له تاوتریخوالي سره ملو ټاکنو کې سامیه حسن د تانزانیا ولسمشره شوه

د عکس سرچینه، Photothek via Getty Images
چارواکو ویلي، ولسمشرې سامیه سولوهو حسن د تانزانیا د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې دي، چې دې سره یې په ټول هېواد کې له څو ورځني تاوتریخوالي وروسته د واک بله دوره ده.
د ټاکنو کمیسیون په وینا، سامیې په ټاکنو کې ۹۸٪ رایې ګټلي، چې په دې توګه یې د چهار شنبې ورځې نږدې ۳۲ میلیونه ټولې کارول شوې رایې تر لاسه کړې.
نړیوالو څارونکو د روڼتیا د نشتوالي او پراخو ګډوډیو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې ویل کېږي په سلګونو کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
په ټول هېواد کې د انټرنېټ لیکې پرې شوي ځکه نو د وژل شویو کسانو د کره شمېر تاییدول سخت کار دی. حکومت هڅه کړې چې د تاوتریخوالي کچه کمه وښیي او چارواکو د ګډوډۍ د ارامولو لپاره ګرځبندیز غځولی دی.
د ټاکنو مشر جیکوبس موامبیګیلي د شنبې پر سهار د پایلو د اعلانولو پر مهال وویل: "زه پدې توګه سامیه سولوهو حسن د چاما چا ماپینډوزي (CCM) ګوند له لوري د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکې اعلانوم."
د ټاکنو مشر وویل چې سامیه شاوخوا ۳۱.۹ میلیونه رایې، یا د ټولو ۹۷.۶۶٪ سلنه رایې ترلاسه کړې. په دې ټاکنو کې د هېواد د ۳۷.۶ میلیونه ثبت شویو رای ورکوونکو نږدې ۸۷٪ برخه اخیستې وه.
د تانزانیا په نیمه خپلواکه ټاپووزمه زنجبار کې، چې خپل حکومت او مشر ټاکي — د CCM ګوند حسین مویني، چې اوسنی ولسمشر دی، د شاوخوا ۸۰٪ رایو په ترلاسه کولو سره بریالی شو.
د اسوشیتد پریس خبري اژانس راپور ورکړ چې په زنجبار کې اپوزیسیون ویلي، "لویه درغلي" شوې ده.
د مویني د لوړې مراسم په زنجبار کې د امان کمپلکس په سټېډیم کې روان دي.
د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې ادعاوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د جمعې پر ورځ پراخ لاریونونه وشول. لاریون کوونکي په دارالسلام او نورو ښارونو کې سړکونو ته راووتل، د سامیه پوسټرونه یې څیرې کړل او پر پولیسو او د رایو پر مرکزونو یې بریدونه وکړل، سره له دې چې د پوځ مشر د ګډوډۍ پای ته رسولو خبرداری ورکړی و.
د شنبې په سهار د کومو اعتراضونو راپور نه دی ورکړل شوی، خو په دارالسلام کې اړودوړ پر خپل ځای پاتې دی، چې په ټول ښار کې امنیتي ځواکونه پر لارو ولاړ وو.
لاریونونه تر ډېره د ځوانو اعتراض کوونکو لخوا رهبري کېږي، چې ټاکنې ناعادلانه بولي.
دوی پر حکومت تور لګوي چې د مخکښو اپوزیسیون مشرانو په ځپلو سره یې ولسواکي کمزورې کړې ده. دوی وايي یو مشر په زندان کې دی او بل یې د تخنیکي دلایلو له امله له سیالۍ وایستل شو.
د اپوزیسیون چادما (Chadema) ګوند یوه ویاند د جمعې پر ورځ اې اېف پي خبري اژانس ته وویل چې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې "شاوخوا ۷۰۰" کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې په تانزانیا کې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې بي بي سي ته وویل چې د لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو د مړینې باوري شواهد شته.
د بهرنیو چارو وزیر محمود کومبو ثابت دا تاوتریخوالی ځای ځای یو څو جلا جلا پېښې" بللې او ویلي یې دي چې "امنیتي ځواکونو د وضعیت د کابو کولو لپاره په ډېرې چټکۍ او پرېکنده توګه عمل وکړ."
د ملګرو ملتونو مشر، انتونیو ګوتریش، په یو بیان کې ویلي چې د تانزانیا پر وضعیت، " د لاریونونو پر مهال د مرګ ژوبلې په اړه په خپرو شویو راپورونو" "ژوره اندېښنه" لري. هغه له ټولو اړخونو وغوښتل چې "د نور تاوتریخوالي مخه ونیسي".
بریتانیا، کاناډا او ناروې هم ورته اندېښنې څرګندې کړې، او د احتجاجونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د غبرګون په پایله کې یې "د ډېر شمېر وژل شویو او د پام وړ ټپي شویو کسانو د باور وړ راپورونه" یاد کړل.
د مخالفو ګوندونو دوه اصلي ټاکنیز سیالان تونډو لیسو وو، چې د خیانت په تور (چې هغه یې ردوي) بندي دی، او لوهاګا مپینا چې د ACT-وازالیندو له ګونده وو، د حقوقي تخنیکي دلایلو پر بنسټ له ټاکنو وایستل شو.
شپاړس کوچني ګوندونه، چې هېڅ یو یې په تاریخي ډول د خلکو د پام وړ ملاتړ نه درلود، اجازه ورکړل شوه چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د سامیه حاکم ګوند، CCM، او پخواني تانو ګوند د دغه هېواد پر سیاست واکمن دي او له خپلواکۍ راهیسې یې هېڅکله ټاکنې نه دي بایللې.
له ټاکنو مخکې، د بشري حقونو ډلو د حکومت تګلاره وغندله، چې امنیسټي انټرنېشنل یې د "ترهګرۍ څپه" بللې چې په کې د اپوزیسیون د شخصیتونو اجباري ورکېدنې، شکنجه، او له محاکمې پرته وژنې شاملې دي.
حکومت دا ادعاوې رد کړې او چارواکو ویلي وو چې ټاکنې به ازادې او عادلانه وي.
سامیه په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشر جان ماګوفولي له مړینې وروسته د تانزانیا د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه واک ته ورسېده.
سامیه حسن څوک ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې (سامیه سولوهو حسن) دنده درلوده چې تانزانیایانو ته اعلان وکړي، ولسمشر جان ماګوفولي وفات شوی دی، او اوس د ولسمشر مرستیالې سامیه سولوهو حسن د ولسمشرۍ پر ځای واک تر لاسه کړ.
هغې د هېواد په سوداګریزه پلازمېنه دارالسلام کې لوړه وکړه، او په دې توګه په تانزانیا کې د ولسمشرۍ مقام ته رسېدلې لومړنۍ ښځه شوه.
د لوړې کولو وروسته، د وسله والو ځواکونو د سر قوماندانې په ویاړ د توپونو ۲۱ ډزې وشوې. بیا یې د تشریفاتو قطعه وکتله او بیرغ یې پورته کړ، خو یوازې نیمایي ته، ځکه چې هېواد د ماتم په حالت کې و داسې چې ولسمشر مړ دی.
دا مېرمن په لومړي ځل په ۲۰۱۵ کال کې د ماګوفولي مرستیاله شوه، او په ۲۰۲۰ کال بیا له هغه سره یوځای وټاکل شوه. د اساسي قانون له مخې، هغې د هېواد په تر ټولو لوړ مقام کې د پنځو کلونو دوره بشپړه کړه.
په دې توګه، سامیه سولوهو حسن په افریقا کې اوس مهال یوازینۍ ځواکمنه سیاسي رهبره ده. تر دې مخکې د ایتوپیا ولسمشرۍ چارې هم یوې مېرمنې سبمال کړې خو د ایتوپیا ولسمشرې رول تر ډېره تشریفاتي دی، او هغه په دې لویه وچه کې د هغو لږ شمېر ښځو په نوملړ کې شامله شوه چې د خپلو هېوادونو چارې یې پرمخ وړې دي.
سره له دې چې سامیه سولوهو حسن له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ولسمشر مرستیاله وه او په پخواني حکومت کې یې د دولت د وزیرې په توګه کار وکړ او بیا ولسمشره شوه خو د هغې د شخصي ژوند په اړه ډېر څه نه دي معلوم.
هغه د ۱۹۶۰ کال د جنورۍ په میاشت کې په زنجبار کې زیږېدلې ده، چې د تانزانیا د اصلي خاورې په سواحلو کې نیمه خپلواکه ټاپو دی. هغې وروسته لومړی په تانزانیا او بیا د بریتانیا په مانچسټر پوهنتون کې د عامې ادارې زده کړې کړي.








