د بریتانیا حکومت واګنر ملېشه ترهګر سازمان اعلانوي‌

Wagnar

د عکس سرچینه، REUTERS

د بریتانیا حکومت په پام کې لري چې د روسیې واګنر اجیره ملېشه ترهګره ډله اعلان کړي.

دا په دې مانا ده چې له دغه اعلان وروسته به د بریتانیا له نظره د واګنر ملاتړ او یا په دې ډله کې غړیتوب غیر قانوني وي.‌

په دې تړاو قانون چې مسوده به یې پارلمان ته واستول شي، د دې اجازه ورکوي چې د واګنر شتمنۍ د ترهګریزو ملکیتونو په توګه ډلبندي او مصادره شي.

د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې ویلي‌ واګنر د ولادیمیر پوتین د روسیې یوه قهرجنه او ویجاړونکې پوځي وسیله ده.‌

سوېلا براوېرمن وايي په اوکرایین او افریقا کې د دې ډلې فعالیت "نړیوال امنیت ته خطر دی."

هغې زیاته کړې "د واګنر دوامداره بې ثباتوونکي فعالیتونه یوازې د دې لپاره دوام لري چې د کرېملین د سیاسي اهدافو په چوپړ کې وي."

واګنر ګروپ په سوریې، لیبیا، مالي او د افریقا نورو برخو کې د فعالیت ترڅنګ پر اوکرایین د روسیې یرغل کې هم مهم نقش لوبولی دی.

د دې ډلې غړي د اوکرایینیانو د وژلو او ربړولو په ګډون پر بېلابېلو جرمونو تورن شوي دي.‌

د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۲۰ کال کې وویل چې د واګنر سرتېرو د لیبیا د پلازمېنې طرابلس شاوخوا ماینونه ایښي دي.‌

او په تېره جولای کې بیا بریتانیا اعلان وکړ چې دا ډله"په مالي او مرکزي افریقا جمهوریت کې په اعدامونو او ربړونو" کې ښکېله ده.‌

Wagnar

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې ډلې د برخلیک په اړه روان کال تر هغې وروسته پوښتنې راپورته شوې چې مشر یې 'یوفګیني پریګوژین' د روسیې پوځ خلاف په ناکامه کودتا لاس پورې کړ.

پخپله پرېګوژین چې د دې اجیرې ملېشې بنسټ یې په ۲۰۱۴ کال کې ایښی، د اګست پر ۲۳مه د الوتکې راغورځېدو پېښه کې ووژل شو.‌

اوس ټاکلې د دې ډلې نوم هم د حماس او بوکو حرام په څېر بریتانیا کې د ممنوع ډلو نوملړ ته وراضافه شي.

د دوه زرم کال ترهګرۍ ضد قانون د بریتانیا کورنیو چارو وزارت ته دا واک ورکړی چې که د کومې ډلې په اړه د ترهګرۍ اندېښنه لري، نو فعالیت دې یې منع اعلان کړي.‌

دا په دې مانا ده چې تر دې وروسته به په بریتانیا کې د داسې غونډو جوړولو په ګډون چې د واګنر د فعالیتونو پیاوړتیا سره مرسته کولی شي، د دې ډلې هر ډول ملاتړ جرمي سرغړونه ګڼل کېږي.

دا سرغړونه د تر ۱۴ کلونو بند او تر ۵ زره پونډو جریمې لامل ګرځېدای شي.

د بریتانیا حکومت له څو میاشتو راهیسې د دې لپاره د پارلمان د غړو له فشارونو سره مخ و چې واګنر ممنوع ډله اعلان کړي.