تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جاپان او افغانستان اړیکي؛ د جمهوریت له پرځېدو وروسته د جاپان بهرنۍ تګلاره څه ډول ده؟
- Author, صفت الله الفت
- دنده, اسټرالیا مېشتی د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه
که څه هم د جاپان او افغانستان د اړیکو تاریخ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پیل شوی، خو ډیپلوماټیکې اړیکې يې د سفارتونو له پرانیستلو سره په ۲۰۰۲ کال کې رسمي پیل شوې.
جاپان خپل سفارت په افغانستان کې د شوروي اشغال پر وخت او هم د طالبانو په اوله دوره کې تړلی و. جاپان له افغانستان سره جغرافیايې نږدېوالی او مخامخ ګټې هم نه لري، خو بیا هم جاپان په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره نږدې او دوستانه اړیکې پاللې دي.
بشري امنیت د جاپان په بهرنۍ پالیسۍ کې ځانګړی ځای لري. د جاپان بهرنۍ پالیسي د بشري مرستو، پراختیا او همکارۍ په بنسټ ولاړه ده او په افغانستان کې مهم رول لري. جاپان له افغانستان سره په درېیو لویو برخو کې امنیت، اقتصاد او د ارزښتونو پر بنسټ ولاړ ملاتړ او مرسته کړی ده.
جاپان په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له ماتې وروسته، په توکیو کې د یوه کنفرانس کوربه و چې د افغانستان لپاره مرستې راټولې کړي. همدا راز په دویم ځل د افغانستان لپاره د مرستو راټولولو لپاره په ۲۰۱۲ کال کې د یوه نړیوال کنفرانس کوربه پاتې شوی.
جاپان له افغانستان سره په مختلفو برخو کی مرستې کوي او د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کی یې هم له افغانستان سره د خوړو د نړیوال سازمان له لاری ۱۲ اعشاریه ۴ میلیونه ډالر مرسته کړې.
د جاپان اساسي قانون او بهرنۍ پالیسي دا اجازه نه ورکوي چې په نورو هېوادونو کې پوځي حضور ولري. جاپان د ناټو رسمي غړی نه دی، په افغانستان کې یې نظامي شتون نه درلود او نه يې هم په مخامخ د اورپکۍ پر وړاندی جګړه کې نظامي برخه لرله. خو د جمهوریت پر مهال یې د نړیوالو امنیتي مرستندویه ځواکونه یا آیساف له لارې د افغانستان د بیا رغونې لپاره مرسته کوله.
د راپورونو په اساس په تېرو شلو کلونو کې جاپان له افغانستان سره ۹ میلیارده ډالره مرسته کړې چې د مرستو دویم لوی تمویل کوونکی هېواد بلل کېږي.
له طالبانو سره د جاپان وروستۍ ښکېلتیا او د بشري حقونو اندېښنې
د جمهوریت له ړنګېدو وروسته، جاپان سملاسي د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې خپل سفارت او مرستندویه اداره جایکا وتړله او د قطر په مرسته يې خپل سفارت او کارکوونکي دوحې ته ولېږدول.
په قطر کې د افغانستان لپاره د جاپان سفارت له طالبانو سره خبرې پیل کړې او په ۲۰۲۲ کال کې یې په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیست. د طالبانو حکومت له جاپان سره رسمي دیپلوماتیکې اړیکې نه لري، جاپان تر اوسه طالبان په رسمیت نه پېژني او له طالبانو سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو وايي د مرستو موخه يې افغانستان له بشري ناورین څخه ژغورل دي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشي ماسا د روان کال د اپریل په ۱۸مه، ۲۰۲۳ کال د اوو سترو صنعتي هېوادونو په کنفرانس کې وویل، هېواد به يې له افغانستان سره همکاري کوي.
نړیوالو او سیمه ییزو پرمختګونو ته په کتو، په دې وروستیو کې جاپان خپله بهرنۍ پالیسي یو څه بدله کړې او غواړي په سیمه ییزه او نړیواله کچه خپل اغېز پراخ کړي. جاپان له جنوبي کوریا سره هم غواړي اړیکې ورغوي، چې د چین نفوذ او د شمالي کوریا لخوا د ګواښونو مخه ډب کړي. د افغانستان په هکله د جاپان د بهرنیو چارو وزیر دریځ د سیمې جیوپولیټیک اهمیت څرګندوي.
د جاپان بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ښځو د حقونو په پرطکړه کې ونډه لرله او په افغانستان کې يې د ښځو په اوسني بد حالت ژوره اندېښنه ښکاره کړې او په افغانستان کې يې پر ښځو د طالبانو بندیزونه غندلي دي.
سربېره پر دې په افغانستان کی د جاپان سفیر په وروستیو کی ویلي، د جاپان پالیسي دا ده چې د افغانستان خلکو سره به مرسته کوي او که طالبان په کور دننه پياوړي مشروعیت ته کار وکړي دا به ښې نړیوالې اړیکې رامنځته کړي او له افغانستان سره به لا ډېرې مرستې وشي.
که طالبان غواړي چې هېواد کې يې اوږدمهالی ثبات او نېکمرغي راشي، د ښځو ملاتړ ته اړتیا لري. د جاپان سفیر د نجونو او هلکانو زدکړې اړینې بولې او په نوی عیسوي کال کې به د جاپان د تعلیم وزارت د افغانستان خلکو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا سکالرشیپونه بیا پیل کړي.
د جاپان، امریکا او سیمه يیزو ځواکونو نښتې ګټې؛ اندېښنې څه دي؟
جاپان د افغانستان راتلونکې، په دغه هېواد کې د امریکا د ستراتېژۍ او په افغانستان کې د هند ستراتېژۍ په اړه درې ډوله اندېښنې لري. له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته، امریکا ته د نړۍ په نورو ځایونو کې ننګونې زیاتې شوې. که امریکا ونه شي کولی د چین د پالیسۍ په اړه تمرکز وکړي، دا به د جاپان ګټې زیانمنې کړي.
جاپان د چین د یو کمر بند یو سړک پروژه په سیمه کې ځان ته یو اقتصادي ګواښ بولي. جاپان غواړي امریکا د چین پر وړاندې سخته پالیسي ولري نو ځکه جاپان ته له افغانستانه د امریکا وتل د اندیښنې وړ دي. جاپان د هند د ستراتېژۍ په اړه هم اندېښنه لري.
جاپان د یو اقتصادي ځواک په توګه د سیمه ییزو او نړیوالو اقتصادي شرایطو د جوړولو ځواک او په سیمه او افغانستان کې یو فعال اقتصادي رول لوبوي، هممهاله د امنیت په برخه کې خورا فعال رول نلري. امریکا او هند د جاپان امنیتي شریکان دي او دغه دواړه هېوادونه په افغانستان کې ژورې ګټې لري نو له همدې امله دا د جاپان په پالیسو هم اغېز کوي.
پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ترهګریز برید وروسته، جاپان له امریکا او نړیوالو متحدینو سره د نړیوال تروریزم د مخنیوي غړی پاتې شوی. جاپان د تروریزم په اړه اندېښنه لري ځکه د نړۍ په مختلفو ځایونو کې القاعده د جاپان وګړي وژلي دي او جاپان دا خپل اخلاقي مسئولیت ګڼي چې د ترهګرۍ پر وړاندی مبارزه وکړي.
جاپان په افغانستان کې هم د ترهګرۍ له امله د بشري مرستو دوه کارکوونکي او رسوونکي ناکامورا او کازویا له لاسه ورکړي. جاپان په دی نظر دی چې افغانستان کې د هلو ځلو بندېدل به دا هېواد بېرته د نړیوال تروریزم په مرکز بدل کړي.
جاپان وايې، په افغانستان کې د لاسته راوړنو په شتون کې له ترهګرۍ سره مبارزه لا هم نیمګړې پاتې ده. جاپان د بشري مرستو تر څنګ د افغانستان د امنیت په باره کې هم هلې ځلې کوي او پخوا يې هم په افغانستان کې د سولې او پیوستون پروګرام له مخې د پخوانیو جنګیالیو او یاغیانو د بې وسلې کولو او یو ځای کولو مالي ملاتړ کړی.
په افغانستان کې د جاپان شتون د نړیوالو متحدینو په همغږۍ دی. دا چې ګومان کېږي طالبان په منځلارو او افراطي دوه ډلو ویشل شوي، د جاپان او نړیوالو متحدینو باور يې دا دی چې د طالبانو د منځلارو ډلو سره کار وشي چې افغانستان یو ځل بیا د افراطیت په مرکز بدل نشي.
همدا رانګه جاپان په دې باور دی چې طالبان د داعش خلاف دي او له طالبانو سره کار کول به د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) خراسان څانګې مخه ونیسي. داسې انګېرنې هم شته چې جاپان په افغانستان کې د امریکا په پالیسو پل ږدي.