سانايي تکایچي د جاپان په تاریخ کې لومړنۍ ښځينه لومړۍ وزیره وټاکل شوه

    • Author, شیما خلیل
    • دنده, د جاپان چارو خبریاله
    • Author, ایوتان
    • دنده, سینګاپور

د جاپان پارلمان سانايي تکایچي ته د باور رایه ورکړې او هغه یې د لومړۍ وزیرې په توګه ټاکلې ده. دا د دغه هېواد په تاریخ کې لومړی ځل شو چې یوه ښځه یې د صدراعظمۍ څوکۍ ته رسېږي.

دې ۶۴ کلنې مېرمنې نن سې شنبه (اکتوبر ۲۱) د واکمن لېبرال ډېموکراتیک ګوند (اېل‌ډي‌پي) د مشرې په توګه د پارلمان له دواړو جرګو په غوڅ اکثریت رایې خپلې کړې. له ولسي جرګې یې ۲۳۷ او له مشرانو جرګې یې ۱۲۵ مثبتې رایې ترلاسه کړې او د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.

اغلې تکایچي‌ د سختې محافظه کارې او د بریتانیا د پخوانۍ لومړۍ وزیرې مارګریت ټاچر مینه‌ والې په توګه پېژندل کېږي. هغې ته په داسې حال کې دا مسؤلیت ورسپارل کېږي چې جاپان له اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی، د خلکو د ژوند د ګوزارې کولو لګښتونه پکې لوړ شوي او وګړي یې له حکومته ناراضه او ناهیلي دي.

د نړۍ دغه څلورم لوی اقتصاد لرونکی هېواد لا هم له یوه نامعلوم حالت سره مخامخ دی. په تېرو پنځو کلونو کې یې دا څلورم ځل دی چې لومړی وزیر یې بدلېږي. تر اغلې تکایچي د مخه د هغې د ګوند لومړیو وزیرانو د واک دورې د "درجه بندیو او رسوایيو" په ترڅ کې تر خپل ټاکلي وخته مخکې پایته ورسېدې.

که څه هم سانايي تکایچي د تېرې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې څلورو نارینه‌ وو ته ماتې ورکړه خو تر مشرانې د هغې د رسېدو لار هله ستونزمنه شوه چې د هغې د ګوند یوه اوږد مهاله اېتلافي ملګري (اېل‌ډي‌پي) یا 'کومیټو ګوند' یې له ملاتړه لاس واخیست او پرېکون یې ترې وکړ.

خو په وروستۍ شېبه کې د دوی یوه مخالف یا اپوزیسون ګوند 'ایشن' یا د جاپان د نوښت ګوند (جي‌ای‌پي) ایتلاف ورسره وکړ او دا یې وژغورله.

اوس به د دوی برخلیک د ۲۰۲۸ کې په را روانو ټاکنو کې رایه ورکوونکي ټاکي.

په همدې حال کې اغلې تکایچي‌ په کور دننه پر ننګونو سربېره له بهرنۍ نړۍ سره هم د اړیکو په برخه کې له ستونزو سره مخ ده. جنوبي کوریا چې له جاپان سره یې په تاریخي ډول د نازکو پاتې اړیکو رغول پیل کړي وو، د دې چلند ورسره محتاط دی ځکه چې اغلې تکایچي ښي اړخی سیاسي‌ لیدلوری او ملتپاله تمایل لري.

همداراز هغه د جاپان د پخواني لومړي وزیر شینزو ابې په ګډون د خپلو ځينو پخوانیو مشرانو په څېر د مخ په ځواکمنېدونکي چین په اړه جګړه‌ ييز دریځ لري.

خو تر ټولو مهمه اړیکه له متحده امریکا ایالاتو سره ده او د هغې ازموینه هم ځکه نږدې ده چې را روانه اوونۍ له ډونلډ ټرمپ سره لیدنه لري.

که څه هم دغه دواړه هېوادونه د تعرفو پر سر یوې هوکړې ته سره رسېدلي دي خو د دوی ترمنځ د امنیتي‌ تړون راتلونکی د ښاغلي ټرمپ تېرو څرګندونو تر پوښتنې لاندې راوستی چې له ټوکیو یې د دفاع لپاره د لا ډېرو پیسو غوښتنه کړې ده. دې کار یې ترمنځ اندېښنې راپورته کړې دي او اغلې تکایچي باید دا مسئله د امریکا له اوسني حکومت سره حل کړي؛ داسې حکومت چې وړاندوینه یې سخته ده.

سانايي تکایچي څوک ده؟

۶۴ کلنه سانايي تکایچي په خپله جاپانیانو ته یوه ډېره اشنا څېره ده.

دا په ۱۹۶۱ کې د جاپان په 'نارا پریفیکچر' کې زېږېدلې. پلار یې په یوه اداره کې مامور و او مور یې د پولیسو افسره وه. له سیاست سره یې د کورنۍ هېڅ اړیکه نه وه.

اغلې تکایچي پخوا یوه موده په تلویزون کې د خپرونو وړاندې کوونکې وه. په تېر کې یې د موسیقۍ په یوه ډله کې 'ډرم' [تبلو او ډول ته ورته د موسیقۍ اله‎] غږوله.

له سیاست سره د هغې لېوالتیا په ۱۹۸۰ لسیزه کې داسې مهال پيدا شوه چې د امریکا او جاپان ترمنځ اقتصادي ناندرۍ رامنځته شوې وې.

سانايي تکایچي په ۱۹۹۲ کې د لومړي ځل لپاره د خپلواکې نوماندې په توګه په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیستله خو بریالۍ نه شوه. خو په ورپسې کال یې په ۱۹۹۳ کې ټاکنې وګټلې، پارلمان ته یې لار پيدا کړه او د جاپان په سیاسي دګر کې یې قدم کېښود.

په ۱۹۹۶ کې یې د اوسني واکمن اې‌ډي‌پي ګوند غړیتوب واخیست او وروسته لس ځلې د پارلمان د غړې په توګه وټاکل شوه.

هغه د جاپان د وژل شوي پخواني لومړي وزیر شینزو ابې ملاتړې ګڼل کېږي. د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې یې د بېلابېلو وزارتونو په کچه دنده ترسره کړې او تر دې مخکې یې هم صدراعظمۍ ته د رسېدو هڅه کړې ده.

دا د واکمن ګوند (اېل‌ډي‌پي) مشره هله وټاکل شوه چې پخواني مشر او لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا په منځ مهاله ټاکنو کې له ماتې سره تر مخ کېدو وروسته استعفا وکړه.

تکایچي چې د بریتانیا د پخوانۍ لومړۍ وزیرې مارګریت ټاچر د ستاینې له کبله په "کلکې ښځې" یا "پولادي مېرمنې" باندې هم پېژندل کېږي، محافظه‌ کار لید لوری لري. د همجنسه ودونو مخالفه ده او له هغې زیاتېدونکې غوښتنې سره یې هم مخالفت کړی چې واده کړې ښځې خپل منځنی نوم وساتي.

دې کار ځينې ځوانې ښځې د هغې د بري پراهمیت شکمنې کړې دي.

۲۱ کلنه محصله ایدا اوګورا وايي، "ټول وايي چې واه، هغه د جاپان د تاریخ لومړنۍ ښځينه صدراعظمه ده او دا د ښځو د پياوړتیا لپاره ډېر ښه فرصت دی."

"[خو] که د هغې سیاسي لیدلوري او باورونو ته وګورئ نو پام کېږي مو چې ځينې یې ډېر دودیز دي. د یوه جوړښتي بدلون رامنځته کولو پرځای غواړي د نرواکۍ سیسټم ته دوام ورکړی."

اغلې تکایچي د خپل تازه ټاکنیز کمپاین پرمهال د ښځو د روغتیا لپاره په روغتونونو کې د خدمتونو پراخولو او د کور سرپرستي کوونکو نفقه ګټونکو ته د لا ډېرو اسانتیاو رامنځ‌ته کولو وړاندیز کړی دی.

خو د دې ټولو ترڅنګ هغې ته یوه بله ډېره لویه دنده هم ورله غاړې ده؛ پر خپل ګوند (اېل‌ډي‌پي) د خلکو د باور بېرته ترلاسه کول.

د اوس لپاره سانايي تکایچي باید خپل پام له حکومته د ګیله‌من او ناراضه ملت پر پخلا کولو ورټول کړي، ځکه چې د توکو بیې ختلې دي. د بېلګې په ډول، د وریجو پرله‌پسې کمښت د دې لامل شوی چې بیه یې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.

سیمه‌ييزو رسنیو ویلي چې هغه ښايي 'ساتوسکي کاتایاما' د مالیې وزیرې په توګه وټاکي چې دا به هم د جاپان په تاریخ کې لومړی ځل وي‌ چې یوه ښځه یې د مالیې وزارت سمبالوي.

اغالې کاتایاما هم د سانايي تکایچي په څېر د وژل شوي پخواني‌ لومړي وزیر شینزو ابې شاګرده ده.

که څه هم پر جاپان زیاتېدونکي پور او هلته کاواکه ودې پانګوال اندېښمن کړي دي خو داسې برېښي چې د بازارونو لپاره د تکایچي بریا د خوشبینۍ خبر دی.