ایران وایي سږ کال له هلمند سينده نژدې نیمايي حقابه ورکړل شوې

هلمند کې اوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي پرون تهران کې یوه خبري غونډه کې وویل تېر کال د ایران د دیپلوماتیکو هڅو او یو لړ اقداماتو پایله کې طالبانو ومنله چې د "ګود زرې" لور ته دېوال یوه ستونزه ده.

ځکه د ده په وینا دا دیوال د بند پر تله ټیټ دی او کله چې اوبه زیاتې شي د ګود زرې لورته اوبه اوړي.

د بند د دروازې په مخ کې د ځمکې لوړ والی او د بند د دروازو نه خلاصېدل نورې ستونزې وې چې د قمي په وینا اوس حل شوې دي.

د ایران سفیر او ځانګړي استازي دغه راز وویل ایران سږ کال تر اوسه چې د بارانونو او اوبو له پلوه عادي کال و، د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې د خپل حق نژدې نیمې اوبه تر لاسه کړې دي، خو هغه یې کره اندازه ونه ښوده.

د دغه تړون له مخې، په عادي کال کې ایران حق لري چې د هلمند له سېنده ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه تر لاسه کړي.

حسن کاظمي قمي دغه راز ادعا وکړه چې د کمال خان بند د اوبو د زېرمه کولو لپاره نه بلکې د اوبو د مسیر بدلولو لپاره جوړ شوی.

"د قمي ادعا سمه نه ده"

هلمند کې اوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د اوبو د چاپېریال جرمن مېشت متخصص ډاکټر عاصم مایار وايي د سټلایټ انځورونو پر مټ ارزونې ښيي چې سږ کال ایران ته له ټاکلې اندازې زیاتې اوبه ورغلې دي:

"د ایران د حقابه پر بنسټ اوبیز کال په اکتوبر میاشت کې پیلېږي، د اوبو د لږوالي له کبله له اکتوبر تر فبرورۍ میاشتې پورې پنځه میاشتې ایران ته د اوبو د لږوالي له کبله اوبه ورنغلې، خو کله چې ورښتونه وشول، ایران ته د حقابې له اندازې ډېرې اوبه ورغلې وې. موږ چې څه وایو هغه د سټلایټ انځورونو پر اساس وایو."

ښاغلی مایار وايي ګود زرې جهیل ته د اوبو رسېدل دا ښيي چې د ښاغلي قمي ادعا سمه نه ده او د بند شاوخوا کوم بدلون نه دی راغلی.

د ایران سفیر وویل ټاکل شوې نژدې راتلونکې کې د دواړو لوریو د اوبو د کمیسارانو غونډه جوړه شي.

ده وویل دې غونډه کې به د افغانستان ته د تخنیکي ډلې پر استولو خبرې وشي.

د هلمند د اوبو پر سر د ایران او افغانستان ترمنځ د شخړې په پیل کې د تخنیکي ډلې له استولو سره مخالف وو، خو وروسته د ایران تخنیکي ډلې ته اجازه ورکړه چې د هلمند سېند اوبه له نژدې وګوري.

له کله چې طالبان نژدې درې کاله وړاندې واک ته رسېدلې د اوبو مسله د دواړو لوریو ترمنځ یوه جنجالي مسله وه آن تر دې چې د ایران مخکني ولسمشر ابراهیم رئیسي د طالبانو چارسمبالې ادارې ته ګواښ وکړ.

له دې وړاندې طالبانو ویلي د وچکالۍ له امله په تېرو کلونو کې ایران ته کافي اوبو نه دي رسېدلي.