د افغانستان د تعلیمي کال پای: سږ کال هم کومه نجلۍ له ښوونځي فارغه نه شوه

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې څلورم ښوونیز کال هم له دولسم ټولګي د نجونو له فراغت پرته پای ته ورسېد.

سږ کال هم د هېواد په سړو ولایتونو کې زرګونو هلکانو دوولسم ټولګی ختم کړ او د کانکور ازموینې ته چمتووالی نیسي.

خو په دې موده کې نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي د زدکړو اجازه ورکول کېږي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د تعلیمي کال د پای ته رسېدو په مناسبت پر اېکس یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي، دی هیله‌من دی چې "افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو مکتبونه او پوهنتونونه پرانیستل شي څو زموږ لوڼې پر خپلو پښو ودریږي او هېواد ته د خدمت جوګه شي."

هغه په دغه پیغام کې علم او پوهه د هرې ټولنې د ترقۍ او عزت اصلي وسیله بللې ده.

ښاغلي کرزي ویلي، د افغانستان "ځان بسیاینې لپاره په سلګونو زره نارینه او ښځینه ډاکټرانو، انجنیرانو، اقتصاد پوهانو، د تکنالوژۍ او نورو برخو متخصصینو ته اړتیا شته."

د ښځو د حقونو او نجونو د زدکړو ځینو فعالانو او نورو پېژندل شویو څېرو هم په دې تړاو تبصرې کړې دي.

شاعرې، لیکوالې او ژورنالیستې شفیقې خپلواک پر خپله اېکس خوله رسنۍ لیکلي: "یو بل تعلیمي کال هم پای ته ورسېده. لکونه نورې نجونې له شپږم ټولګي «فارغې» شوې. نسلونه، نسلونه مو تیارو ته ټیل وهل."

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم نجونو او هلکانو د زدکړو د "عادلانه فرصتونو" پر برابرېدو ټینګار کړی دی.

هغې لیکلي "نړۍ نن ورځ له عملي زېرمو او د پوهې له پرمختګه په استفادې سره خورا ستونزمنې لارې هوارې کړې دي. زموږ هېواد هم د ټولو اتباعو لپاره عادلانه او برابرو تعلیمي فرصتونو ته اړتیا لري."

هغه زیاته کړ "خو له بده مرغه، زموږ له نجونو څخه دا حق د طالبانو لخوا اخیستل شوی دی."

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته له راستنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګې پورته ښوونځيو ته له تګ منع کړې دي.

دوی د ۲۰۲۲ کال ډسمبر کې د پوهنتونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له ثانوي او لوړو زده‌کړو محرومې دي.

دا بندیز د طالبانو پر حکومت په کور دننه او بهر د پراخو نیوکو لامل شوی دی.

طالبان وايي د "شریعت او افغاني‌ دود" په چوکاټ کې د ښځو له کار او د نجونو له زدکړو سره ستونزه نه لري.

دوی زیاتوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو پرېکړه دایمي نه ده‌ او ګواکې د یوه "مناسب چاپېریال" جوړېدو لپاره یې کار کوي.‌

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو خواو په وار وار د طالبانو له حکومت غوښتي چې نجونو ته د ثانوي او لوړو زدکړو اجازه ورکړي، خو په دې برخه کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی راغلی.