د اسلامي همکاریو سازمان غونډه؛ ویناوالو د افغانستان په اړه څه وویل؟

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد نن یکشنبه د افغانستان وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د بېړنۍ غونډې کوربه دی.‌

د غونډې ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د کوربنو ته په توګه وینا وکړه.‌

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر او همدا راز د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال هم غونډې ته ویناوې درلودې.

د غونډې په دویمه برخه کې، چې له رسنیو پټه وه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم وینا وکړه. دلته د غونډې لومړۍ برخې ته د ویناوالو د خبرو ځینې مهم ټکي راخیستل شوي دي.

متقي: افغانستان کې سرتاسري سوله راغلې

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي غونډې ته خپله وینا کې وویل، له لسیزو وروسته اوس په افغانستان کې سرتاسري سوله راغلې ده.

هغه زیاته کړه چې حکومت یې بشري حقونو او د ښځو حقونو ته ژمن دی، دې برخه کې یې ډېر څه کړي او نور اقدامات به هم کوي.

امیر خان متقي ګیله وکړه چې یو شمېر رسنۍ د دوی پر ضد تبلیغات کوي او نړیوالو ته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ناسم انځور وړاندې کوي.

هغه وویل، افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان د بنسټ اېښودونکو هېوادونو په ډله کې و او غواړي چې له دې وروسته هم د دې سازمان غړی پاتې شي.

ښاغلي متقي وویل: "موږ چمتو یو د یوې کورنۍ د غړو په حیث د افغانستان په تړاو د اسلامي هېوادونو ټولې هغه غوښتنې، اندیښنې او مشورې واورو او ومنو چې له اوسني بحرانه د وتلو سمه او عادلانه لاره په نښه کوي. موږ په دې برخه کې د اسلامي هیوادونو له خواخوږۍ مننه کوو."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او دوی نړیوالو ادارو ته بلنه ورکوي چې په ډاډه زړه دې هېواد کې پانګونه وکړي.

عمران خان د بشري ناورین خبرداری ورکړ

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یادې غونډې ته خپله وینا کې وویل، افغانستان له تېرو څلوېښتو له جګړې او وچکالۍ کړېږي او د نفوس لویه برخه یې بېوژلۍ کې ژوند تېروي.

نوموړي وویل، تېرو شلو کالو کې فاسد حکومتونه د دې سبب وو چې د افغانستان د بودیجي ۷۵ سلنه له بهرنیو مرستو جوړه وه.

عمران خان زیاته کړه، د اګست له ۱۵مې نېټې وروسته کله چې دا مرستې بندې شوې او د افغانستان شتمني هم کنګل شوه، نو که هر بل هېواد وای، له سقوط سره به مخ کېدلو.

د پاکستان لومړي وزیر خبرداری ورکړ چې که نړۍ اقدام ونکړي نو افغانستان کې به تر ټولو لوی بشري ناورین رامنځته شي، ځکه دا هېواد د ګډوډۍ خوا ته روان دی.

نوموړي وویل، هر حکومت چې د خپلو استادانو، ډاکټرانو او دولتي مامورینو معاش نشي ورکولی هغه به سقوط کوي.

عمران خان پر امریکا غږ وکړ چې د طالبانو د حکومت موضوع دې د افغانستان وګړو له برخلیک جلا وساتي.

هغه وویل، طالبانو ډاډ ورکړل چې د بشري حقونو او نورو برخو کې شرطونه مني، خو نړۍ باید پوه شي چې بشري حقونه او د ښځو حقونه هر کلتور کې جلا معنا لري.‌

نوموړي خبرداری ورکړ چې د افغانستان اقتصادي سقوط په سیمه او نړۍ بد اغېز کولی شي او باید مخنیوی یې وشي.

قریشي: میلیونونه افغانان خواړه نه لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي‌ خپله وینا کې خبرداری ورکړ چې افغانستان کې دا مهال میلیونونه کسان کافي‌ خواړه نه لري او وېره یې وښوده چې میلیونونه ماشومان له لوړې مړه کېدلی شي.

نوموړي وویل، دی د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغه دریځ‌ ملاتړ کوي چې افغانستان په اړه سیاسي مسایل دې هلته له بشري وضعیت جلا وساتل شي.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل،‌ دا له افغانستان سره د مرستو د بندولو نه،‌ بلکې په ګډه د دې هېواد د لاسنیوي کولو وخت دی.

شاه محمود قریشي زیاته کړه،‌ له هند سره د پاکستان اړیکې که هر څنګه وي، خو دا اړیکې د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره کوم اغېز نه لري‌.

هغه وویل،‌ حکومت یې افغانستان کې د وګړو وضعیت ته په کتو هند ته اجازه ورکړه چې خپلې مرستې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.

ښاغلي‌ قریشي وویل، افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین پایلې به د زغملو نه وي او پر سیمه او نړۍ به بد اغېز ولري.‌

شهزاده فیصل: سعودي‌ د افغانستان وضعیت په اړه اندېښمن دی

د سعودي‌ عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاد فیصل بن فرحان السعود یادې غونډې ته وویل،‌ سعودي‌ عربستان په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه جدي اندېښنه لري.‌

نوموړي وویل،‌ د افغان ماشومانو او د پاخه عمر خلکو وضعیت ځانګړې او عاجله پاملرنه غواړي.

شهزاده فیصل ټینګار وکړ چې د دوی نننۍ غونډه د افغانستان خلکو ته ښکاره پیغام ورکوي چې یاد سازمان افغانستان کې له بشري ناورین خبر دی او نړیواله ټولنه یې باید په سملاسي توګه د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.

د اسلامي همکاریو د سازمان سکرتر جنرال ابراهیم حسین طحه خپلو خبرو کې وویل، د نن ورځې غونډه د افغانانو د مرستې لپاره خواره مهمه ده.

نوموړي همدا راز د افغانستان په قضیه کې ښکېلو کورنیو او بهرنیو کړیو ته سپارښتنه وکړه چې د افغانانو د خیر ښېګڼې لپاره دې په ګډه کار وکړي.

ابراهیم حسین طحه همدا راز غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې ټولې سیاسي ډلې باید د روغې جوړې او مذاکراتو لار غورړه کړي. هغه همدا راز ټینګار وکړ چې هېواد کې باید بشري حقونو ته درناوی وشي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امیر عبداللهيان

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امیر عبداللهيان په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو د سازمان غونډه کې د وينا پر مهال په ټولګډني حکومت ټينګار وکړ چې د ده په وينا داسې يو حکومت بايد جوړ شي د افغانستان ټول قومونه او مذهبونه په کې شامل شوي.

نوموړي وويل چې ایران په افغانستان کې تلپاتې امنيت، سياسي او ټولنيز ثبات د سيمې په ګټه بولي او دغه کار يوازې د ټولګډوني حکومت له لارې راتلی شي.

ښاغلي حسين په افغانستان کې د روان بشري ناورين لامل او د هر ډول زيربناو ويجاړېدل د ده په وینا د "۲۰ کلن اشغال پایله وبلله".

نوموړي زیاته کړه چې هره ورځ تر پنځه زره زيات افغانان ايران ته داخلېږي او ايران تراوسه هېڅ نړيواله مرسته نه ده ترلاسه کړې.

چاووش اوغلو: طالبان دې ټولګډونی حکومت جوړ کړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو غونډې ته وویل، طالبانو ته یې مشوره دا ده چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي، ښځو ته د کار او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي.

ښاغلي چاووش اوغلو همدا راز له طالبانو سره د تعامل یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د ثبات لپاره باید له طالبانو سره په ګډه کار وشي.

هغه وویل، د افغانستان له خلکو سره مرسته د دې سازمان اخلاقي او دیني دنده ده او د اسلامي همکاریو سازمان باید له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بهیر کې فعال رول ولوبوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخنیوی اړین دی او باید د مالي مرستو رسولو او بانکي نظام فعالولو لارې چارې ولټول شي.

مولود چاووش اوغلو وویل، افغانستان کې روان وضعیت د کډوالو بحران ته لاره هواروي او له دې کبله د سیمې هېوادونه له فشار سره مخ کېږي.