امریکا د ایران تېلي بېړۍ ماڼو ته د میلیونونو ډالرو وړاندیز کړی و

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ددې خبر په غبرګون کې ویلي: ''امریکايي چارواکي د سمندري غلو په ختمولو کې پاتې راغلي او اوس هڅه کوي په رشوت سره بېړۍ ونیسي.''

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د ایران تېلي بېړۍ ادریان دریا ۱ نیولو لپاره یې ددغې بېړۍ چلوونکو ته د میلیونونو ډالرو ورکولو وړاندیز کړی و.

د برتانیا 'فایننشل ټایمز' ورځپاڼه وايي، داسې برېښنالیکونه یې ترلاسه کړي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د ایران د چارو مسؤول برایان هوک د ایران 'ادریان دریا۱' بېړۍ هندي ماڼو ته یې د څو میلیونه ډالرو وړاندیز کړی چې په مقابل کې د ایران تېلي بېړۍ یوه داسې هېواد ته ولېږدوي چې هلته یې امریکا ودرولی شي.

دا وړاندیز تېره میاشت په جبل الطارق کې د چارواکو له خوا د بېړۍ د خوشې کولو له پرېکړې وروسته شوی دی.

ادریان دریا ۱ بېړۍ چې په ګریس ۱ هم مشهوره وه، په جبل الطارق کې په دې شک ونیول شوه چې ګني د سوري ولسمشر بشارالاسد پرضد یې د اروپا بندیزونه مات کړي او دا ایرانۍ بېړۍ غواړي چې سوریې ته تېل ولېږدوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي "د فایننشل ټایمز ورځپاڼې مقالهمو ولیده او اوس ځان ډاډمنوو چې جزییات یې دقیق دي او که نه."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ددې خبر په غبرګون کې ویلي: ''امریکايي چارواکي د سمندري غلو په ختمولو کې پاتې راغلي او اوس هڅه کوي په رشوت سره بېړۍ ونیسي.''

نوموړي پر ټوېټر لیکلي: ''امریکا اوس بشپړې تېرایستنې ته مخه کړې او خلک ګواښي چې یا ایراني تېل ورسپاري او یا به سزا ورکول کېږي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس د ښاغلي ظریف د ټوېټ کټ مټ توري کارولي او وايي چې "ایران تېرایستنې ته مخه کړې او له اروپا غواړي چې ۱۵میلیارد ډالر ترلاسه کړي، خو په دې شرط چې دا پیسې په راتلونکې کې د تېلو د خرڅلاو له لارې بېرته پوره کړي".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

بېړۍ‌مشر غبرګون نه دی ښودلی

امریکايي چارواکو ویلي، ۴۳ کلن کومار په جبل طارق کې د ایران تېلي بېړۍ مشر و او ښکاري چې د امریکا دې غوښتنې ته یې ځواب نه دی ورکړی، همدا وو چې د امریکا د خزانې وزارت پر بېړۍ او کومار دواړو بندیزونه ولګول.