د افغانستان لپاره د ایران استازی: روان کال له افغانستانه ۳۰۰ میلیون متر مکعبه اوبه ایران ته رسېدلې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، روان کال یې هېواد ته له افغانستانه ۳۰۰ میلیون متر مکعبه اوبه رسېدلي دي.
هغه له ایراني رسنیو سره مرکه کې ویلي، د متقابل چلن او د افغان لوري د ژمنو له مخې تمه لري چې د روان کال تر پایه د هلمند له سیند څخه د ایران حقابه چې ۸۲۰ ملیون متر مکعب اوبه دي، په بشپړ ډول ورکړل شي.
ایراني چارواکي په دوامداره ډول وايي چې د هلمند سیند اوبو کې د ایران ونډه معلومه ده او د ۱۳۵۱ کال یوه قرارداد له مخې ایران په یوه ثانیه کې د ۲۲ مکعب مترو اوبو حق لري.
افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره د هلمند له سېنده د ایران د اوبو د ونډې مسئله د کابل او تهران ترمنځ یوځل بیا د بحث تر ټولو مهم موضوع په توګه راپورته شوه او په دوامداره ډول ایراني چارواکي ګیلې کولې چې د هلمند له سینده د اوبو خپله حقابه یا ونډ په بشپړ ډول نه ترلاسه کوي.
خو تازه په افغانستان کې د ایران استازي حسن کاظمي قمي ویلي، روان کال کې دوی ته درې سوه میلیونه متر مکعبه اوبه بهېدلي.
هغه ویلي، تېر کال د طالبانو د حکومت له خوا "ځینې اصلاحي اقدامات" ترسره شول چې دده په وینا دوه یې ایران ته د دغه اندازه اوبه تویدلو لامل شوي.
نوموړي زیاته کړې چې د کمال خان بند د دروازو ترمیم او سیستان ته د د اوبو د مسیر خړوبولو په پایله کې ایران ته روان کال دغه اندازه اوبه رسېدلي دي.
خو ورته مهال هغه وايي، د طالبانو یو بل ګام بې پایلې و چې له کبله یې د "ګوډزیر" مالګې مارش ته واستولې او د ایران د حقابې د یوې برخې د اکمالاتو مخه یې ونیوله.
هغه له ایراني ایراف خبري شبکې سره مرکه کې ویلي، د متقابل چلند او د افغان لوري د ژمنو له مخې تمه لري چې د روان کال تر پایه د هلمند له سیند څخه د ایران حقابه چې ۸۲۰ ملیون متر مکعب اوبه دي، په بشپړ ډول ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه، @IRANINKABUL
تېره میاشت هم د ایران رسنیو د ددغه هېواد له جریکه بند څخه ویډیو خپره کړې وه او خبر یې ورکړی و چې د سیستان او بلوچستان ولایت زهک ولسوالۍ کې د هلمند سیند اوبه ایران ته پریښودل شوي دي.
د ایران د اوبو اړوند چارواکو ویلي و چې هغه مهال څلویښت میلیون متر مکعبه اوبه خوشې کړای شوې وې چې د هلته د اوبو د طبیعي سرچینو د وضعیت څه نا څه ښه کېدو لامل شوې وې.
د طالبانو د بهرنیو چارو سپرست وزیر امیر خان متقي هم تېره میاشت ویلي و چې له څو کلنو وچکالیو وروسته د وروستیو اورښتونو په پایله کې د هلمند سیند اوبه زیاتې او ګاونډي هېواد ته جاري شوي دي.
د طالبانو رئیس الوزار د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر هم له کجکي بند څخه د لیدنې پر مهال ویلي و، چې سږ کال د زیاتو اورښتونو له امله د دغه بند د اوبو کچه لوړه شوې او د هېواد نور بندونه هم له اوبو ډک شوي دي.
د کجکي بند د افغانستان په سوېلي هلمند ولايت کې موقعيت لري، چې ددغه ولایت د سيند په يوه اصلي څانگه کې جوړ شوى، هغه سيند دى چې اوبه يې د هېواد په لوېديځ کې له څو ولايتونو تېرېدو وروسته ايران ته رسېږي.











