په سوات سیند کې د سېلاب له کبله نهه کسان مړه شوي، شپږ کسان بې درکه دي او د ۱۵ کسانو ژغورنې هڅې کېږي

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

د خیبر پښتونخوا په سوات کې مرستندویان وايي، په سوات سیند کې د ډوبېدو له کبله نهه کسان مړه شوي، ۶ کسان بې درکه دي او د ۱۵ کسانو ژغورنې لپاره د دوی عملیات روان دي.

د بېړنیو مرستو ادارې ۱۱۲۲ مسوولینو په وینا د بای پاس سیمه کې ۱۰ کسان په سیند کې ډوب شوي، په انګرو ډېرۍ سیمه کې درې مړي د سیند له سېلابي اوبو راایستل شوي، په امام ډېرۍ سیمه کې ۲۲ کسان له سینده ژغورل شوي، غالیګی سیمه کې یو مړی رایستل شوی او د ۷ نورو کسانو ژغورنې لپاره عملیات روان دي، چې په سیند لاهو شوي دي.

مسوولین وايي، په مانیار سیمه کې ۷ کسان په سېلاب کې ایسار پاتې دي، په پنجیګرام سیمه کې یو کس تر اوسه ایسار پاتې دی او په بره باماخېله مټه سمیه کې له ۲۰ تر ۳۰ کسانو پورې ژغورل شوي دي.

د پاکستان جیونیوز خبري شبکې په رپوټ کې د ځايي مسولینو له قوله ویل شوي، په مړو او بې درکه کسانو کې هغه سېلانیان هم شامل دي، چې د سوات سیند سیند پر غاړه ناست وو.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ناتائید شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې لامبوزن مرستندویانو د سېلابي اوبو په منځ کې ایسارو کسانو ته د رسېدو هڅه کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په رپوټ کې د بېړنیو مرستو ځايي ادارې (پي ډي ايم اې) رپوټ په حواله ویل شوي، چې دغې ادارې د سوات په خوازه خېله سیمه کې ۷۷۷۸۲ کیوسیک ته د سوات سیند اوبو کچې له رسېدو وروسته د سېلاب خبرداری خپور کړی.

په رپوټ کې ویل شوي، پي ډي ايم اې ادارې د پېښور، چارسدې او نوښار سیمو اړوند چارواکو ته د سملاسي احتیاطي تدبیرونو کولو لارښوونه شوې، چې د احتمالي زیان اوښتو مخه ونیوله شي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د بارانونو او سېلابونو له کبله د سر او مال پر زیان خواشيني څرګنده کړې.

پاکستان کې د جولای او اګست میاشتو تر منځ معمولاً د پشکال یا مون سون موسم کې هره میاشت تر ۲۵۵ ملي مترو پورې باران کېږي.

د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې بیا د سوات په ګډون په ټول پاکستان کې د هغو سېلابونو له کبله چې له اقلیمي بدلون سره تړاو ورکول کېده، د سر او مال خورا دروند زیان اوښتی و.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په رپوټ کې د پاکستان حکومتي او مرستندویه ادارو د رپوټونو پر بنسټ ویل شوي، هغه مهال یوازې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هغو سېلابونو له کبله ۷۵ زره کورونه ویجاړ شوي وو او ۱۳۰ زره کورونو ته جزوي توګه زیان اوښتی و.