جلال نوري؛ د اوکراییني ځواکونو په خټه افغان قوماندان چې کیېف کې خاورو ته وسپارل شو

له روسیې سره په جګړه کې د اوکراییني ځواکونو د افغان قومندان جلال نوري مړی په کېیف کې خاورو ته وسپارل شو.
څو میاشتې مخکې رپوټونو کې وویل شول چې جلال نوري وژل شوی خو دغه رپوټونه تایید شوې نه وو.
یو ګومان دا و چې نوموړی به ښايي په ټپي حالت کې روسیې ځواکونو نیولی وي.
خو د هغه د کورنۍ غړو او اوکراییني پوځي چارواکو اوس تایید کړې ده چې جلال نوري څو میاشتې مخکې وژل شوی او مړی یې په یخچال کې ساتل شوی و.
څه باندې ۴۰ کلن جلال نوري په ۱۹۹۸ کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه اوکرایین ته لاړ. هغه ورزشکار و او د بي بي سي له خبریالانو سره یې د لېدنې پرمهال خپل ګټلي مډالونه هم هغوی ته ښودلي وو.
نوموړي په اوکرایین کې یو امنیتي شرکت درلود او د خپلې وینا له مخې یې په ۲۰۱۴ کال کې یې هم له روسي ځواکونو سره په جګړه کې برخه اخیستې وه.
کله چې روسیې د تېر کال لومړیو کې پر اوکرایین یرغل وکړ نو جلال نوري د یو شمېر اوکراییني پوځیانو قومنده په غاړه واخیسته او د روسیې ځواکونو مقابلې ته ووت.
هغه شپږ میاشتې مخکې بي بي سي ته ویلي وو "روسانو افغانستان ویجاړ کړ" - هغه مهال دی کوچنی و چې له روسانو نه په تېښته اوکرایین ته لاړ، خو نه غواړي چې له اوکرایینه وتیښتي.
هغه ویل "ترکله به له روسانو نه په تېښته کې یو؟ چېرته لاړ شو؟ دا لړۍ باید نوره ودرېږي. نور نه شم کولای چې تېښته وکړم. وجدان مې اجازه نه راکوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
هغه بي بي سي ته ویلي وو "فکر کوم که روسان افغانستان ته نه وای راغلي نو ښه ژوند به مو درلود. داسې ژوند به مو نه درلود چې اوس یې لرو. زه به ښايي په اوکرایین کې نه وای. افغانستان کې به وای."
نوموړي زیاته کړې وه "د روسانو تګلاره نه ده بدله شوې، تګلاره یې دا ده چې داسې یو هېواد چې اقتصاد او پوځ یې کمزوری وي خپله مستعمره کړي. زه له دې خاورې چې ژوند په کې کوم دفاع کوم، له افغانستانه کوچنی راغلی وم، اوکرایین زما کور دی او د خپل کور دفاع کوم."
جلال نوري به اوکرایین خپل کور او افغانستان خپل هېواد باله.
هغه ویل "د اوکرایین بیرغ مې د کور بیرغ دی او د افغانستان بیرغ مې د خپل اصلي هېواد بیرغ دی."

یوه اوکراییني پوځي چارواکي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل جلال نوري پر وضعیت او پر دې چې څه باید وکړي له اوکرایینانو ښه پوهېده.
د یادونې ده چې جلال نوري له یوې اوکرایینې ښځې سره واده کړی و او یوه شل کلنه لور لري.
هغه پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته خپله کورنۍ اروپا ته واستوله.
خاورو ته د جلال نوري د سپارولو په مراسمو کې ګڼ شمېر اوکراییني پوځیانو برخه اخیستې وه، د هغه پر مړینه یې اوښکې بهولې.
جلال نوري ته نژدي کسانو بي بي سي ته ویلي چې هغه څلور میاشتې مخکې وژل شوی او تراوسه یې جسد په یخچال کې ساتل شوی و.











