ولسمشر ټرمپ له احمد الشرع سره په سعودي کې کتلي
سپینې ماڼۍ ویلي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې پر ورځ په سعودي کې د سوریې د انتقالي ادارې له مشر احمد الشرع سره کتلي دي. واک ته له رسېدو سره د احمد الشرع په مشرۍ لنډ مهالي دولت له امریکا سره ډېپلوماتیکې هڅې پيل کړې او لوېدیځو استازو وخت ناوخت له سوریې لیدنه کړې ده.
دا لیدنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې ټرمپ اعلان وکړ چې پر سوريې لګول شوي ټول بنديزونه لرې کوي. نوموړي وويل، دا اقدام د محمد بن سلمان په غوښتنه ترسره کېږي. ده زیاته کړه "د وليعهد [محمد بن سلمان] لپاره زه څه نه کوم".
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې په لومړني ستر بهرني سفر کې سعودي د امریکا "تر ټولو پياوړی ملګری" وباله. نوموړی به د خليج څو هېوادونو ته سفر وکړي چې موخه يې د پانګونې راجبلول ښودل شوي دي.
په سعودۍ پلازمېنه رياض کې د خبرو پر مهال ډونلډ ټرمپ ژمنه وکړه چې پر سوريه به ټول بنديزونه لرې کوي او زیاته يې کړه چې سوريه اوس د پرمختګ فرصت لري.
د سفر په لومړۍ ورځ امريکا او سعودي عرب د ۱۴۲ ميلياردو ډالرو دفاعي تړون لاسليک کړ. د دې تر څنګ د پانګونې ځینې نور اعلانونه هم وشول. د سعودي وليعهد وويل، دا تړونونه به تر يو ټرېليون ډالرو پورې ارزښت ولري.
ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې لومړۍ دورې پر مهال هم لومړنۍ بهرنی سفر سعودي عرب ته کړی و. اوس به په دې سفر کې قطر او متحده عرب اماراتو ته هم ځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سې شنبې په ورځ په سعودي کې د ټرمپ تود هرکلی وشو. د سعودي شپږو اېف ۱۵ الوتکو چې په امریکا کې جوړ شوې د امريکايي ولسمشر الوتکه بدرګه کړه. د دويزې قهوې له مراسمو وروسته د ټرمپ ګاډی عربي اسونو بدرګه کاوه. په اس سپرو د امریکا او سعودي بيرغونه په لاسونو کې لېږدول.
د ټرمپ هرکلي ته ارغواني رنګه غالی وغوړول شوې. سعودي په ۲۰۲۱ کال کې د هرکلي لپاره د غاليو رنګ له سرو ارغواني ته بدل کړ.
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په هوايي ډګر کې د ټرمپ هرکلی وکړ. عربي اسونو هغه موټر چې ټرمپ په کې ناست و بدرګه کاوه.
د پانګونې په غونډه کې ټرمپ د امریکا او سعودي عرب تر منځ اړيکي "د پخوا پرتله خورا پياوړې" وبللې.
نوموړي وويل، "له هغه چې موږ پيل کړی، شتمني امریکا ته راغلې او لا هم را روانه ده."
ټرمپ هڅه کوي چې بهرني پانګوال امریکا ته راجلب کړي. د دويمې دورې په لومړيو څلورو مياشتو کې يې پر دې ډېر پام ورټول کړی دی.
ټرمپ د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان په اړه وويل، "زه هغه ډېر خوښوم. له همدې کبله موږ ډېر څه ورکوو."

د عکس سرچینه، Getty Images
د هرکلي دې مراسمو د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن له هرکلي سره ډېر توپير درلود. جو بايډن په ۲۰۲۲ کال کې د تېلو د بيو ټيټولو په موخه سعودي ته سفر کړی و.
ټرمپ د پانګونې او سوداګريزو راکړو ورکړو په موخه خليج هېوادونو ته سفر پيل کړی دی. نوموړي په خپله وينا کې وويل چې دا ډول اقتصادي او سوداګريز پرمختګ به منځنی ختيځ له تاوتريخوالي او وېش څخه وژغوري.
په دې سفر کې له ټرمپ سره ميلياردر اېلان مسک، د اوپن اې ای مشر سام الټمن، د بلک راک مشر لري فېنک او اېنويډيا مشر جېنسن وهوا هم مله دي.
دا کسان له داسې سعودي ليدنه کوي چې غواړي د مصنوعي ځيرکتيا په مټ د تېلو بډايه اقتصاد لا پراخه کړي.
هوانګ اعلان وکړ چې اېنوډیا به له ۱۸ زره زيات د مصنوعي ځيرکتيا چېپونه د سعودي پر هيومېن شرکت وپلوري.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټرمپ د خپلو خبرو پر مهال وويل، غواړي سعودي د ابراهیم تړونونو کې برخه واخلي چې له مخې يې اسرائيلو د هغه د لومړنۍ دورې پر مهال له ځينو خليجي هېوادونو سره ډېپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې.
خو د هغه ملګري محمد بن سلمان دا روښانه کړې چې دا کار تر هغه وخته نشي کېدی تر څو په غزه کې جګړه په بشپړه توګه پايته نه وي رسېدلې او د فلسطیني دولت د جوړولو لپاره لاره هواره شوې نه وي.
ټرمپ په خپله وينا کې د اسرائيلو او حماس تر منځ د جګړې په اړه هم لنډه يادونه وکړه.
نوموړي ګډونوالو ته وويل چې د غزې خلک د "ښه راتلونکي" مستحق دي خو حماس يې "د تښتونې، شکنجې او په نښه کولو" له لارې د "سياسي موخو" لپاره کاروی. نوموړي په ۲۰۲۳ کال کې د حماس له خوا پر اسرائيلو بريد ته اشاره کوله.
ټرمپ اعلان وکړ چې پر سوريه بنديزونه لرې کوي. نوموړي وويل، دا اقدام د محمد بن سلمان په غوښتنه ترسره کېږي. ده زیاته کړه "د وليعهد [محمد بن سلمان] لپاره زه څه نه کوم".
له يوې لسيزې راهيسې امریکا پر سوريې بنديزونه لګولي چې موخه يې پر پخواني ولسمشر بشار الاسد فشار راوړل او هغه ته اقتصادي زيان رسول وو. نوموړی په تېر ډسمبر کې له واک لرې کړل شو.
له رياض څخه به ټرمپ قطر او متحده عرب اماراتو ته سفر وکړي. اماراتو ژمنه کړې چې په راتلونکې لسو کلونو کې به په امریکا کې ۱.۴ ټرېليونه ډالره پانګونه وکړي.












