ښځو لپاره د شمالي کوریا مصنوعي باڼه ولې د چین په نوم پلورل کېږي؟

باڼه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

له تېرو څو لسیزو راهیسې امریکا سره د ترینګلو اړیکو، اټومي پروګرام او په پرله پسې د توغندیو ازمویلو له کبله له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ شمالي کوریا اوس له یو بل لامله هم د ژبو پر سر ده - د ښځو مصنوعي باڼه او ويښته.

شمالي کوریا کې د ښځو لپاره تولید شوي مصنوعي باڼه او ویښته د نړۍ لروبر د سینګار توکو دوکانونو کې موندل کېږي، خو د شمالي کوریا پر ځای پرې {مېډ اېن چاینا / چین کې جوړ} نښه لګېدلې وي.

د مصنوعي بڼو او ویښتو له کاروبار سره د شمالي کوریا صادرات لوړ او د خلکو اقتصاد یې غوړېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس په یوه وروستي رپوټ کې ویلي، د شمالي کوریا د مصنوعي بڼو پروسس او بسته بندي په ګاونډي چين کې کېږي، چې د پیونګ یانګ تر ټولو ستر سوداګریز شریک دی.

په دغه رپوټ کې راغلي چې د کېم جونګ اون حکومت د دغه صنعت او کاروبار له لارې پر شمالي کوریا له لګېدلو اقتصادي بندیزونو په څنګ تېرېږي او له صادراتو یې پام وړ بهرني اسعار لاس ته راوړي چې د اقتصاد ساتلو لپاره ډېره اړتیا ورته لري.

رویټرز وايي هڅه یې کړې چې په دې تړاو په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا له استازو، بېجنګ کې یې له سفارت او ډنډونګ کې له کونسلګرۍ غبرګون ترلاسه کړي، خو نه چین او نه هم شمالي کوریا تر اوسه په دې تړاو ځواب ویلی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند یوازې دومره ویلي، چې شمالي کوریا یې ښه ګاونډی دی او دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ معمول همکارۍ او اړیکې دوام لري.

بېجېنګ وايي، پیونګ یانګ سره یې اړیکې او راکړه ورکړه په بشپړ ډول قانوني ده او بې ځایه ګوته باید ورته ونه نیول شي.

د رویټرز رپوټ نور څه وايي؟

باڼه

د عکس سرچینه، REUTERS/TINGSHU WANG

رویټرز وايي، پر دې موضوع یې له څه نا څه شلو کسانو سره خبرې کړې، چې ۱۵ یې د مصنوعي بڼو په کاروبار او ورسره تړلو چارو بوخت دي.

دا اژانس د اقتصاد او سوداګرۍ برخې له داسې کارپوهانو او وکیلانو سره هم غږېدلی، چې د شمالي کوریا اقتصاد څاري.

دوی وايي چیني کمپنۍ د مصنوعي بڼو خام توکي له شمالي کوریا واردوي او له پروسس او بسته بندۍ وروسته یې په خپل نوم نړیوال مارکېټ او بازارونو ته باسي.

او دا داسې چاره ده چې ګټه یې دواړه هېوادونه خوري.

د رویټرز د رپوټ له مخې دغه تولیدات د لویدیزو هېوادونو پر سینګارتونونو سربېره د شمالي کوریا د سیمه ییزو سیالانو سویلي کوریا او جاپان په مارکېټونو کې هم پلورل کېږي.

د امریکا غږ کوریایۍ څانګې د ۲۰۲۳ کال سپتمبر د چین د ګمرکونو ادارې د شمېرو له مخې په یوه رپوټ کې ویلي و چې چین د ۲۰۲۳ کال اپرېل کې له شمالي کوریا د څه باندې ۲۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت شاوخوا ۳۰ ټنه مصنوعي ویښته او باڼه وارد کړي دي.

نړیوال بندیزونه او روان کاروبار

کابل

د عکس سرچینه، AFP PHOTO/KCNA VIA KNS

شمالي کوریا د خپل اټومي پروګرام او په پرله پسې د بالېستیک توغندیو ازمویلو له کبله له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه اړ دي چې له پیونګ یانګ سره راکړه ورکړه او تعاملاتو کې دغه بندیزونه له پامه ونه غورځوي.

په دغو بندیزونو کې د شمالي کوریا د شتمنیو کنګلول او له دغه هېواد سره د تېلو، سکرو، اوسپنې په ګډون د ګڼو توکو پر راکړه ورکړه بندیز شامل دی.

په ۲۰۰۰مه لسیزه کې چې په سویلي کوریا کې د سینګار توکو تولید او تقاضا دواړو کچه لوړه شوه، نو د شمالي کوریا کېم جونګ اون هم په خپل هېواد کې د سینګارتوکو د تولید ډېرولو ته مخه کړه.

هغه دغه کار لپاره څو کمپنۍ جوړې کړې.

پیونګ یانګ په ۲۰۱۸ کال کې په لومړي ځل د چین دولتي دې ګوبل ټایمز رسنۍ ته د دغه هېواد د سینګار توکو صنعت د لیدنې بلنه ورکړه.

دا لومړي ځل و چې کېم جونګ اون یوې بهرنۍ رسنۍ ته خپل دا کاروبار ورپېژانده.

هغه مهال د شمالي کوریا د چارو څاروونکو ویل ښاغلي کېم دا ګام د دې لپاره اخیستی، چې دغه صنعت ته په خپله اقتصادي وده کې ځانګړی اهمیت ورکوي.

ښايي همدا لامل وي، چې هغه په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو کې دوه ځله پخپله هم د دې کمپنۍ کتلو ته ورغی.

نوموړي هلته وویل چې دا کمپنۍ به له نړیوال معیار سره برابر تولیدات کوي چې د نورو مخکښو برانډونو سیالي وکړای شي.

چین سره د سوداګرۍ کچه

BiDen

د عکس سرچینه، ED JONES/AFP VIA GETTY IMAGES

داسې ښکاري چې نړیوال بندیزونه د چین او شمالي کوریا ترمنځ سوداګرۍ ته څه خنډ نه دي ګرځېدلي.

د سټاټیسټا په نوم د الماني شرکت د شمېرو له مخې چې نړیوال بازار ته د سوداګریزو توکو د عرضې او مصرف اندازه څاري، وايي د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د پیونګ یانګ او بېجېنګ ترمنځ سوداګري په پرله پسې توګه پراخه شوې.

دا اداره وايي، په دوه زرم کال کې له چين سره د شمالي کوریا بهرنۍ سوداګري ۲۴ اعشاریه ۴ سلنه وه، خو په ۲۰۱۸ کال کې ۹۵ اعشاریه ۸ سلنې ته رسېدلې.

شمالي کوریا د کورونا وېروس وبا پر مهال خپلې پولې په چورلټ ډول تړلې وې، خو په ۲۰۲۰ کال کې یې بیا هم چین سره د سوداګرۍ کچه ۸۸ اعشاریه ۲ سلنه وه.

د کورونا محدودیتونو له کمېدو وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د چین او شمالي کوریا ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه ۲۹۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

بلخوا چین په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په کچه د سینګار توکو تر ټولو ستر صادروونکی هېواد و.

د اقتصادي همکاریو سازمان لخوا د ۲۰۲۳ کال نومبر کې د خپرو شویو شمېرو له مخې په یوه کال کې له شمالي کوریا چین ته سینګارتونو صادرات ۴۰۴ سلنه ډېر شوي دي.

بلخوا که د ۲۰۲۳ کال نومبر کې د چین د صادراتو ګراف وکتل شي، نو تر ټولو ډېر سینګار توکي یې امریکا، جاپان، هالنډ، سویلي کوریا او فرانسې ته صادر کړي دي.