تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هېټي کې تاوتریخوالی؛ امنیت شورا پرې د سپکو وسلو پر پلور بندیز اعلان کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو په یوه خوله پر هېټي کې د ځینو سلو پر پلور بندیز اعلان کړ.
د امنیت شورا پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له ټولو غړو غوښتل شوي چې هېټي کې پر غېردولتي اړخونو د سپکو وسلو او تجهیزاتو له پلوره ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هېټي کې لسګونه کسان د ډلو ټپلو یا بانډونو ترمنځ په وسله وال تاوتریخوالي کې وژل شوي.
رپوټونو کې راغلي چې په دې لړ کې له تېرې اوونۍ یوازې پلازمېنه پورتو پرېنس ۸۹ کسان وژل شوي.
مرستندویه ادارو دغه هېواد کې اوس ګڼو سیمو ته لاسرسی خطرناک بللی.
ملګرو ملتونو د شنبې پر ورځ وویل چې د جولای له ۸مې تر ۱۲مې هېټي کې د وسله والو ډلو ترمنځ تاوتریخوالي کې ۲۳۴ کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو ویاند جېرمي لاورېنس ویلي "ډېری قربانیان نېغ په نېغه ډلو ټپلو کې ښکېل نه وو، خو مخامخ د بانډونو د عناصرو لخوا هدف ګرځېدلي."
هغه زیاته کړې چې دفتر یې هېټي کې د جنسي زور زیاتيو رپوټونه هم ترلاسه کړي.
دغه هېواد کې پر وسله والو بانډونو د وسلو د پلور د مخنیوي د پرېکړه لیک مسوده مکسیکو او امریکا وړاندې کړې وه.
تر دوی وړاندې چین وړاندیز کړی و چې پر هېټي دې د وسلو پر پلور بشپړ بندیز اعلان شي، خو هغه وړاندیز ونه منل شو .
د امنیت شورا د دغه نوي پرېکړه لیک له مخې به هېټي کې د ډلو ټپلو د مشرانو او د بشري حقونو د نورو ناقضانو سفرونه هم محدود او شتمنۍ کنګل شي.
د امنیت شورا غړو دا پرېکړه هم کړې چې دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یو بل کال وغځوي.
د کاربین ټاپوګانو دغه هېواد کې د تاوتریخوالي څپه تر هغې وروسته راپورته شوې چې ولسمشر یې جونېول موئیس یو کال وړاندې د وسله والو لخوا ترور شو.
د هېټي ولسمشر د تېر کال د جولای پر اوومه د نوموړي پر استوګنځي د ۲۸ بهرنیو وسله والو برید کې ووژل شو.
له دې سره سلګونو کسانو هیټې کې د دې لپاره پر لاریونونو هم لاس پورې کړی چې دغه هېواد ته دې د تېلو د تامین لپاره بېړني ګامونه واخیستل شي.
هېټي ته د تېلو د وارداتو اصلي ترمینل تېره اوونۍ د بانډونو ترمنځ د تاوتریخوالي د خونړۍ څپې له کبله خپلې چارې ودرولې.
د فقر او بې وزلۍ ترڅنګ دغه تازه تاوتریخوالي د هېټي ګڼ وګړي اړ کړي چې ډومینیکان جمهوریت او متحدو ایالتونو ته وتښتي.