عربستان هرمز تنګي کې د بېړیو خوندیتوب له ټلوالې سره یوځای شو
د سعودي عربستان دفاع ویلي، د امریکا په مشرۍ د سمندري خوندیتوب له نړیوالې ټلوالې سره یوځای شوی چې په هرمز تنګي او فارس خلیج کې په نړیوالو اوبو کې د سوداګریزو بېړیو امنیت خوند کړي.
د چارشنبې په ورځ (وږی ۲۷/سپتمبر ۱۸) د سعودي دولتي خبري اژانس د دفاع وزارت د سرچینو له خولې ویلي "د دغې نړیوالې ټلوالې جوړېدو هدف د سمندري سوداګرۍ په برخه کې د سوداګریزو بېړیو خوندیتوب دی. چې د ټلوالې د غړو هېوادونو د مشترکو ګټو نړیواله سوداګري او د بېړیو تګ راتګ په هرمز تنګي او فارس خلیج کې خوندي شي."
په دې رپوټ کې راغلي، دا ټلواله لېواله ده چې په هرمز تنګي، باب المندب او عمان سمندر کې امنیتي خوندیتوب رامنځ ته کړي.
د سعودي دفاع وزارت زیاتوي، د سعودي پاچا له دې ټلوالې سره د یوځای کېدو پرېکړه له دې کبله وکړه چې پر سعودي د نړیوالو باور ډېر او د امنیتي اندېښنو لیرې کولو لپاره د هغوی پام ور ډېر کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ټلواله د امریکا په نوښت او مشرۍ جوړه شوې ده.
د ایران له برجامه د امریکا له وتلو او د ایران پر تېلو د بشپړ بندیز له لګولو وروسته، فارس خلیج او د عمان سمندر کې پر ګڼو تېل وړونکو بېړیو بریدونه وشول.
امریکا د ایران حکومت ددغو بریدونو تر شا وباله چې په وینا یې غواړي پر امریکا فشار راولي او د تېلو په نړیوالو بازارونو کې کړکېچ رامنځ ته او د تېلو بیې لوړې کړي او ایران خپل اقتصاد له دې لارې ورغوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران دا تورونه رد کړي چې ګني پر تېل وړونکو بېړیو یې بریدونه کړي.
وړاندې د ایران ولسمشر سویس ته د سفر پرمهال ویلي وو "دا خبرې بابیزه دي چې د ایران تېل دې صادر نه شي او د سیمې تېل دې صادرېږي".
د سمندري خوندیتوب له نړیوالې ټلوالې سره تر اوسه استرالیا، بحرین او برتانیا د یوځای کېدو چمتووالی ښودلی.












