تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هېټي کې بشري کړکېچ: ملګرو ملتونو د سختې لوږې خبرداری ورکړی
ملګري ملتونه په هېټي کې د یوه بشري ناورین خبرداری ورکوي په لوېدیځه نیمه کره کې ترټولو بېوزله هېواد چې نژدې نیمایي نفوس یې چې ۴.۷ میلیون کسان دي له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.
ملګري ملتونه وايي پلازمینه پورټ او پرنس کې ۱۹ زره خلک د "قحطۍ په څېر شرایطو" کې ژوند کوي.
دا د امریکا په لویه وچه کې لومړنۍ دغه ډول هېښونکې شمېرې دي. د کولرا وژونکې ناروغي هم پکې شته.
ورانکارې وسله والې ډلې د دغه ښار او شاوخوا سیمو پر ۶۰ سلنه برخه کنټرول لري، همدا بیا اړمنو خلکو ته د مرستې رسولو هڅې لا پېچلې کوي.