۲۰۲۲ کال کې د افغان ښځو تعليم او حقونو ته کتنه

۲۰۲۲ کال څو ورځو کې پای ته رسېدونکی دی، که څه هم نړۍ لپاره تر ډېره له کورونا وبا د وتو کال و، خو له بشري حقونو سره په تړاو، د افغانستان لپاره له ځپونکو کړووړو ډک او په شاتګ کال و.

طالب واکمنو په کې زدکړو، کار او نورو بنسټیزو حقونو ته د ښځو پر لاسرسي پرله پسې بنديزونه زيات کړل.

نجما ځلا، ۲۰۲۲ کال افغانستان کې د ښځو حقونو ته کتنه کړې ده.