زېلېنسکي:‌ روسیې اوکرایین کې د وینې انتقال پر یوه مرکز برید کړی

اوکرایین

د عکس سرچینه، TELEGRAM/VOLODYMYR ZELENSKY

د اوکرایین ولسمشر وايي روسیې د دوی د هېواد شمال ختیځ‌ کې د وینې لګولو پر یوه مرکز رهبري شوي بم غورځولی او مرګژوبله یې اړولې ده.‌

نوموړي زیاته کړې چې تر دغه برید وروسته اور هم لګېدلی چې مرستندویان یې د وژلو هڅه کوي.‌

د اوکرایین ولسمشر ویلي، دا برید شنبه ناوخته د خارکیف سیمې په کوپيانڅک سیمه کې شوی دی.

ښاغلي زېلېنسکي زیاته کړې "د ترهګرو ماتول د هر هغه کس لپاره د ویاړ موضوع ده چې ژوند ته ارزښت ورکوي."

هغه د خواله رسنۍ یوه پیغام کې د دغه برید مرتکبین د ده په ټکو داسې "ځناور" بللي چې د "هر هغه څه لمنځه وړل" غواړي چې د ژوند زمینه برابروي.

ورسیې تر اوسه پر دغه برید تبصره نه ده کړې.

ښاغلي زېلېنسکي ویلي "دا یو داسې جرم دی چې د روسیې د یرغل هر څه بیانوي."

هغه دا نه ده روښانه کړې چې په دغه برید کې څو کسان وژل شوي او ټپي شوي دي.

بي‌بي‌سي تر اوسه پر دې دنه ده توانېدلې چې په خپلواک ډول د دغه برید پخلی وکړي.‌

روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین د تمام عیاره یرغل د پیل په ورځو کې کوپیانڅګ او ور څېرمه اوستوګنځي سیمې نیولې وې.

خو دا سیمې د تېر کال سپتمبر کې د اوکراییني ځواکونو د چټکو ځوابي عملیاتو پایله کې بېرته ازادې شوې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ولودمیر زېلېنسکي ویلي، چې روسیې د شنبې پر ورځ‌ د اوکرایین د لوېدیځ خمېلنېڅکي‌ سیمه کې هم د توغندیو په یوه جلا برید کې د هوايي چلن یو شرکت په نښه کړی.

د هغه په وینا دغه شرکت د موټر سیچ په نوم د یوه ګروپ پر اړوند دی.

بلخوا روسیې د توغندیو دغه تازه بریدونه تر هغې څو ساعته وروسته کړي، چې کیېف یې توره بحیره کې د دوی د تېلو پر یوې لېږدونکې بېړۍ په برید تورن کړ.

مسکو ویلي د تېلو دغه ټانکر کې د عملې ۱۱ کسان هم سپاره وو.

دا په تېرو دوو ورځو کې پر روسي‌ بېړیو د چاودېدونکو ډرون کښتیو دویم برید دی.

د روسیې سمندري چارواکو ویلي، چې د تېلو پر ټانکر یې برید کېرچ تنګي کې شوی،‌ ټانکر ته پکې زیان اوښتی خو څوک ټپي شوي نه دي.

کرېچ تنګی چې تور بحیره او ازوف سمندر سره نښلوي، د کرایمیا او د روسیې د تامان ټاپو وزمې ترمنځ تېر شوی.‌

روسیې کرایمیا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴ کال کې تر لاندې کولو وروسته خپلې خاورې پورې وتړله.

کیېف تر اوسه رسمآ دغلته د شوي برید مسوولیت نه دی منلی.

خو یوې استخباراتي سرچینې یې بي‌بي‌سي‌ ته ویلي، چې په برید کې ډرون کارول شوی.