پر ټولنیزو رسنیو د کریسټیانو رونالډو فالورز یو میلیارد ته ورسېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ټام ګرکین
- دنده, خبریال
کریسټیانو رونالډو په خپلو بېلابېلو ټولنیزو رسنیو کې یو میلیارد څاروونکي یا فالورز لري.
له دې سره هغه په نړۍ کې لومړنی کس شو، چې دومره ډېر څارونکي لري.
دا شمېر څارونکي په انسټګرام، میټا (فېسبوک)، اېکس یا پخواني ټویټر، یوټیوب او چینایي سایټونه لکه ویبو او کوایشو کې پرې ورټول دي.
خو دا نه شو ویلی، چې دا ټول یو میلیارد څارونکي یا فالوورز یې په یو ځای یا یوې برخه کې دي. بلکې بېلابېلو برخو کې په ګډه دا کچه څارونکي لري، چې دې کې بیا جعلي اکونټونه هم شامل دي.
په هر حال، د ټولنیزو رسنیو کارپوه پاولو پیسکاتور دا یو لوی شمېر څارونکي ګڼي چې د میډیا او برنډونو پام یې ور اړولی دی.
نوموړی وايي:
"دا یوه لویه لاسته راوړنه ده او دا په رسنیو کې بنسټیز بدلونونه په ډاګه کوي."

نوموړي بي بي سي ته وویل، " له ټېکنالوژي څخه په مننې دا نوي او ځوان نسل ته د رسېدو قوت یا ځواک ښيي."
د فوټبال په ډګر کې رونالډو د ارجنټاین فوټبال ستوري لیونل میسي کلک سیال او رقیب ګڼل کېده.
خو له لوبغالي څخه بهر د دوی ترمنځ هېڅ سیالي نه شته، په ځانګړي ډول دا چې ټولنیزو رسنیو کې کوم یو مخکښ یا ګټونکي دی.
د یادونې ده، چې ارجنټاین فوټبال ستوري لیونل میسي ۶۲۳ میلیونه څاروونکي لري.
کریسټیانو رونالډو نه یوازې د لوبو په نړۍ کې بلکې د تفریحي صنعت یا هنرونو په نړۍ کې له د ډیرو لویو ستورو څخه مخکې دی لکه جسټین بیبر، ټیلر سویفټ او سیلینا ګومز.
ان د ټولنیزو رسنیو خورا مخکښ شخصیتونه یې هم تر شا پرېښي، په یوټیوب کې تر ټولو مشهور کس ۵۴۳ میلیونه څاروونکي لري.
څرنګه یو میلیارد څارونکو ته ورسېدل؟

د عکس سرچینه، EPA
یو لوی دلیل، چې ولې رونالډو یو میلیار څارونکي لري، د نوموړي د تېرې میاشتې پرېکړه وه، چې د یوټیوب اکونټ یې جوړ کړ او په یوه اوونۍ کې یې ۵۰ میلیونه څارونکی پیدا کړل.
اوس دا د ارجنټاین فوټبال ستوري لیونیل میسي سره پرتله کړئ، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په خپل یوټیوب چینل کې ویډیوګانې خپروي، خو لاهم یوازې ۳.۵ میلیونه څارونکي لري.
د څارونکو د شمېر ترمنځ د توپیر لامل هغه د یوټیوب منځپانګه ده چې مهمه برخه یې ده.
په تېرو درېیو کلونو کې د لیونیل میسي چینل ته یوازې یوه ویډیو اپلوډ شوې، چې د فوټبال نیمه دقیقه مشهور اعلان و.
د هغه په چینل کې نورې ویډیوګانې هم ورته لنډې دي.
تر ټولو اوږده ویډیو یې خپله د ده په اړه ده، چې خبرې یې په اسپانوي ژبه دي.
خو د رونالډو د یوټیوب چینل کې تر ډېره له خپلې مېرمنې سره ثبت شوې وېډیوګانې دي یا یې له یوه پخواني ملګري سره ډکې کړې دي.
د کریسټیانو رونالډو د یوټیوب منځپانګه د انګریزي ژبو لیدونکو لپاره جوړه شوې.
په ځینو ویډیوګانو کې نوموړی په پرتګالي او اسپانوي ژبه هم خبرې کوي، خو انګریزي ژبې ته هم اړول شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
رونالډو او د هغه د ژوند ملګرې نژدې هره ورځ ویډیوګانې اپلوډوي. د دوی د ویډیوګانو تمبنېلونه یا د سر انځورونه خورا جالب وي.
له دې دا په ډاګه کېږي، چې رونالډو او د میډیا ټیم یې ښه پوهېږي چې څنګه یوه ویډیو خورا مشهوره کړي. رونالډو په خپلو ټولو ټولنیزو رسنیو کې د یو میلیارد څارونکو خبر خپور کړ.
کریسټیانو رونالډو د ریکارډونو په ماتولو سره ځان ته یو غوره مسلک جوړ کړ.
د هغه په لاسته راوړنو کې د اروپا د اتلولۍ په تاریخ کې د غوره ګول وهونکي په توګه ثبتېدل، په اروپایي اتلولیو کې ترټولو ډېر ګولونه وهل او د بل هر چا پرتله ډېرو نړیوالو لوبو کې لوبېدل شامل دي.
تېره اوونۍ هغه لومړی فوټبالر شو چې ۹۰۰ ګولونه یې وهلي دي.
له دې چې کریسټیانو رونالډو لا هم په خپل مسلک کې روان دی. دا شونې ده چې ټولنیزو رسنیو کې یې نور څارونکي هم زیات شي. د نوموړي د ځینو سیالانو خلاف هغه لا هم په ټیک ټاک او تریډ کې اکونټونه یا حسابونه نه لري.
که کریسټیانو رونالډو په دې پلټ فارمونو کې هم راشي، نه یوازې دا چې د ټولنیزو رسنیو څارونکي به یې زیات شي، بلکې عاید به یې هم لوړ شي.
د فوربس مجلې په وینا، د هغه ټول عاید اوس مهال ۲۶۰ میلیون ډالر دي، چې د نورو ټولو لوبغاړو پرتله لوړ عاید لري.











