رونالډو وايي تر هغه به لوبېږي چې ۱۰۰۰ ګولونه بشپړ کړي

کرېسټيانو رونالډو

د عکس سرچینه، Getty Images

د فوټبال د نړۍ مشهور ستوری او د پورتګال لوبډلمشر کرېسټيانو رونالډو وايي، تر هغه به لوبېږي چې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسوي.

رونالډو چې ۴۰ کلن دی د تېرې شنبې په ورځ یې د خپل کلب النصر لپاره دوه ګولونه ووهل او له دې سره یې د خپلې ملي لوبډلې او ګلبونو لپاره د ګولونو شمېر ۹۵۶ ته ورسېد.

نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې د سعودي له النصر لوبډلې سره يو ځای شو او سږ کال یې د دوو نورو کلونو لپاره هم تړون وغځاوه چې له دې سره به تر ۴۲ کلنۍ پورې د يادې لوبډلې لپاره سيالي کوي.

رونالډو د تېرې يکشنبې په ورځ په دوبۍ کې د ګلوب ساکر اېوارډونو د منځني ختيځ د غوره لوبغاړي له نومېدو وروسته وويل، "لوبو ته دوام ورکول ګران دي خو زه اماده يم".

نوموړي وويل، "ډېره تلوسه لرم او غواړم ادامه ورکړم. دا مهمه نه ده چې چېرته لوبېږم، که په منځني ختيځ کې وي او که په اروپا کې. زه تل د فوټبال له لوبې خوند اخلم او غواړم چې دوام ورکړم".

"تاسو پوهېږئ چې زما موخه څه ده، زه غواړم جامونه وګټم او هغې شمېرې ته ورسېږم [۱۰۰۰ ګولونو ته] چې تاسو ټول پرې خبرې ياست. که ټپي نه شم، حتما به دې شمېرې ته رسېږم".

رونالډو تېره مياشت له پېرز مورګن سره په مرکه کې ویلي وو چې پلان لري "ژر" له فوټبال تقاعد واخلي.

رونالډو د النصر لوبډلې لپاره روان فصل په ۱۴ لوبو کې ۱۳ ګولونه وهلي دي او لوبډله یې د سعودي په ليګ کې له دويمې لوبډلې دوې نومرې مخکې ده.

له کله چې له النصر سره يو ځای شوی په ۱۲۵ لوبو کې یې ۱۱۲ ګولونه کړي دي.

د خپلې ملي لوبډلې پورتګال لپاره یې تر ټولو ډېر ۱۴۳ ګولونه وهلي او د ریال ماډريډ لپاره د ۴۵۰ ګولونو ریکارډ لري.

دغه بریدګر لوبغاړي په نومبر مياشت کې ویلي وو چې په امریکا، کاناډا او مکسيکو کې راتلونکی د ۲۰۲۶ کال نړيوال جام به یې وروستی وي.

رونالډو لومړنی فوټبالر دی چې په پنځو نړيوالو جامونو کې یې ګولونه وهلي دي. نوموړي په دې وروستيو کې د سعودي النصر لوبډلې سره خپل تړون د دوو کلونو لپاره نور هم وغځاوه.

رونالډو پنځه ځله د سرو زرو توپ يا بلن ډور ګټلې دی. په ۲۰۱۶ کال کې یې د اروپا اتلولي او په ۲۰۱۹ کال کې د ملتونو اتلولي هم د پورتګال لپاره وګټلې، خو لا تراوسه د نړيوال جام په ګټلو نه دی بريالی شوی.

د روبرټو ماټينېز په مشرۍ لا پورتګال راتلونکي نړيوال جام ته لاره نه ده موندلی که راتلونکې پنجشنبې ايرلنډ ته ماته ورکړي، نړيوال جام ته به کواليفای شي.

رونالډو وروسته له هغه په ۲۰۰۳ کال کې نړيوال شهرت ترلاسه کړ چې د بریتانيا پرېميرلیګ کې له مانچسټر يوناټېډ لوبډلې سره يو ځای شو.

په ۲۰۰۹ کال کې بيا له مانچسټر يونايټېډ څخه د اسپانيا ريال ماډريډ لوبډلې ته ورغئ او تر ۲۰۱۸ کال پورې یې هلته لوبه وکړه. دری کاله بیا د ايټاليا له يوېنټس سره و او په ۲۰۲۱ کې بېرته مانچسټر يوناټېډ ته ورغئ او په ۲۰۲۳ کال کې یې د سعودي له النصر لوبډلې سره یې تړون لاسلیک کړ.