د ایران 'بې ثباتوونکو اقداماتو' ته غبرګون؛ امریکا فارس خلیج کې خپل ځواکونه پیاوړي کوي

د عکس سرچینه، DEFENSE.GOV
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وايي، امریکا هغه څه ته په غبرګون کې چې تېره میاشت د ایران "بې ثباتوونکي ګامونه" بلل شوي، د فارس خلیج کې خپل ځواکونه پیاوړي کوي.
ښاغلي کربي ویلي، متحد ایالتونه به د ایراني ځواکونو لخوا هرموز تنګي او نورو ستراتېژیکو سمندري لارو کې د سوداګریزو کښتیو له درول کېدو وروسته، فارس خلیج کې د ګزمو په ډېرولو سره خپل دفاعي دریځ پیاوړی کړي.
هرموز تنګی د نړۍ په کچه د تېلو سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ده.
دغه تنګی د ایران او عمان د سواحلو له منځه تېرېږي او د فارس خلیج د عمان له خلیج او عرب سمندر سره تړي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي "متحد ایالتونه به بهرنیو او سیمه ییزو ځواکونو ته اجازه ورنه کړي، چې د هرموز تنګي په ګډون د منځني ختیځ په سمندري لارو کې د بېړیو ازاد تګ راتګ له خطر سره مخ کړي."
جان کربي زیاته کړې چې ایران دغلته د سوداګریزیو کښتیو په تګ راتګ کې د مداخلې، د هغوی د ځورولو او یا پرې د برید لپاره هېڅ توجیه نه لري.
ښاغلي کربي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هرموز تنګي کې د تېلو یوه لېږدونکې بېړۍ چې د پاناما بېرغ پرې لګېدلی و، ودروله.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک تر دې څو ورځې مخکې هم د عمان سمندر کې د تېلو یوه لېږدونکې بېړۍ درولې وه.
د یادونې ده چې دا پېښې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ له ډېرېدو وروسته زیاتې شوې.
د امریکا او ایران د سمندري ځواکونو ترمنځ د فارس خلیج او د عمان سمندر کې د تقابل پېښې هم راغلې.
ایران وخت ناوخت امریکا او د واشنګټن سیمه ییزو ملګرو ته د هرموز تنګي د تړلو او له دې لارې د اومه تېلو د تګ راتګ د مخنیوي ګواښونه کوي.
امریکايي چارواکي وايي ایراني ځواکونو تېرو دوو کلونو کې دغلته د ۱۵ سوداګریزو بېړیو مخه نیولې، هغو یې ځورولې او یا یې برید پرې کړی.
بحرین کې د امریکا مېشتو سمندري ځواکونو ویلي چې سیمه ییز متحدان یې هم ورسره د هرموز تنګي شاوخوا د ګزمو په ډېرېدو کې همکاري کوي.












