تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې وتلی دیني عالم د طالبانو پوهنې وزیر ته: 'آن لور مې رانه پوښتي افغان نجونې ولې زدکړو ته نه پرېښودل کېږي'
د ترکیې یو وتلی دیني عالم چې د مسلمانو هېوادونو د عالمانو د مشرتابه کمېټې غړی هم دی، په یوه کتنه کې د طالبانو پوهنې وزیر ته وايي چې له ښوونځیو د نجونو را ګرځول د "منلو نه دي."
د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته نژدې کس بلل کېږي، څو ورځې وړاندې ترکیې ته په سفر تللی و.
د مسلمانو عالمانو د ټولنې ترکي غړي ډاکتر محمد غورماز له نوموړي سره کتنه کې ټينګار کړی چې د یوه دیني عالم په توګه د طالبانو د حکومت له خوا ښوونځي او پوهنتونونو کې له زدکړو د نجونو منع کول نه شي منلی.
ډاکټر غورماز د طالبانو د پوهنې وزیر ته چې د یوه میز شاوخوا ناست دي، وايي:
"ښاغلی وزیر ښايي تاسې ووایئ چې دا زموږ کورنۍ مسله ده او هېڅوک حق نه لري په اړه یې خبرې وکړي. خو دا د ټولو مسلمانانو مسله ده او په دې اړه پوښتنه کوي، آن زما لور له ما پوښتنه کوي چې افغان نجونې ولې له زدکړې منع کړل شوې دي. زه باید هغې ته ځواب ووایم. امنیت او د بنسټونو نشتوالی عذر نه دی. فکر کېده چې یو دوه میاشتې به نجونې له زدکړې بندې وي، خو دا دی یو کال وشو."
دغه ترکی عالم د افغانستان پلاوي ته خبرو کې د امام غزالي هغه وینا وړاندې کوي چې وايي "عقلي علوم لکه خواړه داسې دي او نقلي علوم او زدکړې لکه درمل داسې دي".
اوس نژدې ۴۸۰ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولې دي.
د مسلمانانو عالمانو دې غړي چې په نبوي احادیثو یې تر دوکتورا زدکړې کړي، د اسلام په لومړیو کې د زدکړو او تعلیم په اړه د طالبانو وزیر ته د ځینو تاریخي پېښو یادونه کړې.
ښاغلی غورماز وايي، "د اسلام پیغمبر چې مدینې منورې ته ولاړ هلته مدینه منوره یې پر یوه پرانیستي پوهنتون واړوله، چې سړو او ښځو دواړو پکې تعلیم کاوه".
لکه دا چې د اسلام پيغمبر د بدر له لوستو اسیرانو – چې مسلمانان هم نه وو - مرسته وغوښته چې د مسلمانانو اولادونو ته زدکړې ورکړي.
دغه وېډیويي کلیپ د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې پر ټوېټر پاڼه وروسته له هغه خپور شوی چې د طالبانو مشر د دوی له پلاوی سره له کتنې د اوس لپاره "بښنه" غوښتې.
د ترکیې دغه عالم پر یوټیوب هم پر دیني مسایلو بحثونه کوي او پخوا د ترکیې په دیني چارو کې مهم چاروکی هم تېر شوی دی.
طالبانو دې وروستیو کې نجونې له لوړو زدکړو هم منع کړي او وايي د حجاب نه مراعات کېدل، د نجونو او هلکانو ګډ تعلیم او له محرم پرته سفر دوی اړ کړل دا ګام واخلي.
خو په کور دننه او بهر ګڼو اسلامي هېوادونو او اسلامي عالمانو په یوه خوله د طالبانو دغه ډول پرېکړې د توجیې وړ نه دي بللي او غوښتنه یې کړې چې طالبان دې نجونو ته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زدکړو اجازه بېرته ورکړي.
په ورته وخت کې، پرون شنبه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال مشر مارکس پوتزل د طالبانو د لوړو زدکړو له وزیر ندا محمد ندیم سره په کتنه کې له هغه غوښتنه کړې چې سملاسي دې پر ښځو لګول شوي ټول بندیزونه لېرې کړي.
د طالبانو له خوا د دې ليدنې په اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دوی په زدکړيز چاپېريال کې د افغانانو حقونو ته ژمن دي... او "د ښځو د زدکړو د مطلق بندېدو پرېکړه نه ده شوې بلکې د خارجي عواملو په وجه ځنډول" شوې.
خو په اعلاميه کې د ندا محمد نديم له خولې ويل شوي، چې د هېچا غوښتنې به د فشار په ډول ونه مني."له تېرو درېیو اوونیو راهسې د طالبانو حکومت ټولې پوهنتونې نجونې له زدکړو راګرځولې دي او نژدې دوه اوونۍ کېږي چې په این جیوګانو کې ښځې کارونو ته نه پرېږدي.
د دغه بندیزونو له امله اوس ګڼو نړیوالو موسسو خپلې چارې ځڼډولې دي، داسې حال چې میلیونونه افغانان په اوسني اقتصادي کړکېچ کې پر خیریه مرستو پايي.