تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: 'افغانستان د کړکېچ نوي پړاو ته ننوځي'؛ طالبان وايي "د هېچا غوښتنې د فشار په ډول نه مني"
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وايي، دغه هېواد "د کړکېچ نوي پړوا ته ننوځي."
د ملګرو ملتونو دغه دفتر یوه ټويټ کې ویلي "د طالبانو له خوا د ښځو پر زدکړو او خیریه ټولنو کې یې پر کار بندیز به ټولو افغانانو ته زیان ورسوي."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال مشر مارکس پوتزل د طالبانو د لوړو زدکړو له وزیر ندا محمد ندیم سره په کتنه کې له هغه غوښتنه کړې چې سملاسي دې پر ښځو لګول شوي ټول بندیزونه لېرې کړي.
د طالبانو له خوا د دې ليدنې په اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دوی په زدکړيز چاپېريال کې د افغانانو حقونو ته ژمن دي... او "د ښځو د زدکړو د مطلق بندېدو پرېکړه نه ده شوې بلکې د خارجي عواملو په وجه ځنډول" شوې.
خو په اعلاميه کې د ندا محمد نديم له خولې ويل شوي، چې د هېچا غوښتنې به د فشار په ډول ونه مني."
له تېرو درېیو اوونیو راهسې د طالبانو حکومت ټولې پوهنتونې نجونې له زدکړو راګرځولې دي او نژدې دوه اوونۍ کېږي چې په این جیوګانو کې ښځې کارونو ته نه پرېږدي.
د دغه بندیزونو له امله اوس ګڼو نړیوالو موسسو خپلې چارې ځڼډولې دي، داسې حال چې میلیونونه افغانان په اوسني اقتصادي کړکېچ کې پر خیریه مرستو پايي.
ندا محمد ندیم وايي موسسو کې د ښځو کار 'د بي عزتۍ سلسله ده'
که څه هم د ملګرو ملتونو له دغه چارواکي سره د کتنې په اړه د طالبانو لوړو زدکړو وزارت تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم په یوه تازه وینا کې وايي، په موسسو کې د ښځو کار او ورزش "د ښځو د بې عزتۍ سلسله ده."
دغه وینا چې پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس کېږي، ښاغلی ندیم پکې پر ښځو د زدکړو او کاربندیز د پرېکړو دفاع کوي.
نوموړی وايي، "که زه همداسې پاتې شم چې ښځه دې موسسو کې هم کار کوي، بې حجابي دې هم کوي، او پارک ته دې هم روانه وي او سپورت لپاره دې هم وځي او کلپ کې دې ناسته وي، نو الله ته به څه ځواب وایم."
ښاغلی ندیم وايي، په موسسو کې د ښځو کار "د پخواني نظام د بې عزتۍ جوړه کړې سلسله ده" چې په باور یې د طالبانو حکومت یې نه شي زغملی.
د ښاغلي پوتزل په ګډون د ملګرو ملتونو او خیریه ټولنو ګڼو مهمو مشران تېرو دوو اونیو کې له طالب چارواکو بیا بیا غوښتنه کړې چې پر ښځو ځپونکي بندیزونه "له ځنډ پرته" لېرې کړي، خو تر اوسه هېڅ داسې نښې نشته چې وښيي طالبان دې خپلو تګلارو کې بدلون راولي.