ټاکنو کې د تکایچي له تاریخي‌ بریا وروسته جاپان کې د ونډو بیې لوړې شوې دي

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

جاپان کې د دوشنبې پر ورځ د ونډو بیې تر هغې وروسته د ریکارډ لوړې کچې ته ورسېدې، چې د لومړۍ وزیرې سانای تکایچي لیبرال دیموکراتیک ګوند (LDP) په ټاکنو تاریخي بریا ترلاسه کړه.

دغه ګوند د یکشنبې په ټولټاکنو کې د پارلمان له ۴۶۵ څخه ۳۱۶ څوکۍ وګټلې.

دا له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې د جاپان پارلمان په اوسنۍ بڼه تاسیس شو، لومړی ځل دی چې یو ګوند د ولسي جرګې دوه پر دریمه برخه اکثریت ترلاسه کوي.

د جاپان نوښت ګوند هم، چې د لېبرال دیموکراتانو د ټلوالې ملګری دی، په ۳۶ حوزو کې ټاکنې ګټلې او له دې سره پارلمان کې د دوی د ټولو څوکیو شمېر ۳۵۲ ته ورسېد.

دغې پرېکنده بریا که څه هم د تکایچي واکمني تایید کړه، خو نوموړې ته اوس دا ننګونې ورترغاړې دي چې د جاپان مړاوی اقتصاد بېرته پر پښو ودروي او د ولس پر اوږدو د لګښتونو بار پیټي کمېدو ته لارې چارې ومومي.‌

د دوشنبې پر ورځ د سوداګرۍ لومړیو کې د 'نیکي۲۲۵' د ونډو بیه له ۵ سلنې ډېره وختله او په لومړي ځل لنډ وخت لپاره له ۵۷ زرو واوښته.

وروسته یې که څه هم بیه بېرته یو څه راپرېوته خو لا هم له ۳ اعشاریه ۹ سلنې لوړوالي سره پاتې ده.

د لېبرال دیموکراتانو دا پرېکنده بریا به له تکایچي سره مرسته وکړي، چې خپلې د سوداګرۍ ملاتړې پالیسۍ د اپوزیسیون له ګوندونو سره له پراخ تعامل او خبرو اترو پرته پر مخ یوسي.

هغې د یکشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې "مسؤلانه خو بریدګر" مالي سیاست به تعقیب کړي او دا چې نږدې څلورو میاشتې مخکې جوړه کړې کابینه کې بدلون نه راولي.‌

د جاپان دې لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزېرې تېره میاشت تر وخت مخکې ټاکنې اعلان کړې.

هغه همدا څو میاشتې مخکې (د ۲۰۲۵ کال اکتوبر کې) واک ته رسېدلې ده.

د نوموړې دا پرېکنده بریا د لېبرال دیموکراتیک ګوند د دوو مخکینیو مشرانو پر مهال له ترسره شویو ټاکنو سره څرګند توپیر لري.

دغه ګوند چې د مالي فساد له رسوایۍ او د لوړېدونکو لګښتونو له کبله نیوکو سره مخامخ دی، په تېرو دوه دورو ټاکنو کې خپل پارلماني اکثریت له لاسه ورکړی و.‌

اوس د سوداګرۍ او کاروبار څارونکي وايي، د تکایچي پالیسۍ کولی شي د جاپان اقتصاد ته وده ورکړي.

د پانګونې شنونکي یوکا ماروسېک په دې اړه بي‌بي‌سي ته وویل چې د ټاکنو پایلې او د "محرکونو، مالیاتي سمونونو او بې نظمیو لمنځه وړلو" په څېر راتلونکي اقدامات به، د اقتصادي رغونې "اوسنی مخ پر لوړه ګراف لا پسې چټک کړي."

اروپا کې د دایوا کپیټل د بازار د څیړنې مسوول کریس سایکلونا هم وايي، چې د جاپان د ونډو پانګوال "له اوږدې مودې راهیسې پر تکایچي باورمن دي".

خو په جاپان کې رای ورکوونکو بي‌بي‌سي ته ویلي، چې دوی د خوراکتوکو او کرایې لوړو بیو ته اندیښمن دي.

د دغه هېواد اقتصاد د ګڼ شمېر زاړه منګ وګړو، د کاري ځواک د کمېدو او همدا راز د ټولنیزې پاملرنې لګښتونو د لوړېدو تر فشار لاندې دی.

تکایچي ژمنه کړې چې مالیات به ټیټ او د حکومتي لګښتونو په زیاتولو سره به اقتصاد ته وده ورکړي.

خو دا چې حکومت لا له وړاندې ډېر پوروړی دی، نو دغو اقداماتو لپاره بودیجې ته د سرچینې موندل یوه بله لویه اندېښنه ده.

نیوکګر خبرداری ورکوي چې دا اقدام ښايي د جاپان کمزوری اقتصاد لا پسې بې ثباته کړي.