د چین په پولي واحد له روسیې د تېلو پېرل پاکستان سره څه مرسته کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د پېټرولیم وزیر مصدق ملک تېره اوونۍ رویټریز خبري اژانس ته وویل چې حکومت یې له روسیې اومه تېل د چین په کرنسۍ (پولي واحد) 'یوان' پېرلي دي.
دا ګام د پاکستان حکومت یوه مهمه پرېکړې بلل شوې.
له روسیې په ټیټه بیه د اومه تېلو پېرل د پاکستان بحران ځپلي اقتصاد او انفلاسیون ځپلو خلکو ته یوه اسانتیا ګڼل کېږي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره اوونۍ ادعا وکړه چې په دې ډول ورته د روسیې تېل د نړیوال بازار د بیو پرتله هر بېرل ۱۵ ډالر ارزانه پریوځي.
پاکستان دمګړۍ د تادیاتو د توازن له ستونزې او د بهرنیو پورونو له امله د دیوالي کېدو له خطر سره مخامخ دی.
د دغه هېواد له مرکزي بانک سره اوس دومره بهرني اسعار هم نه دي پاتې چې د یوې میاشتې لپاره د اړتیا وړ واردات پرې وکړي.
د پاکستان او روسیې ترمنځ په ټيټه بیه د اومه تېلو هوکړه د روان کال پیل کې شوې وه او لومړۍ جوپه یې تېره اوونۍ کراچۍ بندر ته ورسېده.
تړون کې څه راغلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د پېترولیم وزیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له روسیې سره په ټیټه بیه د ۱۰۰ زره ټنه اومه تېلو د پېرلو تړون شوی.
هغه ویلي و چې له دې ۴۵ زره ټنه تېل کراچۍ بندر ته ور رسېدلي او نور پر لاره دي.
مصدق ملک زیاته کړې وه چې دغه تېل به پاکستان کې چاڼ او پروسس شي او په دې توګه به یې ځايي مارکېټ ته نوره ګټه هم ورسېږي.
رسمي شمېرې ښيي چې پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې هر ورځ په منځنۍ کچه ۱۵۴ زره بېرله تېل وارد کړي دي.
دغه هېواد اومه تېل تر ډېره له سعودي عرب او متحدو عرب اماراتو اخلي.
د پېترولیم وزیر یې اوس وايي هدف دا دی چې د "خپلې اړتیا وړ یو دریمه برخه تېل له روسیې وارد کړو."
د چین کرنسي ولې کارول کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پېترولیم وزیر ویلي 'د پاکستان له نظره، موږ ته هېڅ پروا نه کوي چې د چا په پیسو تړون شوی دی."
هغه زیاته کړې، دوی چې د کوم بانک له لارې پېسې استولې، هغه بانک یوان ته ترجیح ورکوله - او دا چې که تادیات په ډالرو هم وای، دوی ورسره څه ستونزه نه درلوده.
پاکستان د سیمې یوازنی هېواد نه دی چې راکړې ورکړې لپاره یې د چین یوان کارولي.
تازه بنګله دېش هم یوې پروژې لپاره د ډالرو پر ځای د چین پر پولي واحد د تادیاتو پرېکړه کړې ده.
دغه هېواد به یوه برېښنا کوټ لپاره روسیې ته د ۱۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت یوان ورکړي.
د یادنې ده چې د برېکس سازمان غړو هېوادونو د دې تکل کړی چې کاروبار او سواګرۍ لپاره د ډالرو پر ځای خپل اسعار وکاروي.
هند هم غواړي چې له روسیې اومه تېل پر خپلو روپیو وپېري. نوي ډيلي تر دې مخکې هم مسکو سره پر خپل پولي واحد د معاملو هڅه کړې، خو دا هڅه نه ده بریالۍ شوې.
نوی ډیلی خپله تر ټولو ډېره اړتیا وړ وسله او پوځي تجهیزات له روسیې پېري. خو دغه کار اوس درېدلی ځکه د امریکا بندیزونه د دې مخه نیسي چې هند دې روسیې ته په ډالرو تادیات وکړي.
هند له روسیې د وسلو او پوځي تجهیزاتو له درکه دوه میلیارد ډالر پوروړی دی، او د دغو پیسو ورکړه له څه باندې یو کال راهیسې د بندیزونو له کبله ځنډېدلې ده.
نوی ډیلی له دې هم وېرېږي چې امریکا پرې له بندیزونو د سرغړونې له کبله بندیز ونه لګوي.
روسیه بیا پر هندي روپیو د تادیاتو منلو ته چمتو نه ده او د چین له یوان سره ځکه ستونزه نه لري چې چین سره یې سوداګري او کاروبار ډېر پراخ دی او یوان نه پرې پاتې کېږي.
د پاکستان، چین او روسیې درېواړو ګټه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
شنونکی او ژورنالیست خرم حسین بي بي سي ته ویلي، پاکستان ته د چین پر یوان د کاروبار لویه او سملاسي ګټه دا ده چې ډالر یې نه لګېږي او د بهرنیو اسعارو ذخیره کې یې کمی نه راځي.
پاکستان دې ته اړتیا لري چې ډالر ډېر ذخیره کړي.
دغه هېواد په ۲۰۱۱ کال چین سره د پیسو د بدلون هوکړه هم کړې.
روسیې ته ګټه دا ده چې د صادراتو پیسې په وخت په لاس ورځي او د امریکا بندیزونه پرې اغېز نشي کولی.
او چین نه یوازې دا چې پر پولي واحد یې له کارو باره ګټه ترلاسه کوي، په دې توګه نورو هېوادونو کې د ډالرو ذخایر هم ورسره راکمېږي.











