د پاکستان ولسمشر: که ټاکنې ژر وشي، ښه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي ویلي که دغه هېواد کې ټاکنې ژر وشي نو ښه ده.
د نوموړي په وینا د تفاهم او ګډ پوهاوي له لارې د ټاکنو پر لور تګ کې څه ستونزه نشته. هغه دا څرګندونې لاهور کې یو شمېر ژورنالیستانو سره غونډه کې کړې.
نوموړي دلته همدا راز زیاته کړې چې که څه هم قانون پوځ لپاره د نوي لوی درستیز ټاکل کېدو په تړاو د سلا مشورو اجازه نه ورکوي، خو که په دې تړاو مشورې هم کېږي څه ستونزه پکې نشته.
د یادونې ده چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ ویلي وو چې د پوځ نوي مشر ګومارنې په هکله مشورې روانې دي او دا ګومارنه به د وړتیا پر بنسټ کېږي.
ښاغلی اصف او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف له نواز شریف سره د نوي لوی درستیز ټاکل کېدو په تړاو سلا مشورو لپاره لندن ته تللي دي.
هغه تازه پر خپل ټویټر دا هم لیکلي چې عمران خان د پرلت په اعلان سره د نومبر پر ۲۱مه پاکستان ته د سعودي د ولیعهد او لومړی وزیر پلان شوی سفر ځنډولی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
عمران خان په دې اړه څه نه دي ویلي، خو لندن کې یې د پاکستان پوځ لپاره د نوي مشر په تړاو پر روانو مشورو نیوکه کړې ده.
هغه ویلي د پوځ مشري د پاکستان ملي امنیت لپاره تر ټولو مهمه څوکۍ ده، خو اوس یې پرېکړه د ده به وینا لندن کې کېږي. عمران خان ټینګار کړی چې د پاکستان مهمې پرېکړې باید پر کور دننه وشي.
هغه د شنبې پر ورځ 'لالا موسی' کې د خپلو پلویانو لاریون ته د ویډیو له لارې وینا کې دا ادعا هم تکرار کړې چې ګوندې شهباز شریف او کورنۍ یې غواړي د پوځ مشرۍ ته خپل نږدې او باوري کس وګوماري.
د تحریک انصاف ګوند مشر د دفاع وزیر خواجه اصف دا تور هم رد کړ چې ګوندې ده پوځ لپاره د نوي مشر د ګومارنې بهیر لانجمن کړی دی.

د عکس سرچینه، TWITTER/@PTIOFFICIAL
د یادونې ده چې د پاکستان د پوځ اوسنی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د روانې نومبر میاشتې پر ۲۹ نېټه تقاعد کېږي او د پاکستان له قانون سره سم لومړی وزیر باید د جګپوړو پوځيانو له نوملړه یو کس د پوځ نوی مشر وګوماري.
وړاندې ځینو رپوټونو کې دا ادعا هم شوې وه چې ګوندې شهباز شریف غوښتل د ښاغلي باجوه د کار موده وغځوي، خو نواز شریف ورسره دا نه ده منلې.
د پاکستان دفاع وزیر بیا دا رپوټونه رد کړي. اوس د پاکستان ولسمشر ویلي هڅې روانې دي چې د عمران خان او اسټبلشمنټ ترمنځ ترینګلتیا ختمه شي.
ښاغلي علوي زیاته کړې چې پاکستان کې ادارې په سیاسي ډول کارول کېږي او خبره تر دې ځایه رسېدلې چې اوس پر ادارو باور لمنځه تللی، هر خبره محکمې ته راجع کېږي او چې پریکړه وشي، هغه هم بیا نه منل کېږي.
نوموړي پر دې هم ټینګار کړی چې له نورو او په ځانګړې توګه سترو هېوادونو سره باید د پاکستان اړیکې خرابې نه شي.











