د ۱۲ هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه اعلامیه؛ د طالبانو پرېکړې د میلیونونو افغانانو ژوند خطر سره مخ کړی

د اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویتزلنډ، نیدرلنډز، بریتانیا او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو او همدا راز د اروپايي ټولنې جګپوړي استازي افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا په کورنیو او نړیوالو نادولتي ادارو کې د ښځو د کار پر بندېدو 'ژوره اندېښنه' ښودلې ده.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي‌ چې د طالبانو دا "بې پروا او خطرناک" امر هغه میلیونونه افغانان له ګواښ سره مخامخوي چې د ژوند د دوام لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه دي. 

د دوی په خبرپاڼه کې راغلي‌ چې "ښځې د بشردوستانه مرستو رسولو او بنسټیزو عملیاتو کې د پام وړ او مهم رول لري، نو که دوی په افغانستان کې د مرستو په رسولو کې برخه وا نه خلي، نادولتي موسسې به ونه شي کړای چې د هېواد تر ټولو زیان منونکو خلکو ته خوراکي توکي، درمل، ژمني او هغه نور وسایل ورسوي او خدمات وړاندې کړي چې د ژوند د دوام لپاره اړتیا ورته لري." 

له افغانستان سره بشردوستانه مرستو کې د دغو ۱۲ ښکېلو هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو له لوري پر ښځينه کارکوونکو د بندیز دغه اقدام به "د نړیوالو سازمانونو لخوا چمتو شوې بشردوستانه مرستې هم اغېزمنې کړي، ځکه چې نړیوال سازمانونه د دغو توکو او خدماتو وړاندې کولو لپاره غیر دولتي موسسې کاروي." 

"د ښځو حقونو ته درناوی وکړئ"

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې طالبانو همدا راز "د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د خیر ښېګڼې، حقونو او ازادیو ته سپکاوي، او نړیوالې ټولنې سره عادي‌ اړیکو ته د لیوالتیا نه ښودلو ته دوام ورکړی دی." 

دوی ویلي "موږ کار،‌ ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د ورګرځېدو او د بشردوستانه مرستو او بنسټیزو اړتیاو تامین کې د ښځو د نقش دوام لپاره د افغانستان د خلکو د غوښتنې ملاتړ کوو او له طالبانو غواړو چې د افغانستان د ښځو او نجونو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی ولري." 

د طالبانو حکومت د روانې میاشتې پر ۲۳مه افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې د دوی تر "امر ثاني" دې د خپلو ټولو ښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي. 

د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې افغانستان کې د نجونو لوړې زدکړې هم تر خپل بل امره وځنډولې. واک د رسېدو له پیل راهیسې یې په زیاتره دولتي ادارو کې هم کارکوونکې مېرمنې په کور کېنولې دي او د کار اجازه نه ورکوي. 

همدا راز، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا د روان ښوونیز کال له پیله تړلي دي.

دا پرېکړې د دې لامل شوې چې د طالبانو پر حکومت په کور دننه او له بهره نیوکې ډېرې شي.

خو طالبان وايي د "شریعت او افغاني‌ دود" په چوکاټ کې د ښځو له کار او د نجونو له زدکړو سره ستونزه نه لري‌ او ګواکې د یوه "مناسب چاپېریال" جوړېدو لپاره یې کار کوي.‌ 

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو،‌ د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نورو ادارو او هېوادونو هم د ښځو په تړاو د طالبانو پر وروستیو اقداماتو نیوکه کړې او له هغوی یې غوښتي چې په دې اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي.‌ 

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې د طالبانو له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه به بشردوستانه فعالیتونه اغېزمن کړي.‌