ملګرو ملتونو افغانستان سره د ۴ نيم ميليارده ډالرو کلنۍ مرستې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټېن ګرېفېت ویلي، راتلونکی کال به افغانستان سره د ۴ نیم میلیارده ډالرو کلنۍ مرستې غوښتنه کوي.

نوموړي دا څرګندونې پنجشنبه اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډې ته کړې دي.

ښاغلي ګرېفېت یادې غونډې ته وویل، دا به د ملګرو ملتونو لخوا له یو هېواد سره د بشري مرستو لپاره د تر ټولې لویې مرستې غوښتنه وي، او افغانستان له خلکو سره به د اړینو مرستو لپاره لګول کېږي.

نوموړي وویل، پکار ده چې په افغانستان کې نه یوازې وګړي او بانکونه نغدو پیسو ته لاسرسی ولري، بلکې د نړیوالو مرستندویه ادارو د چارو لپاره هم دا سهولت اړین دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال خپرو خبرو کې وویل، که دا مرستې ژر تر ژره افغانستان ته ونه رسېږي نو وېره شته چې د دې هېواد اقتصاد سقوط وکړي.

ملګرو ملتونو همدا راز ویلي چې د راتلونکي کال تر نیمایي ښایي په افغانستان کې د وګړي سر عواید دېرش سلنه کم شي او د بېکارۍ کچه ښایي ۲۹ سلنو ته ورسېږي.

اسلام اباد کې د افغانستان د وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دې فوق العاده غونډه کې د ملګرو ملتونو، نړیوالو مالي ادارو، د امریکا، بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې، المان، جاپان او د اروپایي ټولنې استازو ګډون کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازو ته هم دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پنجشنبه یادې ناستې ته وینا هم وکړه.

نوموړي وویل، له لسیزو وروسته افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی او نړیوالو ته یې ډاډ ورکړ چې په ډاډه زړه کولی شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دې ناستې ته همدا راز د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران او د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال ویناوې وکړې.

ګڼو مشرانو په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ چې افغانستان له بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی او نړیواله ټولنه یې د مخنیوي لپاره د سیاست پر ځای له طالبانو سره تعامل وکړي.