تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هېټي پولیس: د ولسمشر موییس د وژلو د پلان اصلي مشکوک مو ونیو
هېټي کې پولیس وايي تېره اوونۍ پر ولسمشر ژونل موییس د مرګوني برید اصلي مشکوک یې نیولی دی.
نیول شوی کس کرسټیان اېمانویل سانون نومېږي - ۶۳ کلن او ډاکتر دی.
پولیسو ویلي ښاغلی سانون تېره جون میاشت په یوه خصوصي جټ الوتکه کې د "سیاسي انګیزو" له مخې دغه هېواد ته ورغلی.
د هېټي ولسمشر د جولای په اوومه د نوموړي پر استوګنځي د ۲۸ بهرنیو وسله والو برید کې ووژل شو.
دغه برید کې د هغه مېرمن مارتین موییس هم سخته ټپي شوه او د درملنې لپاره امریکا ته لېږدول شوې.
هغې وروسته وویل، وسله والو په نیمه شپه پر کور تر ورختلو سملاسي وروسته پر ولسمشر موییس ډزې وکړې او ان یوې خبرې ته یې هم پرې نښود.
د ماموریت بدلېدل
پولیسو د ښاغلي سانون د نیول کېدو خبر د یکشنبې ناوخته پلازمېنه پورتو پرېنس کې اعلان کړ.
د هېټي د پولیسو مشر لیون چارلس وايي: "دا هغه سړی دی چې د سیاسي اهدافو لپاره یوه خصوصي الوتکه کې هېټي ته راغلی دی."
هغه د ټولو جزیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه، لومړنی پلان د ولسمشر موییس د نیولو و خو وروسته "دا ماموریت بدل شو".
ښاغلي چارلس وویل: " کله چې موږ، پولیسو د جرم له ترسره کولو وروسته د دغو شوکمارو د پرمختګ مخه ونیوه، نو یوه بریدګر تر ټولو لومړی کرسټیان اېمانویل سانون ته زنګ وواهه. هغه له دوو نورو کسانو سره چې موږ ګومان کاوه د ولسمشر ژونل موییس د وژلو اصلي طراحان به وي، اړیکه کې شو".
د هېټي د پولیسو مشر دا نه دي ویلي چې نور دوه کسان څوک دي.
د امریکا ملاتړ
د یکشنبې پر ورځ د امریکا د امنیتي او قضايي چارواکو یو پلاوی د هېټي د ولسمشر د وژنې څېړلو لپاره دغه هېواد ته ورسېد.
امریکايي پلاوی د ښاغلي موییس د وژنې پر څېړلو سربېره د هېټي له هغو دریو سیاستوالو سره هم ګوري چې د دغه هېواد د مشرۍ ادعا کوي.
د هېټي چارواکو د ولسمشر موییس تر وژل کېدو وروسته له امریکا او ملګرو ملتونو وغوښتل چې دغه هېواد ته سترو بېخ بنسټونو د ساتلو لپاره سرتېري ور ولېږي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن لومړی دا غوښتنه رد کړه، خو وروسته یې وویل، وضعیت له نږدې څاري.
هیټې د امریکا لویې وچې کارائیب ټاپوګانو کې تر ټولو بې وزله هېواد دی.
ښاغلی موییس پر ۲۰۱۷ کال د هېټي ولسمشر شو.
هغه د اساسي قانون په بدلون سره پر ۲۰۱۹ کال پارلماني ټاکنې ونه کړې او له هغه راهیسې هېټي بې پارلمانه ده.
ښاغلی موییس په فساد تورن دی او د ۲۰۲۱ کاله لومړیو کې د نوموړي پرضد مظاهرې وشوې.
هغه تېره فرورۍ کې وویل، د ګوښه کولو او وژلو دسیسه یې بربنډه شوه.
د هېټينوي مشران څوک دي؟
د هېټي د اساسي قانون له مخې د ولسمشر مرګ پسې د دغه هېواد ولسي جرګه د نوموړي ځایناستی ټاکي، خو هایټي دا مهال پارلمان نه لري.
د هېټي د پخواني ولسمشر وړاندیزي اساسي قانون- چې لا هم ټولپوښتنې ته وړاندې شوی نه دی- لومړی وزیر د ولسمشر ځایناستی بللی دی.
د ښاغلي موییس تر وژل کېدو مخکې کلاود ژوزف د لومړي وزارت سرپرست و او اریل هانري هم نوماند وزیر ټاکل شوی دی، خو لا یې هم لوړه نه ده کړې.
له بلې خوا ځینې سیاسي ګوندونو د بیانیې خپرولو سره د مشرانو جرګې مشر ژوزف لامبر نوی ولسمشر بللی او ښاغلی هانري یې د لومړي وزیر په توګه په رسمیت پېژندلی دی.