پاکستان وايي په شانګله کې پر چينايي انجينيرانو بريد کې ښکېل کسان يې نيولي

د عکس سرچینه، X/SOCIAL MEDIA
- Author, افتخار خان
- دنده, بي بي سي
پاکستاني چارواکي وايي په شانګله کې پر چنيايي انجينیرانو ځانمرګي بريد کې ښکېل ۱۲ کسان یې نيولي دي.
پاکستان کې د ترهګرۍ مخنيوي ادارې سي ټي ډي او پوليس په شانګله کې په چنيايي انجينيرانو د ځانمرګي بريد په اړه خپل راپور د پېښې پلټونکې ډلې ته سپارلی دی.
د پوليس د سرچينو له مخې د ځانمرګي بريدګر د موبايل سيم کارډ له لارې يې مهم شواهد ترلاسه کړي دي او د همدې له مخې يې په دغه پېښه کې د ښکېلتيا په شک له لسو زيات کسان نيولي دي.
دوي ادعا لري چې نيول شوي کسان د پاکستاني طالبانو تحريک سره اړيکي لري او دوي کې هغه کس هم دی چې ځانمرګی بريدګر يې له افغانستانه شانګلې ته رسولي و. خو پاکستاني طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
د سرچينو له مخې د ترهګرۍ مخنيوي ادارې راپور کې دا ادعا هم کړې چې "بريد هم په افغانستان کې پلان شوی و او بريدګر هم د افغانستان وګړی و."
راپور کې ويل شوي چې بريد کې کارول شوی له بارودو ډک موټر هم له "افغانستانه چمن او بيا ډېره اسماعيل خان او وروسته شانګلې ته رسول شوی و"، چېرته چې د ګازو يو سټېشن کې تر لسو ورځو ولاړ و.
د طالبانو حکومت د دې نوې ادعا په اړه څه نه دي ويلي خو په تېر کې يې دا ډول تورونه رد کړي او وايي هېڅکله به چا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

د عکس سرچینه، PMO
د يادونې ده چې د مارچ پر ۲۶مه د شانګلې بشام سيمه کې دغه بريد کې پنځه هغه چنيايي انجينیران او يو پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوی وو چې له اسلام اباده په کوهستان کې د اوبو نوي جوړېدونکي داسو بند ته روان وو.
د دغه پېښې مسؤليت تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو د سي ټي ډي راپور کې ويل شوي چې پاکستاني طالبانو غورځنګ په کې ښکېل دی.
له پېښې وروسته له چينه هم د پلټنو لپاره يو ځانګړی پلاوی اسلام اباد ته ورغلی و او د کورنيو چارو وزير محسن نقوي سره يې لېده کاته کړي وو.
ځينې سرچينې وايي دغه پلاوي له پاکستانه ډېر په کلکه د پېښې د پلټنو او د ښکېلو کسانو نيولو غوښتنه کړې وه.
د بريد سملاسي وروسته چينايي انجينیرانو په خيبر پښتونخوا کې د دوو نورو بندونو د جوړولو چارې ځنډولې دي خو په داسو بند اوس هم کار روان دی.
د دوشنبې پر ورځ (۱ اپرېل) د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف او د چين سفير دغه بند ته ورغلي وو او له کار کوونکي او چنيايي وګړو سره يې ليدلي دي.
شهباز شريف دوي ته د بشپړ خونديتوب باور ورکړی او ويلي يې دي چې د شانګلې برېد د "دښمنانو يوه ناوړه هڅه وه چې د دواړو هېوادونو ملګرتيا نوره پياوړې او پراخه نشي خو ولې داسې ټولې هڅې به شنډې کړي."











