کندهار کې د طالبانو والي خپلو چارواکو ته: په رسمي او غیر رسمي غونډو کې تصویر او وېډیو مه اخلئ

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کندهار والي په یوه لیک کې د ولایتي ادارې له مسوولینو غوښتي چې په رسمي او غیر رسمي غونډو کې د هر ژوندي موجود (ذی روح) له تصویر او ویډیويي تصویرونو اخیستو ډډه وکړي.
په دې لیک کې چې د کندهار والي ملا محمد شیرین اخوند له لاسلیک سره خپور شوي او یوه کاپي یې بي بي سي هم تر لاسه کړې، له خپلو ټولو ملکي او پوځي دولتي کارکوونکو غوښتل شوي چې د لیک ترلاسه کولو له نېټې وروسته دې د خپلو فعالیتونو رپوټونه یوازې په غږیز او لیکلې بڼه خپاره کړي.
په دې لیک د دې امر په هکله ډېر تشریحات نه دي ورکړل شوي، یوازې دومره ویل شوي، چې ''د دې کړنو (تصویر او ویډیو اخیستلو) ضرر تر ګټه زیات دی.''
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو په دې هکله په خپلو پیغامونو کې نیوکې کړې او په وینا یې ګواکې د کندهار ځايي ادارې تصویر اخیستل ''حرام بللی دی'' خو د کندهار ولایت ویاند مولوي محمود عزم د بي بي سي له خبریال ابراهیم امیري سره په دې اړه خبرو کې وویل، د والي په رسمي لیک کې د تصویر اخیستو ''حرام'' بلل کېدو په هکله څه نه دي ویل شوي.
نوموړي زیاته کړه: "په دې (لیک) کې داسې څه نه دي ویل شوي، چې یا دا حرام دی، یا داسې دی، یا د وزارت له لوري کوم مکتوب دی، نه د ولایت په حواله کومه بله خبره پکې شوې."

د عکس سرچینه، taliban
د یادونې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله چې په کندهار کې دی، د تصویر له اخیستو ډډه کوي او د ۲۰۲۱ په اګست کې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، نوموړی چا په تصویر یا ویډیويي کلیپ کې نه دی لیدلی، خو د طالبانو د حکومت نور چارواکي بیا نه یوازې د رسنیو پر وړاندې څرګندیږي، بلکې پرعادي او خواله رسنیو هم د خپلو فعالیتونو تصویرونه خپروي.
په دا وروستیو کې ځايي رسنیو د طالبانو حکومت د دعوت او ارشاد عمومي رییس محمد هاشم شهید ورور یو ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې نوموړی د دعوت او ارشاد مبلغینو یوه اصلاحي او روزنیز سیمینار ته وینا کې خبریالانو او رسنیو ته په اشارې سره وویل، تصویر اخیستل لویه ګناه ده.
هغه وویل: ''تاسې هم دا ږیرې پرېږدئ، له دې کاره لاس واخلئ، په دا تصویرونو باندې ټول وخت مه تېروئ، والله، تصویر اخیستل ګناه کبیره ده، والله په ورځ د قیامت به د الله جل جلاله په حضور کې تا ته امر وکړي، دغو ټولو تصویرونو ته په ساه ورکولو باندې او یې به عاجز.''
طالبانو په خپله مخکینۍ واکمني کې د ژونديو موجوداتو پر تصویر اخیستو بشپړ بندیز لګولی و او ټلویزیوني خپرونې یې بندې کړې وې.











