اوکرایین کې سرتېری: دا زما د هېواد بیرغ دی، د افغانستان
جلال ماشوم و چې شوروي په ۱۹۹۷ کال کې په افغانستان یرغل وکړ. هغه پېښه چې کورنۍ جګړې یې رامنځ ته کړې او میلیونه افغانان یې مهاجر کړل.
نوموړی وايي: "که چیرې روسیې پر افغانستان یرغل نه وای کړی. مونږ به ښه ژوند درلود. زه به اوکرایین کې کډوال نه وم. زه به په افغانستان کې وم."
جلال نوري زیاتوي: "زه نه غواړم تسلیم شم او د روسیې بېرغ د خپل سر له پاسه ننداره کړم. زه دوه لارې لرم، دفاع وکړم یا مړ شم."