز پرې باسلی شي"
د مالوماتو له مخې، افغان نجونو ته دغه بورسونه د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې له هغه وروسته اعلان شول چې په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د طالبانو حکومت پوهنتونونه وتړل. دې پروسې له افغان نجونو شاوخوا لس میاشتې وخت ونیو او تازه د تلو امکانات ورته برابر شوي وو. له نجونو غوښتل شوي وو چې د دسمبر تر ۲۸مې نېټې ځانونه پوهنتون ته حاضر کړي خو مالومه نه ده چې په دې پاتې څلورو ورځو کې به داسې کومه معجزه وشي چې دوی پوهنتون ته ورسېږي او که نه.
نتکۍ له نړیوالو غوښتنه کوي چې په دې "سختو حالاتو" کې افغان نجونې او ښځې هېرې نه کړي او وايي، "ما په داسې حال کې په داسې وطن کې دا فرصت له لاسه ورکړ چې د نجلۍ په نوم اوسېدل پکې جرم دی. زه ډېره خپه یم او هېڅ نه پوهېږم چې له دې وړاندې به څه کېږي او یا به څه کوم؟"











