خوست کې د یوې سیمه ییزې راډیو خپرونې تړل شوې؛ طالبان وايي "قضیه حقوقي ده"

د عکس سرچینه، SOCIAL/MEDIA
د افغانستان په خوست ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو د یوې سیمه ییزې راډیو ودانۍ له وسایلو خالي کړې او خپرونې یې بندې شوې دي.
په خوست د نن ایف اېم راډیو خبریالانو بي بي سي پښتو ته ویلي، د طالبانو ځواکونه د دوی ودانۍ ته "د ژوندۍ خپرونو" پرمهال ور ننوتل او ټول وسایل یې وړل شوي دي. دا پېښه نن سې شنبه د خوست ښار په مرکز کې شوې ده.
د دغو خبریالانو په وینا، طالبان په زوره د "نن اېف اېم راډيو سټېشن ته ننوتل، خبریالان یې وګواښل او ټیلیفونونه یې هم ترې اخیستې دي."
په ځینو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د راډیو وسایل هم له ودانۍ ایستل کېږي. دغې راډیو له نژدې اتو کالو راهیسې خپرونې کولې. د دغې راډیو د یوه چارواکي په وینا، یو خبریال یې له تېرو پنځو ورځو راهیسې بندي دی خو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
طالب چارواکي څه وايي؟
په خوست کې د طالبانو ځايي چارواکو بيبيسي پښتو ته منلې هغه ودانۍ یې له خپرنیزو وسایلو خالي کړې چې دغې راډیو په کې فعالیت کاوه، خو وايي دغه کار یې د طالبانو د "ښاري محکمې" په امر کړی دی.
خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور یوه چارواکي ویلي، د راډیو د ودانۍ پر ملکیت "حقوقي" دعوه وه او د محکمې په امر یې دغه کور خالي کړی دی. د راډیو چارواکي هم مني چې د هغې ودانۍ د ملکیت پر سر دعوه وه چې دوی په کې خپرونې کول. د دغې راډیو د خبریالانو په وینا تېر کال هم یو ځل دغه راډیو تړل شوې وه.
خوست کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، "...د خوست ابتدایه محکمې [د طالبانو محکمې] د کور د تخلیې پریکړه کړې...نو لهذا د خوست امنیه قوماندانۍ د ولایت مقام په هدایت او د محکمې د پریکړې د تطبیق لپاره قانوني اجرات ترسره کړل."

د عکس سرچینه، TALIBAN
د طالبانو ځاييچارواکي وايي، "د نن ایف ام راډیو په فعالیت او عدم فعالیت ملاحظه نه لري، کولای شي هر ځای او هر وخت خپله راډیو فعاله وساتي."
په افغانستان کې د رسنیو د دفاع ځینو بنسټونه د راډیو پر ودانۍ "د طالب ځواکونو ورننوتل" غندلي دي او دا یې د رسنیو پر ازادۍ یو بل برید بللی دی.
وړاندې تر دې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي و، د دوی د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې ۴۰ تنه خبریالان د امنیتي کسانو لخوا نیول شوي وو، چې ځینې یې له موقتي بند او ځینې یې تر پنځو میاشتو بند تېرولو وروسته بېرته خوشي شوي دي.
د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو نړیوالو بنسټونو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته، د نورو برخو په څېر د رسنیو او خبریالانو فعالیت او د وینا ازادۍ ډېر زیان لیدلی او تر دې دمه پاتې رسنۍ او خبریالان د خپلو چارو مخ ته وړولو لپاره له سختو ننګونو سره مخامخ دي.
خو طالب چارواکو بیا ټینګار کوي چې رسنیو ته یې اسانتیاوې رامنځ ته کړې او د لا نورو استانتیاوو د برابرولو هوډ لري.











