د روسیې واګنر ګروپ
د روسیې واګنر ګروپ په ټوله نړۍ کې اوس پېژندل کېږي.
دوی په څو هېوادونو کې فعال دي او په دې وروستیو کې امریکا د جرمي فعالیتونو له امله بندیز پرې ولګاوه.
دغه ډله دا تور ردوي.
پر دې ډلې د بریتانیا په پارلمان کې هم بحث وشو. او اوس حکومت د هغې پروسې پر بدلولو غور کوي چې له مخې یې د دې سازمان مشر وکولی شوی له شته بندیزونو سره سره د بریتانیا پر یوه ژورنالیست په محکمه کې عریضه وکړي. خو د دې ډلې تر شا کسان څوک دي؟ او په اوکراین کې د واګنر جګړې تر شا دلیل څه دی؟