ولې ټرمپ بیا د خلیج هېوادونو سفر ته لومړیتوب ورکوي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, امیر رواش
- دنده, بي بي سي عربي
د امریکا د ولسمشر د لومړني بهرني سفر پرېکړه ډېره مهمه ده ځکه چې ډېری وخت دا د بهرنۍ تګلارې د لومړیتونو د لارښود په معنی وي.
ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې هغه دود مات کړ چې له مخې به یې په دودیز ډول د امریکا ولسمشرانو لومړی کاناډا، مکسیکو یا اروپا ته سفر کاوه.
د یوه ولسمشر په توګه ده په خپله لومړۍ دوره کې له تېلو بډایه هېواد سعودي عرب ته سفر وکړ او سپینې ماڼۍ ته له یوې تاریخي راستنېدا وروسته دا اوونۍ بیا خلیجي هېوادونو ته ځي.
ټاکل شوې وه چې ټرمپ به د خپلې دویمې دورې لومړنی بهرنی سفر سعودي عرب، قطر او متحده عرب اماراتو ته کوي خو تېره میاشت یې د پاپ فرانسېس د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره واټیکان ته په ناڅاپی توګه سفر وکړ.
ټرمپ اوس بیا وغوښتل چې د خلیج په سیمه کې یو بل هېواد ته ولاړ شي او دا کولی شي موږ ته د ده د فکر په اړه یو څه معلومات راکړي.
عمانی پروفیسور عبدالله بعبود چې د خلیجو هېوادونو په چارو کې یو ځانګړی څېړونکی دی بي بي سي ته وویل، ټرمپ پر دې پوهېږي چې د خلیج له مشرانو سره د پیاوړ اړیکو پالل به د پام وړ سیاسي او اقتصادي ګټې ولري ځکه د دوی سیمه ییز او نړیوال نفوذ په امریکا کې د پراخې پانګونې د جذبولو وړتیا لري.
لویه سوداګري
ټرمپ په مارچ میاشت کې د خپل پلان د لومړنۍ نسخې له اعلانولو سره روښانه کړه چې له شتمنو عربي هېوادونو سره د اقتصادي تړونونو لاسلیک کول یې لومړیتوب دی او ویې ویل دا پرېکړه یې له امریکایي شرکتونو سره د سعودي عرب له هغې ژمنې وروسته وکړه چې له مخې به یې امریکايي شرکتونه سعودي عرب او منځني ختیځ کې نورو هېوادونو ته د "سلګونو میلیارد ډالرو" په ارزښت تجهیزات جوړوي.
پروفیسور بعبود وویل، "د خلیج هېوادونه د خپلو مالي زېرمو، خپلواکې شتمنۍ او پراخې پانګونې د ظرفیت له کبله په نړیوال اقتصاد کې مهمه ونډه لري."
هغه زیاته کړه، ټرمپ په کور دننه اقتصادي ننګونو ته په پام سره، له بډایه خلیجي هېوادونو سره د خپلو اړیکو پر ګټو هم پوهېږي.
د ټرمپ په لومړۍ دوره کې هم امریکا له سعودي عرب سره د سلګونو میلیارده ډالرو تړونونه لاسلیک کړي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۷ کال کې ټرمپ د ۱۱۰ میلیارد ډالرو پوځي تجهیزاتو په ګډون د څه باندې ۴۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
دا ځل د لا زیاتو ګټورو تړونونو د ژمنو له کبله د خبرونو سرټکی ګرځېدلی او هیله لري له سعودي عربه تر یو ټریلیون ډالرو پورې پانګونه ترلاسه کړي.
سربېره پر دې سپینه ماڼۍ وايي، متحده عرب اماراتو ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکو لسو کلونو کې به په امریکا کې د ۱.۴ ټریلیون ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.
واشنګټن مېشت حسن منیمنه چې د منځني ختیځ او امریکا په چارو کې ځانګړی شنونکی دی، بي بي سي ته وویل، ټرمپ غواړي خپلې سملاسي ګټې خلکو ته وښيي.
هغه وويل، د امريکا ولسمشر غواړي د پراخو پانګونو ژمنې او په ځانګړي ډول پوځي تړونونه ژر تر ژره ترسره شي چې دی وکولی شي دا نورو هېوادونو ته د خپلو سوداګریزو تګلارو د بریالیتوب د شواهدو په توګه وړاندې کړي.
بې ثباته منځنی ختیځ
له جګړې وروسته د غزې لپاره پلانونه او له ایران سره نا بشپړه شوې مسئلې د امریکا د بهرنۍ تګلارې لومړیتوبونه دي او د خلیج ملګري به د دواړو لپاره ګټور تمام شي.
ټرمپ د خپلې نوې دورې په لومړیو ورځو کې نړۍ داسې حیرانه کړه چې ویې ویل د ده هېواد غواړي د غزې کنټرول ترلاسه کړي او "د منځني ختیځ پر سیل ځای" یې بدله کړي.
د ده وړاندیز دا و چې د غزې د دوه اعشاریه یو میلیون کسانو له ډلې ډېری برخه دې نورو سیمو ته ولېږدول شي او لګښت دې یې هم هغه ګاونډي هېوادونه ورکړي چې ډېر شتمن دي.
دا پلان په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه وغندل شو او د غزې له جګړې وروسته د غزې تړانګې د بیا رغونې وړاندیز هم بیا د امریکا او اسرائیلو لخوا رد شو.
پروفیسور بعبود وویل، داسې ښکاري چې ټرمپ به په دې سفر کې د جګړه ځپلي سیمې د بیا رغونې د هڅو لپاره له خلیجي هېوادونو مالي مرسته وغواړي، خو کېدای شي نورو بېړنیو مسئلو ته هم پام وکړي.
پروفیسور بعبود باور لري، "د اوس لپاره تمه دا ده چې ټرمپ به د خلیج له ملګرو وغواړي لومړی په غزه کې د پاتې یرغمل شویو کسانو په خوشي کولو کې مرسته وکړي."
دا هغه څه دي چې دوی وار له مخې په کې ښکېل دي. قطر په منځني ختیځ کې د امریکا د تر ټولو لویې هوایي اډې کور دی. یاد هېواد د اسرائیلو او حماس ترمنځ د یرغمل شویو کسانو او اوربند تړونونو په خوندي کولو کې مهمه ونډه لري.
د جګړې له پیل راهیسې د غزې ډېرې بنسټیزې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا په دې وروستیو کې په منځني ختیځ کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړی او یمن کې یې حوثیان په نښه کړي ترڅو په سور سمندرګي کې د دوی لخوا پر بېړیو د بریدونو مخه ونیسي.
د ټرمپ له سفره یوه اوونۍ مخکې عمان د واشنګټن او حوثیانو ترمنځ د اوربند منځګړیتوب وکړ.
ښاغلی منیمنه باور لري چې ښايي د ټرمپ له سفره مخکې ریاض، امریکا د هوايي بریدونو درولو ته وهڅوي.
له بل پلوه بیا ټرمپ دا ګواښ هم کړی چې که ایران اټومي تړون لاسلیک نه کړي بمبار به یې کړي.
ټرمپ په مارچ میاشت کې د فاکس نیوز خبري رسنۍ ته وویل، "له ایران سره دوه کاره شوني دي یو تړون او بل هم پوځي لاره" خو نوموړي دا یې هم وویل چې "تهران سره تړون" غوره ګڼي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په ۳۰ مه په یوه بیان کې وویل، "د ایران رژیم لا هم د منځني ختیځ لانجې ته لمن وهي، خپل اټومي پروګرام پرمخ بیايي، او د خپلو ترهګرو ملګرو او نیابتي ډلو ملاتړ کوي."
خو داسې ښکاري چې دواړه خواوې د جګړې مخنیوي ته لېواله دي، عمان د ایران او امریکا ترمنځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو منځګړیتوب کوي.
پر نړیوالو کړکېچونو د خلیج اغېز
سعودي عرب د امریکا، روسیې او اوکرایین ترمنځ د یو مهم منځګړي رول لوبوي.
په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او روسیې ترمنځ په ریاض کې د لوړې کچې په یوې غونډه کې د اوکرایین جګړې د ختمولو په اړه خبرې وشوې، خو دې کې له اوکرایینه څوک په کې نه و. یاده غونډه په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکرایین د روسیې له بشپړ یرغل راهیسې لومړنۍ هغه وه. دغه غونډه د مسکو د ګوښي کولو لپاره د لوېدیځ د هڅو د پایته رسېدو یوه نښه وه.
بیا په مارچ میاشت کې ریاض د اوکرایین د جګړې په اړه د خبرو اترو په جلاوو پړاوونو کې د درېیو هېوادونو د پلاويو کوربتوب وکړ.
د تېرې فبرورۍ په وروستیو کې په سپینه ماڼۍ کې د رسنیو ترمخ د امریکایي ولسمشر او اوکراييني سيال له جنجالي خبرو وروسته د دغو دوو مشرانو لومړنۍ ناسته بیا په جده کې وشوه او نورې ناستې بیا په ریاض کې وشوې. دا ناستې اوکرایینیانو "ګټورې" وبللې او دا چې ښايي د اړیکو په جوړولو کې یې مرسته کړې وي.
سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو د روسیې او اوکرایین د جګړې د بندیانو د تبادلې د تړونونو منځګړیتوب هم کړی دی.
پروفیسور بعبود وویل، "خلیجو هېوادونو په سیمه ییزو او نړیوالو کړکېچونو کې د دوی د خبرو اترو د ونډو، مالي ځواک او د تېلو او طبیعي غازونو د پراخو زېرمو له کبله د پام وړ اقتصادي او سیاسي نفوذ ترلاسه کړی دی."
هغه زیاته کړه چین او د امریکا نور سیالان د خلیج پر ستراتیژیکي ارزښت پوهېږي ځکه خو واشنګټن لېواله دی چې له سیمه ییزو ملګرو سره ټینګې اړیکې وساتي.
د سعودي او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو امکان
ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې د اسرائیلو او څلورو عربي هېوادونو لکه متحده عرب امارات، بحرین، مراکش او سودان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو د تړونونو په منځګړیتوب یو تاریخي پرمختګ ترلاسه کړ.
په سودان کې کورنۍ جګړه به دا بهیر ګډوډ کړي، مګر پاتې دری هېوادونه له مصر او اردن سره یو ځای شول چې له اسرائیلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري. دا یوازېني هېوادونه دي چې له اسرائیلو سره دېپلوماتیکې اړیکې لري.
سعودي عرب چې په عربي او اسلامي نړۍ کې یو مهم مشر دی تر اوسه یې اسرائيل په رسميت نه دی پېژندلی.
د سعودي عرب یوه لوړ پوړي چارواکي تېر کال بي بي سي ته وویل، نژدې و چې له اسرائیلو سره یو تړون لاسیک کړي خو بیا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسرائیلو د حماس لخوا یو مرګوني برید وشو.
خو ټرمپ په دې وروستیو کې وویل، ښايي سعودي عرب د تړون د شرط په توګه د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو غوښتنه ونه کړي. د عمان سلطنت بیا ټینګار وکړ چې "له اسرائیلو سره به خامخا د دېپلوماتیکې اړیکو یو تړون جوړوي.
امریکا هڅه کوي د اسرائیلو او سعودي عرب ترمنځ د اړیکو نرمېدو یو تړون وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څارونکي پر دې باور دي چې د ریاض لپاره له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول لانجمن شوي دي.
پروفیسور بعبود وویل په داسې حال کې چې غزه کې جګړه لا هم په زیاتېدو ده داسې ښکاري سعودي عرب لا هم دې سفر کې د خبرو اترو لپاره چمتو نه ښکاري.
هغه زیاته کړه تمه کېږي ټرمپ به د اسرائیلو او نورو خلیجي هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو تړونونو ته دوام ورکړي خو د اسرائیلو او سعودي عرب ترمنځ هر ډول راتلونکی تړون به د یو ډېر مهم پړاو استازیتوب وکړي.











