د زدکړو نړیواله ورځ: د نجونو پر زدکړو د طالبانو بندیز، د ولسي افغانانو او نړیوالو ټینګار

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

نن د زدکړو نړیواله ورځ ده، د ملګرو ملتونو کولتوري سازمان دا ورځ هغو افغانو نجونو ته ځانګړې کړې چې دا مهال افغانستان کې له زدکړو راګرځول شوي.

یونېسکو د دې ورځې په مناسبت افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي، نجونو ته دې ژر له شپږم پورته د ښوونځیو او پوهنتوني زدکړو اجازه ورکړي.

د طالبانو حکومتي اډانه کې لاخو پر نجونو د زدکړو لګول شویو محدودیتونو لېرې کولو ته کوم زرغون څراغ نه دی لېدل شوی.

افغانستان کې لکه هر بل بنسټ جګړو، بشري ناورین او د نظامونو بې ثباتیو د زدکړو بهیر هم سخت ځپلی.

که د افغانستان لیرې پرتو سیمو کې ډېرو ښوونځیو ته ورشئ، وبه وګورئ چې د زده کونکو د راټولولو او رخصتۍ زنګ د توپ له ګولۍ یا له جګړو پاتې بلې نښې جوړه ده.

د کابل شمال که د ګلدرې یوه ښوونځي کې همداسې د یوې وار شوې توپ ګولۍ له پاتې شوني د زنګ وهلو لپاره کار اخستل کېږي.

په رواني ډول ښايي ډېرو ماشومانو ته د هغوی د مشرانو له خولې اورول شوي د جګړو نکلونه وریاد کړي.

د افغانستان لېرې پرتې سیمې بیا مخامخ د تاوتریخوالي قرباني وې، ان داسې سیمې هم شته چې تېرو څو کلونو کې یې د ښوونځي ودانۍ د نښتو پر مهال د ښکېلو غاړو مورچې وې.

د هلمند د سنګین په څېر سیمو کې د ښوونځيو ودانۍ دغلته د شویو جګړو د ویجاړیو روښانه انځور درکوي.

د تعلیم او زدکړو د چارو یوه افغانه فعاله نګینه پیوستون وايي، بدمرغي هله درک کولی شئ چې د افغانستان کلیو بانډو ته لاړ شئ، او د ژوند د لومړنیو اړتیاو نشتوالی ووینئ.

پيوستون زیاتوي "داسې ولایتونه شته ،که وګرځئ په ټوله ولسوالۍ کې یوه ډاکټره نه پیدا کېږي، په ټول کلي کې یوه ښونکې نه شئ موندلی، نو څومره اړتیا چې افغانستان کې زدکړو ته ده، زه فکر کوم د نړۍ هېڅ هیواد کې به دومره اړتیا نه وي"

اوس مهال پر بې وزلۍ او لوږه د ورګډو افغانانو، د زدکړو بهیر چې د پوهنې وزارت د درې کاله وړاندې معلوماتو پر بنسټ درې میلیونه ماشومان یې ښوونځي ته له تګه پاتې وو، د طالبانو له لوري پر نجونو د زدکړو بندیز دغه ډګر نور هم خوار کړ.

دغه حالت ته په کتو د ملګرو ملتونو کولتوري سازمان د زدکړو نړیوال ورځ سږ کال هغو افغانو نجونو ته ځانګړې کړې چې دا مهال افغانستان کې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.

یونېسکو وايي"له هغه راهیسې چې د نجونو د منځنۍ دورې پر زده کړو بندیز لګول شوی، یو اعشاریه یو میلیون نجونې له زده کړو بې برخې شوي، اتیا سلنه نجونې چې د ښوونځي پیلولو عمر ته رسېدلي او شمېر یې دوه اعشاریه پنځه میلیونو ته رسېږي زده کړو ته لاسرسی نه لري او نژدي ۳۰ سلنه نجونې هېڅکله لومړنیو ښوونځیو ته نه دي تللي."

افغانستان کې د نجونو پر زدکړو د ملګرو ملتونو او په ټوله کې د نړیوالې ټولنې پرلپسې ټینګار نړۍ ته د افغانو نجونو د زده کړو ارزښت هم جوتوي.

د پوهنې وزارت پخوانی چارسمبالی وزیر ابراهیم شینواری بي بي سي ته د نړیوالو د ټینګار په اړه وايي "داسې وخت کې یو چې بشري ټولنه سره وصل ده، تعلیم حیاتي موضوع ده. د یوې ټولنې بې سوادي شاته پاتې والی راولي او دا پر بله ټولنه مخامخ اغېز لري."

هغه وویل په تېرو شلو کلونو کې چې نړیوال افغانستان کې ښکېل وو او خورا لوړ لګښتونه یې وکړل یو دلیل یې همدا و چې دوی افغانستان کې بنسټونه رغوي چې یو مهم هغه یې د پوهنې او زدکړو ډګر و، هماغه څه ته پر پام اوس افغانستان کې د زده کړو پر ټېنګار خپلو خلکو ته ښيي چې د دوی حضور افغانستان کې د همدغسې مهمو ارزښتونو لپاره و.

ښاغلي شینواري وویل نه یوازې نړیوالو ته بلکه د افغانستان هر وګړي ته باید زدکړې ارزښت ولري.

د زدکړو په تړاو د عامو افغانانو لید کې هم پراخ بدلون لیدلی شي. د نجونو د زدکړو په تړاو د طالبانو حکومت د پرېکړو خلاف په کور دننه غبرګون هم د پام وړ و.

پر خواله رسنیو په یوه خوله خلکو د نجونو د زد کړو ملاتړ وکړ، په ځېنو سیمو کې قومي مشران او مخور چې په دودیز ډول ډېر د نجونو پر زدکړو ټینګار نه کوي، دا وار په ټینګه ودرېدل.

د طالبانو لیکو کې دننه هم په کمسارې ډول د دوی د مشرتابه له لوري شوې پرېکړې ناخوښۍ وپارولې، ان د لوړې کچې مشرانو پر دریځونو ویناوو کې د نجونو لپاره د زده کړو غږ پورته کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او له امریکا سره د سولې خبرو کې د طالبانو مهم مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزي وویل "زدکړې پر نر او ښځه فرض دي، او ژر تر ژره باید ټولو ته زمینه برابره شي"

د افغانو نجونو د زده کړو بهیر که په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې تېرو شل کلنو جګړو ټکنی کړی و، خو په ټوله کې پرمختګونه هم وو، لکه چې یونېسکو وايي، له ۲۰۰۱ کال تر ۲۰۲۱ پورې پوهنتونونو کې د نجونو شمیر له پنځوو زرو سلو زرو ته لوړ شو، هغه کچه چې دا ورځې د طالبانو د بندیزونو له مخې تر بله امره په هېڅ شمېر ده.