جاپان له افغانستان سره د ۱۰۶ میلیونو ډالرو مرستې اعلان کړی

افغانستان کې د جاپان سفارت وايي، دغه هېواد به افغانستان سره ۱۰۶،۷ میلیونه بشري مرسته وکړي.

افغانستان کې د جاپان سفارت پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه مرستي به افغانانو ته د بشر دوستانه پروژو د پلي کولو او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو شونتیا برابره کړي.

د یاد سفارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په ټکو:"مونږ د زړه له کومې هیله لرو چې دا پروژې به د افغانانو د خوشحالۍ په راوستلو کې مرسته وکړي. دا پروژې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو، او غیر دولتي موسسو له خوا د ژوند ښه کولو په موخه له ګڼو لارو پلې کېږي."

ملګرو ملتونو کې د کډوالو چارو کمېشنر فلیپو ګرانډي هم افغانستان کې د جاپان حکومت د مرستو د نوې تګلارې د پلېدو اعلان کړی.

نوموړي ویلي، جاپان حکومت افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا یو اېن اېچ سي آر سره د کار د ملاتړ لپاره نوی تړون لاسلیک کړ.

ښاغلي فلیپو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:"دا د بشر دوستانه مرستو یوه نوې تګلاره او تل پاتې حل لاره ده، د جاپان اوږد مهاله ژمنې په دې ستونزمن وخت کې خورا ارزښتمنې دي."

جاپان له دې وړاندې هم بشري برخه کې د افغانانو لاسنیوی کړی، له دغو تازه اعلان شویو ۱۰۶،۷ میلیونه ډالرو مرستې سره به د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې راهیسې افغانستان سره د جاپان مرستې ۳۳۵ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

تېتسو ناکامورا هم یو جاپانی ډاکټر و چې تېره یکشنبه یې درېیم تلین پوره شو، هغه افغانانو سره د لاسنیوي او همدردۍ له امله سر کېښود او ووژل شو.

ناکامورا خپل ټول ژوند او کار فغانانو سره د مرستې لپاره ورکړی و او د اوبو د مدیریت په برخه کې یې کار کاوه.

نوموړي د افغانستان ختیځه برخه ننګرهار کې یې د اوبو کانالونه جوړ او زرګونه جریبه شاړې ځمکې یې خړوبه کړې چې دې کار یې د زرګونه افغانانو ژوند بدل کړ.

پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته هېڅ کوم بهرني هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي خو د امریکا په ګډون ګڼ هېوادونه لا هم بشردوستانه مرستې کوي.

دغه مرستې په نېغه طالبانو ته نه ورکوي بلکه د نورو بهرنیو بنسټونو له لارې پر افغانانو وېشل کېږی او یا پرې بشر دوستانه پروژې پلي کېږي چې ګڼ افغانان ترې د اوږد مهال لپاره کټه واخلي.