هېټي کې یوه امریکایۍ نرسه او د هغې ماشوم تښتول شوي

هېټي کې یوه امریکایۍ نرسه له خپل ماشوم سره تښتول شوې ده.

دا خبر د 'اېل‌روی هېټي' په نوم مرستندویه سازمان تایید کړی چې د 'الېکس دورساینویل' په نوم دې ښځې ورسره کار کاوه.

د اغلې دورساینویل په اړه ویل شوي چې د دغه سازمان د مدیر او بنسټګر 'ساندرو دورساینویل' ښځه ده او دا چې پلازمېنې پورتو پرېنس ته نږدې یې په یوه وزارت کې دنده درلوده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي په دې تړاو خپاره شوي رپوټونه یې کتلي او د هېټي چارواکو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دي.

د هېټي حکومت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هغو وسله والو بانډونو ماتولو کې ورسره مرسته وکړي چې دغه ټاپو یې ناکراره کړی دی.‌

تر اوسه له اغلې دورساینویل سره د هغې د تښتول شوي ماشوم په اړه ډېر جزییات نه دي شریک شوي.

اېل‌روی هېټي په یوه اعلامیه کې ویلي "الېکس یوه خورا زړه سوانده او مینه‌ناکه ښځه ده چې هېټي ته د خپل کور او د هېټي خلکو ته د خپلې کورنۍ او ملګرو په سترګه ګوري."

دې مرستندویه ادارې زیاته کړې چې د اغلې الېکس او د نوموړې د ماشوم د خوندي راستنولو هڅې کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو همدا تېره اوونۍ خپل اتباعو ته نسبتآ کلکه سپارښتنه خپره کړې وې، د تښتونو، جرمونو، مدني ناکراریو او د روغتیايي پاملرنې د کمزورو تاسیساتو له کبله دې هېټي ته نه ځي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو ټولو دولتي کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته امر هم کړی و که اړین او بېړنۍ کار نه لري، له دغه ټاپو دې ووځي.

هېټي چې د امریکا لویې وچه کې تر ټولو بې‌وزله هېواد دی، په ۲۰۲۱ کال د ولسمشر ژونل موییس له وژل کېدو راهیسې له سیاسي کړکېچ سره لاس ګریوان دی.

د دغه هېواد د پلازمېنې پورتو پرېنس پر ۸۰ سلنه برخه وسله وال بانډونه واکمن دي او له همدې کبله پکې د وسله والو غلاوو او سړي تښتونو په څېر خونړي جرمونه هم عام دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش روانه میاشت غوښتنه وکړه چې هېټي لپاره دې یوه ګډ څو ملیتي ځواک جوړ شي.

کینیا د دغه ماموریت مشرۍ ته غاړه ایښې او ویلي یې دي‌، چمتو ده چې د ځايي قانون نافدوونکو روزنې ته ۱۰۰۰ تنه پولیس افسران ولېږي.‌

خو دغه ماموریت باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا تایید او د کینیايي چارواکو لخوا رسمآ‌ منظور شي.